د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۴

یو شمېر ملکي او نظامي متقاعدین: حقوق مو په خپل وخت نه اجراء کېږي


د متقاعدینو د ملي ورځې له رسېدو سره په افغانستان کې یو شمېر ملکي او نظامي متقاعدین شکایت کوي او وايي چې حقوق یې په خپل وخت نه اجراء کېږي.

په افغانستان کې د متقاعدینو د حقونو د ورکولو لپاره د ځانګړي ملي ورځې له نومولو وروسته اووه کاله تېرېږي، خو متقاعدین شکایت کوي چې تر اوسه يې هم نه له اړتیا سره سم ستونزې حل شوي او نه هم پر وخت حقوق ورکول کېږي.

د غلام سخي او محمد حسین په نوم د ملکي او نظامي برخو دوه متقاعدینو ازادي راډيو ته وویل چې حکومت يې حقوق په خپل وخت نه ورکوي او د تقاعد پیسو د اخېستلو په برخه کې له سرګردانیو سره مخ دي:

آرشیف/ افغانۍ پیسې
آرشیف/ افغانۍ پیسې

"د ۱۳۹۶ کال پیسې لا ماته نه‌دي راغلي، خو د سږ کال پیسې راته حواله شوي دي، څو ځله بانک ته ولاړم، خو وايي چې پیسې دې نه‌دي حواله شوي.

-ما نه د ۱۳۹۷ او نه هم ۱۳۹۷ کال حقوق اخېستي دي، هر کله هم چې د تقاعد د خزینې ریاست ته ځم وايي، ستاسې معاش حواله شوی بانک ته ولاړ شئ، خو کله چې بانک ته ولاړ شو وايي، ستاسې پیسې نه‌دي حواله شوي او همداسې سرګردانه ګرځو."

​یو شمېر نور متقاعدین وايي چې دوی د خپلو حقونو د اخېستلو لپاره د تقاعد د خزینې او بانکونو تر شا ورځې ورځې انتظار کوي، خو ناامیده کورونو ته ستنېږي.

دا په داسې حال کې ده چې همدا روان کال ملکي او نظامي متقاعدینو څو ځله د اعتراض په بڼه غونډې او مظاهرې کړي او له حکومته يې پر وخت د تقاعد د حق د ورکولو غوښتنه کړې ده.

افغان حکومت د لومړي ځل لپاره په ۱۳۹۱ کال کې د دلوې د میاشتې لسمه نېټه د متقاعدینو د ملي ورځې په توګه یاده او دا ورځ يې په کلنۍ تقویم کې شامله کړه.

د هغه وخت د کار او ټولنیزو چارو وزیرې امنې افضلي په دغې ورځ متقاعدینو ته د بانکي کارتونو د ورکولو او د تقاعد په برخه کې د سهولتونو د رامنځته کولو ژمنه کړې وه.

د کار او ټولنیزو چارو پخوانۍ وزیره امنه افضلي
د کار او ټولنیزو چارو پخوانۍ وزیره امنه افضلي

په داسې حال کې چې متقاعدین لا هم د ګڼو ستونزو یادونه کوي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، له هغه مهال راهیسې د سیستم د ساده او اسانه کېدو تر څنګ په ډېرو نورو برخو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

د یاد وزارت ویاند عبدالفتاح عشرت احمدزي د چهارشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل:

"د کار او ټولنیزو چارو وزارت مجبور و چې د متقاعدینو لپاره یو نوی او کمپیوټري سیستم جوړ کړي، تر څو دوی په هر ځای کې له ستونزو خلاص وي موږ اوس یو فعال سیسټم لرو او متقاعدین زموږ سره په بایومټریک طریقه ثبت دي او ټول خپل حقوق تر لاسه کوي."

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دا وخت له دوی سره څه باندې ۱۵۴ زره متقاعدین ثبت دي چې ۱۲۸۵۸۶ يي بایومټریک شوي دي.

د دغه وزارت چارواکي له هغو متقاعدینو چې لا يي ځانونه نه دي ثبت کړي غواړي چې خپل ځانونه ثبت کړي تر څو پر وخت يي حقونه ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG