د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

ځیني نظامي متقاعدین: پر وخت د تقاعد پیسې نه راکول کېږي


د تقاعد د خزینې ریاست- ارشیف
د تقاعد د خزینې ریاست- ارشیف

د افغانستان د امنیتي او دفاعي بنسټونو متقاعد منسوبین وايي، د تقاعد پېسې په وخت نه ورکول کېږي.

په افغانستان کې تقاعد شوي یو شمېر منسوبین، حکومت د دوی د حقوقو د نه ورکولو په برخه کې په بې غورۍ تورنه وي.

دوي وايي، متقاعد شوي منسوبین له تقاعد پېسو پرته د عاید بله لاره نه لري.

د افغانستان د ملي پولیسو متقاعد شوي پیلوټ عرفان الله برلاسی له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، د تقاعد په ریاست کې نوي برېښنايي سیسټم زیاتې ستونزې جوړې کړي.

هغه زیاته کړه: "د تقاعد په برخه کې د برېښنايي پېژند پاڼو نشتون او همداراز د دې سیسټم بایومتریک کول هغه څه دي چې موږ له جدي ستونزو سره مخ کړي یو، اوس چې قرنطین دی او برېښناني پېژند پاڼې هم نه لرو نه څه وکړو موږ څخه هم لاره ورکه ده."

نوموړي له حکومت په دې برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

بل متقاعد شوي جنرال دولت وزیري بیا له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي، هغه منسوبین چې برېښنايي پېژند پاڼې ولري کولای شي د خپل تقاعد پېسې په اسانۍ سره ترلاسه کړي.

هغه وویل: "ما خپل تقاعد تر لاسه کړي خو په دې برخه جدي ستونزې شته زما غوښتنه له حکومت څخه دا ده چې سږکال دې هم د تېر کال د اسنادو په اساس نظامي او امنیتي منسوبینو ته تقاعد ورکړي کله چې حالت عادي شو بیا دې د برېښنايي پېژند پاڼو له مخې دغه پروسه پرمخ بوځي."

د دغه جنرال په خبره، کرونا ویروس او قرنطین هم دغه پروسه له جدي ستونزو سره مخ کړې، هغه څه چې بیا د افغانستان مالیې وزارت هم مني.

د دې وزارت ویاند شمعروز خان مسجدي د یک شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، په ولایاتو کې د متقاعدینو لپاره پروسه په عادي ډول دوام لري.

شمروز خان مسجدي
شمروز خان مسجدي

هغه وايي: "د افغانستان حکومت د پرېکړې له مخې ټول متقاعدین باید بایومټریک شي چې د بایومټریک له مخې بیا دوی ته د تقاعد پېسې ورکړل شي، تر دا مهاله ۱۷ زره کسان بایومټریک شوي او پېسې ورته ورکړل شوي دي خو هغه کسان چې بایومټریک نه دي د هغوی تقاعد ولاړ دی ورته نه ورکول کېږي او په دې برخه کې حکومت هم په نږدې راتلونکي تصمیم نیسي موږ هم دې حکومت دې پرېکړې ته په تمه یو."

که څه هم د افغانستان امنیتي او دفاعي بنسټونو د متقاعدو منسوبینو په اړه کره شمېر له ازادي راډيو سره شریک نه کړ خو د تقاعد د خزینې عمومي ریاست د معلوماتو له مخې په تېر ۱۳۹۸ کال کې ۶۹۵۴ متقاعد شویو کسانو ته چې ډېر یې په کې نظامي منسوبین دي حقوق یې ورکړل شوي.

د دې ریاست د معلوماتو پر بنسټ همدا ‌‌‌‌‌‌ډول، د ۱۷ زره او ۳۲۹ هغو متقاعدینو او ورثې، چې د کب یا حوت د میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د وري یا حمل د میاشتې تر پنځمې نېټې د بایومتریک له پروسې تېر شوي و هم پېسې ورته ورکړل شوي.

په ټوله کې ۲۶ زره او ۱۵۵ متقاعدینو او ورثې ته د وري یا حمل په میاشت کې ۴ میلیارده ۳۵۹ میلیونه او ۶۴ زره او ۲۲۰ افغانۍ ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG