د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۶

طالبان به د سوالګرۍ د مخنیوي هڅو کې بریالي شي؟


ارشیف
ارشیف

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د بې وزلۍ له زیاتېدو سره ظاهراً په دغه هېواد کې د سوالګرو شمېر زیات شوی، د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت د طالبانو د مشر ملابت الله اخندزاده له خوا د «د سوالګرو د راټولولو او د سوال کولو د مخنیوي قانون» د توشیح اعلان کړی دی.

د یاد وزارت ویاند برکت الله رسولي د شنبې په ورځ د دغه وزارت په ایکس پاڼه کې یوه ویډیو خپره کړې او ویلي چې دغه قانون په رسمي جریده کې خپور شوی او نافذ دی.

نوموړي زياته کړې:

"د دې قانون له مخې، هغه خلک چې روغ او مسلکي وي ، دغټ شان د یوې ورځې خواړه ولري سوال دې نه کوي او همدارنګه د سوال کولو لپاره د ماشومانو، معیوبینو او معلولو کسانو څخه کار اخیستل هم منع دي."

د سوالګرو د راټولولو او د سوال کولو د مخنیوي قانون درې فصلونه او ۲۷ مادې لري.

ارشیف
ارشیف

د طالبانو د عدلیې وزارت د ویاند په وینا، په دې قانون کې سوال کول د يوې حرفې په توګه ياد شوي، منع ګڼل شوي او مرتکبینو ته یې د بند سزا ټاکل شوې ده.

دغه شان د دغه وزارت له خوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې د دغه قانون پر بنسټ د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معينيت او د ١٥ نورو ادارو په غړيتوب د سوالګرۍ د مخنيوي کمېسيون جوړ شوى دى.

د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، دغه کمیسیون د سوالګرو د راټولولو، د بې وزلو سوالګرو پېژندلو، د سوالګرۍ د عواملو ارزولو، له کورنیو او بهرنیو بنسټونو، خیریه ادارو او اشخاصو د مرستې راټولولو او د بې وزلو سوالګرو له استوګنو څارنه او یو شمېر نور کارونه پر غاړه لري.

په کابل کې يو شمېر سوالګر بیا شکايت کوي وايي چې طالبان يې له سړکونو ټولوي لومړى بايد دوى ته د کار کولو ځاى برابر کړي.

دوو سوالګرو د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل:

" زه دلته راغلم، طالبانو ونیولم او بیا یې بېرته خوشې کړم. دوی باید له موږ سره مرسته وکړي."

" حکومت چې موږ بار کړي يو بیايي مو، باید کار راته پيدا کړي او مرسته وکړي."

ځينې ديني عالمان هم سوال کول د اسلام له نظره ناسم عمل بولي، خو وايي چې فقهاوو په ځينو ځانګړو مواردو کې سوال کول روا بللي دي.

یوه دیني عالمام عبدالصمد غازي زاده ازادي راډيو ته وویل:

"د نن ورځي فقها په څو خاصو مواردو کې انسان ته د سوال کولو اجازه ورکوي، هغه دا چې که څوک ډېر پوروړی وي او د کار او کوښښ له لارې خپل پور نه شي ادا کولای، یا هغه څوک چې کور او ټوله سرمایه يې سیلاب وړي وي، او ورسره د کار کولو لپاره هېڅ پاتې نه شي، او چې یو څوک په ډېر سختۍ کې وي د سوال اجازاه لري تر څو وکولى شي ځان له ستونزو راوباسي."

له سواله منع شوي خلک وایي چې د طالبانو حکومت دې ورته د کار او نفقې زمینه برابره کړي
له سواله منع شوي خلک وایي چې د طالبانو حکومت دې ورته د کار او نفقې زمینه برابره کړي

بلخوا بيا ټولنیز فعال شېردل پاڅون په افغانستان کې د سوالګرۍ اصلي لامل بې وزلي بولي او وايي چې د طالبانو حکومت باید سوالګرو ته د کار زمینه برابره کړي.

"حکومت ولې دا کار منع کړى دى، څه موده وړاندې یې د دوی سروې کړې وه او د مستحقينو لپاره یې د عاید یوه اندازه ټاکلې وه، خو دا د دوی د ژوند د پرمخ بیولو لپاره بسنه نه کوله دا د حل لاره نه ده، حکومت مکلف دی. د دې خلکو لپاره د کار زمینه برابره کړي ترڅو دوی وکولی شي په دې توګه خپل ژوند پرمخ بوځي."

د سوالګرو د راټولولو او د سوال کولو د مخنیوي قانون په داسې حال کې د طالبانو د مشر له خوا توشیع شو چې نړیوالو بنسټونو تل په افغانستان کې د بې وزلۍ او لوږې د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې او له اړمنو سره یې د مرستې غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG