د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۱

سیف ده چلډرن: شپږ نیم میلیونه افغان ماشومان د ناورین تر کچې د لوږې خطر سره مخ کیږي


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د ماشومانو د ژغورنې صندوق سیف ده چلډرن په افغانستان کې د میلیونونو ماشومانو د خوړو د نه خوندیتوب په اړه اندېښنه ښودلې ده.

دغه صندوق د دوشنبې ناوخته په یو راپور کې ویلي چې په روان ۲۰۲۴ میلادي کال کې به په ټول افغانستان کې له هر لسو ماشومانو نږدې درې یې د ناورین تر کچې له لوږې سره مخ شي.

سیف ده چلډرن یې ټول شمېر شاوخوا ۶،۵ میلیونه ماشومان یاد کړی دی.

د دې صندوق په خبره، اټکل کېږي چې دغه کال به شاوخوا ۲،۹ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي، له شدیدې خوارځواکۍ سره هم مخ شي.

په افغانستان کې د سیف ده چلډرن مشر ارشد ملک ویلي چې "سږکال له لوږې سره د اټکل شویو خلکو شمېر کې کموالی هڅوونکی دی، خو د نړیوالې ټولنې له لا ډېرې مرستې پرته دا ګواښ بېرته رامنځته کېدای شي، سږکال په بشري برخه کې تر اوسه یوازې ۱۶ سلنه ملاتړ شوی خو نږدې نیمایي نفوس مرستو ته اړتیا لري."

سیف ده چلډرن په راپور کې پر لوږې د څار نړیوالې ادارې (ای پي سي) له قوله راغلي چې روان کال د اکتوبر له میاشتې وړاندې به په ټول افغانستان کې ۲۸ سلنه وګړي یا ۱۲،۴ میلیونه خلک د خوراکي نه خوندیتوب له شدیدې کچې سره مخ شي.

سیف ده چلډرن: د اکتوبر له میاشتې وړاندې به په ټول افغانستان کې ۲۸ سلنه وګړي یا ۱۲،۴ میلیونه خلک د خوراکي نه خوندیتوب له شدیدې کچې سره مخ شي.
سیف ده چلډرن: د اکتوبر له میاشتې وړاندې به په ټول افغانستان کې ۲۸ سلنه وګړي یا ۱۲،۴ میلیونه خلک د خوراکي نه خوندیتوب له شدیدې کچې سره مخ شي.

د سیف د چلډرن په وینا، په دې کې به نږدې ۲،۴ میلیونه د لوږې بېړنی حالت تجربه کړي چې د قحطۍ لاندې کچه ده.

بل‎خوا: د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) وایي روان کال به ۳ میلیونه افغان ماشومان خوارځواکه شي.

د "ډبلیو اف پي" پر ایکس پاڼه نن سه شنبه د مې په ۲۸ نېټه خپره شوې وېډیو کې د دغه سازمان د تغذیې برخې مشرې مونا شایخ ویلي:

"له بده مرغه سږ کال به په افغانستان کې ۳ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي، له دې سره به موږ یوازې ۱،۶ میلیونو کسانو ته رسېدنه وکړای شو، ډبلیو اف پي له دې مخکې اړه شوې چې له کورنیو سره د ژوند ژغورونکو خوراکي توکو مرستې کمې کړي چې دا د لا زیاتې خوارځواکۍ سبب ګرځي."

سېف د چلډرن په افغانستان کې د خوړو د نه خوندیتوب لاملونه وروستي سېلابونه، وچکالۍ او له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو بېرته راستنېدل بولي.

یو شمېر سېلاب‎ځپلو چې ځیني یې په دې وروستیو کې له پاکستانه بېرته هېواد ته راستانه شوي، ازادي راډیو ته وویل ماشومان یې د نورو ناروغیو ترڅنګ د خوړو د نشتون له امله خوارځواکه شوي.

له دې ډلې د بغلان ولایت د مرکزي بغلان اوسېدونکو میر احمد او جمعه ګل ازادي راډیو ته وویل:

" نږدې شپږ میاشتې مخکې له پاکستانه په زوره راوویستل شوو او دلته راغلو، دلته سېلابونو مو کورونه وران کړل، ماشومان مو ټول ناروغان شوي، خواځواکه دي، تبې او د سترګو روغتیایي ستونزې ور پېښې دي، څه په روغتونونو کې پراته دي او څه دلته د خېمو لاندې."

د بغلان د یو شمېر هغو اوسیدونکو قبرونه چې د سېلابونو له امله مړه شول
د بغلان د یو شمېر هغو اوسیدونکو قبرونه چې د سېلابونو له امله مړه شول

" سېلابونه چې راغلل موږ مو کورونه پرېښودل او خیمو ته راوتښتېدو، اولادونه مې ټول دلته پراته دي، خوارکیان ټول ناروغان دي، د ځینو په ځان او مخ دانې راختلي، خپله هم ناروغه یم سردرد، ځان درد یم، د ډاکتر او درملو پیسې نه لرو."

دا په داسې حال کې ده چې سېف ده چلډرن تېر کال په ټول افغانستان کې په خپلو روغتیایي مرکزونو کې ۸۰۰ زره امېندواره او شیدې ورکوونکې میندې ثبت کړي چې په خوارځواکۍ اخته شوې وې.

که څه هم په ۲۰۲۱ کال اګسټ د طالبانو د بیا واکمنېدو راهیسې د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېلو نړیوالو ادارو په افغانستان کې د اقتصادي ناورین له امله د بې‎وزلۍ د لوړې کچۍ راپورونه ورکړي، خو د یادونې ده چې د روانې مې میاشتې له ۱۰ او ۱۱ نېټې راهیسې د هېواد په شمالي، ختیځو، سویلي او لوېدیځو ولایتونو کې وروستیو شدیدو بارانونو او ویجاړوونکو سېلابونو سلګونه کسان ووژل او زرګونه نور یې سخت زیانمن کړل چې ورسره د خلکو د لوږې کچه هم لوړه شوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG