په شخړو کې د روغتیا ساتنې ایتلاف یا "ایسایچسيسي" وايي، تېر زیږدیز کال په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو پر وړاندې خنډونه او تاوتریخوالی زیات شوی دی.
دغه ایتلاف وايي، سره له دې چې په ۲۰۲۳زیږدیز کال کې په ټولیز ډول په افغانستان کې تاوتریخوالی کم شوی، خو په تېر کال کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو پر وړاندې د ګواښونو او تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوي دي.
دغه ایتلاف چې له ۴۰ څخه د زیاتو نړیوالو نادولتي سازمانونو څخه جوړ شوی، د "بحراني وضعیت؛ په شخړو کې د روغتیايي پاملرنې پر وړاندې تاوتریخوالي" تر سرلیک لاندې په خپل کلني راپور کې، چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو، ویلي چې په افغانستان کې یې په ۲۰۲۳م کال کې د دې برخې د کارکوونکو د نیولو د ۶۵ پیښو په ګډون د روغتیايي پاملرنې پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۰۹ پېښې ثبت کړي چې تېر کال دا ۸۷ پېښې وې.
په دغه راپور کې چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په ۳۰ هېوادونو او سیمو کې د روغتیايي کارکوونکو د نیولو، تښتولو او وژلو او په جګړو کې د روغتیايي مرکزونو د زیانمنېدلو یا ویجاړېدو په اړه معلومات ورکړل شوي، ویل شوي چې د دغو تاوتریخوالو ۸۰ سلنه د طالبانو د حکومت لهخوا او پاتې نور د نامعلومو بریدګرو له خوا رامنځته شوي دي.
په شخړو کې د روغتیا ساتنې ایتلاف چې مرکز یې د امریکا په متحده ایالتونو کې دی، زیاته کړې چې پ هدغو تاوتریخوالو کې د روغتیايي کارکوونکو وهل ټکول هم شامل دي چې د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې ترسره شوي دي.
د ازادي راډیو خبریال په دې اړه د طالبانو حکومت وياند ذبيحالله مجاهد وپوښت، خو د راپور تر خپرېدو یې ځواب ترلاسه نهکړ، خو هغه تر دې مخکې تل د روغتيايي کارکوونکو د خونديتوب ډاډ ورکړی او په دې برخه کې يې ادعاوې او د دوی د حکومت لخوا د نادولتي بنسټونو په چارو کې لاسوهنه رد کړې.
خو "ایسایچسيسي" زیاته کړې چې په افغانستان کې فعال بشردوستانه سازمانونه لا هم له یو لړ پیچلي مقرراتو سره مخ دي او محدودوونکې تګلارې او د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو او د بشردوستانه عملیاتو د څرنګوالي څخه د څارنې زیاتوالي، یو شمېر مرستندویه سازمانونه اړ کړي چې خپل فعالیتونه وځنډوي.
په پکتیکا او غزني ولایتونو کې دوو روغتیايي کارکوونکي چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نومونه یې په راپور کې واخیستل شي، دا ډول پېښې تاییدوي او په دې برخه کې د ستونزو په اړه یې ازادي راډیو ته ادعاوې وکړې.
د پکتیکا یو روغتیايي کارکوونکی وايي: "ان د برمل په ولسوالۍ کې وسلهوالو کسانو زمونږ په همکارانو پسې ټوپک راخیستی و چې تاسو نو ولې دلته یاستئ چې مونږ ته صحي وسایل نه راکوئ."
د غزني یو رورغتیايي کارکوونکی وايي: په غزني ولایت کې ډېری روغتیايي بنسټونه بند شوي دي. نړیوالو، بهرنيو او سیمهییزو موسسو خپل فعالیتونه پيکه کړي.
د غزني روغتیايي کارکوونکی وايي: "په غزني ولایت کې ډېری روغتیايي بنسټونه بند شوي دي. نړیوالو، بهرنيو او سیمهییزو موسسو خپل فعالیتونه پيکه کړي، نه پوهېږم، شاید د طالبانو له حکومت سره موافقې ته نه دي رسېدلي، شاید د حکومت لاسوهنه هم وي، خو کارکوونکو ته دا دلیل وايي چې بودیجه نهشته."
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نهکړې، خو د افغانستان د اسلامي طبي ټولنې رییس ډاکتر یوسف طیب وايي چې دوی تېر کال د روغتیايي کارکوونکو د ګواښونو لکه اختطاف یا شکنجې په اړه کوم راپور نه دی ترلاسه کړی.
هغه وايي: "زما د معلوماتو له مخې، د تېر زیږدیز کال په بهير کې د کلینیکونو په ګډون صحي کارکوونکي، ډاکتران او نور کارکوونکي له کومې جدي امنیتي ستونزې سره نه دې مخ شوي او په امن کې وو."
په افغانستان کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو پر وړاندې د تاوتريخوالي د زیاتوالي او د خنډونو د رامنځته کېدو خبر په داسې حال کې دی چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د روانې اوونۍ د يکشنبې په ورځ په يوه راپور کې ویلي، د اپرېل په میاشت کې یې د مرستندویانو د نیولو او د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالي په ګډون د بشردوستانه مرستو د وېش په بهیر کې د لاسوهنې ١۵٦ پيښې ثبت کړي چې په ٦٠ سلنه کې یې د طالبانو حکومت چارواکي ښکېل دي.
د ماشومانو د ساتنې صندوق یا "سېف د چلډرن" هم په خپل تازه راپور کې د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې په دې هېواد کې په تېرو څو میاشتو کې زرګونه ماشومان طبي خدمتونو ته د لاسرسي د نشتوالي له کبله د هغو ناروغیو له امله مړه شوي چې د درملنې یا مخنیوي وړ وې.