د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

د خپلو فعالیتونو له درېدو وروسته د خپلو کارکوونکو او افغانانو په اړه د سویډن کمېټې اندېښنې


د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې لوګو
د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې لوګو

داسې مهال د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د خپلو فعالیتونو د ځنډېدو اعلان کړی، خو وايي چې د اوسني وضعیت په اړه خواشیني دي او د چارو ځنډ به یې په هغو میلیونونو وګړو اغېز وکړي چې په تېرو څلورو لسیزو کې یې د دوی له خدماتو ګټه اخیسته.

د دې کمېټې د سکرټر جنرال سلاکار خالد فهیم ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، دوی اوس‌مهال د طالبانو حکومت د فرمان پر بنسټ په روغتیا او پوهنې برخه کې نورو ادارو ته د خپلو فعالیتونو په سپارلو بوخت دي.

ښاغلي فهیم د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د خپلو نږدې ۷ زره افغان کارکوونکو د راتلونکي په اړه هم اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه، له دوی ډېر یې د خپلو کورنیو یوازیني روزي ګټونکي دي او که بې‌دندې شي، کورنۍ به یې زیان وویني.

"دا به د افغانستان لپاره یوه ستره ضایعه وي. موږ له دې امله جې خلک به خدماتو ته لاس‌رسی و نه لري په تشویش کې یوو. هیله مو دا ده چې دې ستونزې ته یوه معقوله حل‌لار پیدا شي؛ څو وکولای شو چې د افغانانو کلتوري او دیني ارزښتونو ته په پوره درناوي خپل خدمات بیا پیل کړو. "

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د سکرټر جنرل سلاکار خالد فهیم دا هم وايي چې د طالبانو حکومت له اقتصاد وزارت سره اړیکه کې دي او هیله ښيي چې د دې ستونزې د حل لپاره یوې پایلې ته ورسېږي.

په افغانستان کې د سویډن کمېټې د فعالیتونو یوه څنډه - ارشیف
په افغانستان کې د سویډن کمېټې د فعالیتونو یوه څنډه - ارشیف

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د معلوماتو پر بنسټ، د طالبانو حکومت په سویډن کې قران کریم ته د سپکاوي له امله د دوی د فعالیتونو د درېدو امر کړی.

د طالبانو حکومت داسې مهال دا پرېکړه کړې چې د ښاغلي فهیم له قوله، د دوی د خاصو تعلیماتو له ښوونځي فارغ شوي یو نابینا افغان چې له پوهنتون هم فارغ شوی او ماسټرې یې هم کړې، د نابیناوو په خاص لیک"برېل" د نورو نابینایانو لپاره قران کریم لیکلی.

سویډن کمېټې تېره ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې د قرآن کریم سوځولو پېښه په کلکه غندي او دا کار په اسلامي عقیدې یو ښکاره برید بولي.

په اعلامیه کې دغه راز راغلي چې د فعالیتونو په ځنډېدو سره یې میلیونونه اړمن کسان له مرستو بې برخې کېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې یو ښوونکي چې نابینانانو ته یې زده‌کړه ورکوله د خپل نوم د نه ښودو په شرط ازادي راډیو سره خبرو کې د دې کمېټې د فعالیتونو د ځنډېدو د بدو اغېزو په وویل:

"د دې ۷ زره کسانو لپاره له همدې لارې حلاله نفقه پیدا کېده. اوس چې دوی بې‌دندې شول، په کورنیو یې فشار زیات شو. له دوی سره ټوله کورنۍ دردېږي. بیا په داسې حالاتو چې روژه هم ده، د فقر کچه هم لوړېږي، کار هم‌ نه‌شته، نو دا خلک به څه کوي. "

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د معلوماتو پر بنسټ، یوازې په ۲۰۲۳ کال کې ۲،۵ میلیونه وګړو د دوی روغتیايي کلینکونو ته مراجعه کړې، ۴۳زره په شدیده خوارځواکۍ اخته ماشومانو درملنه یې کړې، ۱۸ زره معلولیت لرونکو وګړو ته یې مصنوعي غړي جوړ کړي، له ۲۰ زرو ډېرو کسانو ته یې فزیوتراپي خدمات وړاندې کړي، ۶ زره معلولیت لرونکو وګړو ته یې د زده‌‌کړو زمینه برابره کړې او همدا ډول یې په کلیوالي سیمو کې ۱۲۳ زره زده‌کوونکو ته د زده‌کړو اسانتیاوې هم برابرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG