د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۵

یونېسف: په افغانستان کې سېلابونو د اوبو رسولو ډېری سیستمونه ویجاړ کړي


په غور کې سېلابونو خلکو ته د ځاني زیان ترڅنګ خورا درانه مالي زیانونه هم اړولي چې د سېلاب ځپلو په وینا د اوبو سیستمونه یې هم له منځه تللي دي.
په غور کې سېلابونو خلکو ته د ځاني زیان ترڅنګ خورا درانه مالي زیانونه هم اړولي چې د سېلاب ځپلو په وینا د اوبو سیستمونه یې هم له منځه تللي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان ماشومانو نه د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف وايي، په افغانستان کې وروستیو سېلابونو د اوبو رسولو ډېری سیستمونه ویجاړ کړي دي.

په افغانستان کې وروستیو سېلابونو د مرګ‌ژوبلې او ويجاړۍ ترڅنګ په سېلاب ځپلو ولایتونو کې د اوبو رسولو سیستمونه هم ویجاړ کړي دي.

یونېسف د یکشنبې په ورځ په خپله ایکس‌پاڼه ليکلي چې خلک د څښاک، پخلي او حمام کولو لپاره کافي اوبو ته د لاسرسي به برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

يونېسف زياته کړې چې هره ورځ په ٢٢زره کسانو د ټانکرونو په وسيله ١٥ ليټره د څښاک پاکې اوبه وېشي.

خو د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې يو شمېر سېلاب ځپلي وايي چې د څښاک اوبو ته سخته اړتيا لري او لا هم پاکو اوبو ته بشپړ لاسرسى نه لري.

د بغلان د بلچراغ ولسوالۍ د فريه قورچي کلي اوسېدونکى جمعه وايي چې سېلابونو د څښاک اوبه خړې کړي.

هغه وویل: "سېلابونو زموږ د اوبو چینې او څاګانې خړې کړي اوبو په کې لار کړې، موږ نه‌شو کولی ګټه ترې واخلو. مونږ ځایي خلک د څښاک، مینځلو، حمام کولو او د ژوند چارو لپاره اوبو ته سخته اړتیا لرو."

يونېسف زياته کړې چې هره ورځ په ٢٢زره کسانو د ټانکرونو په وسيله ١٥ ليټره د څښاک پاکې اوبه وېشي.
يونېسف زياته کړې چې هره ورځ په ٢٢زره کسانو د ټانکرونو په وسيله ١٥ ليټره د څښاک پاکې اوبه وېشي.

د بغلان ولایت د لقياى کلي اوسېدونکی لعل محمد ازادي راډيو ته وویل چې دوی د څښاک د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي.

هغه وايي: "زمونږ د استوګنې ځاى بشپړ خراب شوی، ژوند مو خراب شوی، هر څه مو تباه شوي، هغه څه چې يې وړي خو وړي، څه چې پاتې دي ټول په خټو کې پټ دي. مونږ اوبو ته اړتیا لرو او د اوبو جدي کمښت سره مخ یوو."

د ننګرهار ولایت د جلال‌اباد ښار د لومړۍ ناحیې اوسېدونکي عبدالله ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا کوي چې شاوخوا ۱۴۳ کورنۍ یې په سيمې کې کافي د څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري.

هغه وویل: "مونږ تقریباً ۱۴۳ کورنۍ یوو او د اوبو په برخه کې ډېرې ستونزې لرو، ماشومان او ښځې له لیرې ځایونو څخه اوبه راوړي، هوا هم ډېره ګرمه ده او موږ ډېر په تکلیف یوو. غواړو چې د څښاک صحي اوبو په برخه کې له موږ سره مرسته وکړئ."

د بغلان، غور او فاریاب په ګډون د افغانستان څه باندې ۲۲ ولایتونه کې په دې وروستیو اوونیو او ورځو کې سخت سېلابونه راغلي او سلګونه کسانو ته يې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند جانان سایق د دوشنبې په ورځ رسنیو ته په استولي ویډیوي پیغام کې ویلي، دوی هڅه کوي چې د موسسو او خیریه بنسټونو په همکاري خلکو ته د پاکو اوبو زمینه برابره کړي.

سېلابونو د استوګنې د کورونو، فصلونو او د نورو زېربناوو د ویجاړېدو ترڅنګ په ځینو سیمو کې د اوبو رسولو سیستمونه هم ویجاړ کړي او دا مهال سېلاب ځپلي د نورو اړتیاوو ترڅنګ د څښاک صحي اوبو ته جدي اړتیا لري.

سختو بارانونو او سېلابونو په دایکندي کې هم خلکو ته زیانونه اړولي دي.
سختو بارانونو او سېلابونو په دایکندي کې هم خلکو ته زیانونه اړولي دي.

هممهاله بېلابېلو نړیوالو سازمانونو تل په افغانستان کې د میلیونونو خلکو لپاره د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي په اړه اندېښنه ښودلې چې د وچکالۍ اصلي لامل بلل کېږي.

له دې ډلې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د تېر کال ليندۍ میاشت کې ویلي وو چې په ټول افغانستان کې څه باندې ۲۱ میلیونه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

دغه شان یونېسف تېر کال ویلي وو چې د اوږدې وچکالۍ له امله د افغانستان ۴۲ سلنه د اوبو سرچینې وچې شوي چې خلک یې څکلو لپاره د پاکو اوبو له سخت کمښت سره مخ کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG