د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۶

سېلابونه او په ډېری ولایتونو کې د زېربناوو ویجاړېدل؛ ځینې سېلاب ځپلي: دې ویجاړیو ستونزوسره مخ کړي یوو


سېلابونو په بغلان کې یو سړک زیانمن کړی او د ښاروالۍ کارکوونکي ترې د خټو پاکولو پر مهال لیدل کېږي.
سېلابونو په بغلان کې یو سړک زیانمن کړی او د ښاروالۍ کارکوونکي ترې د خټو پاکولو پر مهال لیدل کېږي.

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې وروستیو سېلابونو خلکو ته د ځاني او مالي زیانونه تر څنګ ډېری عامه زېربناوې هم له منځه وړي چې دې ویجاړیو هم د دوی ژوند له ستونزو سره مخ کړي دي.

یو شمېر سېلاب ځپلو ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې سېلابونو مواصلاتي لارې، پلونه، ښوونځي، کلینیکونه او نور عامه زېربناوې هم ویجاړې کړې دي.

د بغلان ولایت اوسېدونکو احمد او شهاب‌الدین د دې ستونزو په اړه ازادي راډيو سره د خبرو پر مهال په دې اړه خپل نظرونه شریک کړي دي.

احمد وویل: "په بغلان کې د سېلابونو له امله ډېر عامه ځایونه له منځه تللي. د برکې ولسوالې د فلول په ساحه کې، د برکې د بازار شاوخوا کې، نه جومات پاتې، نه ښوونځی، نه کلینیک، هېڅ هم نه دې پاتې. د شیخ جلال کلینیک تقریباً نیم ویجاړ شوی، جوماتونه او سړکونه له منځه تللي."

شهاب‌الدین وویل: "زموږ سړکونه ټول له منځه تللي، ډېر په تکلیف یوو. مواصلاتي لاره مو بیخي بنده ده، نه موټر تلی شي نه پیاده، ډېر له ستونزو سره مخ یوو."

د فاریاب ولایت سېلاب ځپلي هم ورته ستونزه لري.

د یاد ولایت د پشتون کوټ ولسوالۍ د میان درې سیمې اوسېدونکي شهید زاده ازادي راډيو ته وویل: "دا څو ورځې خلک له بېل او کلنګ سره لګیا دي٬ خو خپلې لارې نه شي خلاصولای. د میان درې او بالا دست سیمې لارې بیخي بندې دي. خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي."

په فاریاب کې د سېلابونو له کبله د یوه ځايي اوسېدونکي کور ته زیان اوښتی دی.
په فاریاب کې د سېلابونو له کبله د یوه ځايي اوسېدونکي کور ته زیان اوښتی دی.

د پروان ولایت اوسېدونکي هم د سېلابونو له امله د مواصلاتي لارو له ویجاړېدو شکایت لري.

یو له دوی حیات الله صدیقي ازادي راډيو ته وویل: "د غوربند شاوخوا ۷۰ سلنه خلک د مواصلاتي لارو د ویجاړېدو له ستونزې سره مخ دي. د غوربند د شاوخوا ۱۸ درو مواصلاتي لارې ویجاړې شوي."

دا سېلاب ځپلي د طالبانو له حکومت او مرستندویه بنسټونو څخه د لومړنیو مرستو تر څنګ، د دې عامه زېربناوو د بیا رغونې غوښتونکي دي.

د ازادي راډيو خبریال د عامه زېربناوو د ویجاړېدو ستونزو او د بیارغونې د پلان په اړه پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت وپوښت٬ خو ویاند یې جانان سایق پوښتنې ځواب نکړې.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام یا "یو این ډي پي" په خپل تازه راپور کې چې د مې په ۲۹مه خپور شو ویلي چې د اپرېل میاشتې را په دې خوا په ټول افغانستان کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه ۳۰۰ کسان مړه، سلګونه نور ټپیان شوي او شاوخوا ۹۰۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

په دې راپور کې دغه شان راغلي وو چې په بغلان، بدخشان، تخار، فاریاب او غور ولایتونو کې سړکونه، پلونه، ښوونځي او روغتیايي اسانتیاوې له منځه تللي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر آژانس بیا د مې میاشتې په ۱۶مه په یو خبر کې ویلي وو چې د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر د ملګرو ملتونو سازمان د بېلابېلو ادارو له استازو سره په لیدنه کې ویلي چې په بغلان کې سېلابونو ۱۹ روغتونونه، ۱۹ ښوونځي، ۱۱۵ واړه پلونه، د اوبو ګڼ لوی او واړه کانالونه او ۶۰ کیلومتره سړکونه هم ویجاړ کړي دي.

دغه شان د ازادي راډیو په راپورونو کې د طالب سیمه ییز چارواکو په حواله ویل شوي چې د دغه سېلابونو له امله په بغلان کې د اوبو ۳۰۰ سرچینې له منځه تللي او په غور کې هم ۷۶ ښوونځي ویجاړ شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG