د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۰

د افغانستان ځینو سیمو کې د سختو بادونو، شدیدو بارانونو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی


ارشیف: په پروان کې بارانونو او سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي دي.
ارشیف: په پروان کې بارانونو او سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي دي.

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د سه‌شنبې په ورځ په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بادونو، تالندې برښنا، نسبتاً شدېدو اورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

دغې ادارې د دوشنبې په ورځ په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې په شمالي، لوېدیځو، سویلي، مرکزي او ختیځو ولایتونو او سالنګونو کې په ساعت کې له ۳۰ تر ۷۵ کیلومترو په سرعت کې د قوي بادونو د رامنځته کېدو اټکل شوی دی.

یاد ریاست زیاته کړې چې په بدخشان، تخار، بغلان او پنجشېر ولایتونو کې د اورښتونو کچه له ۱۵ تر ۲۵ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

په ورته وخت کې د بغلان ولایت یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډيو ته وویل چې د دوی په سیمو کې د یکشنبې له ورځې راهیسې توفان شته.

د بغلان ولایت د برکې ولسوالۍ اوسېدونکی دادخدا وایي چې د يکشنبې د شپې په اتو بجو د دوى په سيمه کې سخت توفان راغی او دوی د سېلابونو له وېرې غونډیو ته پناه وړې وه.

دادخدا وايي: د شپې شاوخوا اته بجې وې چې طوفان شو، زموږ کورنۍ هم غونډۍ او لوړو سیمو ته وختې.

هغه وايي: "کله چې توفان او تالنده برښنا وشوه، هغه کسان چې په کورونو او یا په خیمو کې وو بهر راووتل او غونډیو ته ولاړل او وېرېدل چې بیا باران او سېلاب رانه‌شي. د شپې شاوخوا اته بجې وې چې طوفان شو، زموږ کورنۍ هم غونډۍ او لوړو سیمو ته وختې."

د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ اوسېدونکى بريالى مامونزى وايي چې د یکشنبې په شپه له توپان وروسته د دوی په سیمه کې سخت بارانونه وشول او سېلابونه راووتل.

هغه وویل: "هغه سيمې چې طوفان او سېلابونه په کې راغلي وو، د کیلګي، سياه دره او د دوشي ولسوالۍ ځینې سيمې وې، د سېلابونو له امله خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي."

د بغلان سېلاب ځپلي. د دې ولایت اوسېدونکي اوس هم د سېلابونو د راوتلو له وېرې غونډیو ته خېژي.
د بغلان سېلاب ځپلي. د دې ولایت اوسېدونکي اوس هم د سېلابونو د راوتلو له وېرې غونډیو ته خېژي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې په افغانستان د اورښتونه شوي، ویجاړونکي سېلابونه راغلي او د غرونو ښویېدنې پېښې رامنځته شوي چې خلکو ته یې درانه ځاني او مالي زیانونه وراړولي دي.

د چاپېریال ساتنې یو شمېر پوهان وايي چې په افغانستان کې د اقلیم بدلون د طبیعي پېښو د زیاتوالي لامل ګرځېدلی دی.

د کابل پوهنتون د ځمکې پېژندنې پوهنځي پخواني استاد او د چاپېریال ساتنې پوه خلیل احمد نادم ازادي راډيو ته وویل: "هغه عوامل چې د سېلابونو، طوفانونو او دوړو لامل ګرځي، د ځمکې د تودېدو له امله دي، ځکه په افغانستان کې د دولت له‌خوا انرژي نه ده تامین شوې او خلک د پخلي لپاره له ونو او بوټو کار اخلي چې دا پر ځمکې اغېزه کوي او د دړو او خاورو لامل ګرځي چې د خلکو ژوند اغېزمنوي."

دی زیاتوي چې د طالبانو حکومت باید د طبیعي پېښو له امله د رامنځته شویو بېړنیو حالاتو لپاره چمتووالی ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان د معلوماتو له مخې افغانستان د هغو لسو هېوادونو په ډله کې دی چې د اقلیم له بدلون سره مخ دي، خو له دغو بدلونونو سره د مقابلې لپاره کمې اسانتیاوې لري.

د خوړو د نړیوال پروګرام یا "ډبلیو‌ایف‌پي" د شمېرو له مخې چې تېره اوونۍ خپرې شوي، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې وروستیو سېلابونو شاوخوا ۸۰زره کسان اغېزمن کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG