د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

هره ورځ ۱۹۱ افغان میندې او ماشومان د امیندوارۍ او زېږون اړوند د مخنیوي وړ ناروغیو له امله مري


ارشیف: د افغانستان په یوه روغتون کې نوې زېږېدلی ماشوم
ارشیف: د افغانستان په یوه روغتون کې نوې زېږېدلی ماشوم

د روغتیا نړیوال سازمان یا "ډبلیوایچ‌او" په افغانستان کې پر روغتیایي وضعیت د اندېښنې پر څرګندولو ویلي، هر ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان د امیندوارۍ او زېږون اړوند د مخنیوي وړ ناروغیو له امله مري.

دغه سازمان د یکشنبې په ورځ د جون په ۹مه نېټه د راپور په خپرولو ویلي، دا شمېر میندې او ماشومان د مخنیوي وړ ناروغیو او روغتیایي مرکزونو او خدماتو ته د نه لاسرسي له امله مري.

"ډبلیوایچ‌او" خبرداری ورکړی چې که د مرستو په برخه کې یې بودیجه لا کمه شي، د میندو او ماشومانو د مړینې دا شمېرې به لا لوړې شي.

دغه سازمان په خپل راپور کې ویلي، د ۲۰۲۴م او ۲۰۲۵م کلونو د ۴۲۳ میلیونه ډالرو بودیجې تر څنګ له بېړنیو جدي ګواښونو ته د رسېدنې لپاره له ۳۵۲ میلیونه ډالرو اضافي بودیجې ته اړتیا لري.

ارشیف: د بدخشان ارګو ولسوالۍ یوه څنډه. د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي اسانتیاوو او امکاناتو نشتوالي له کبله خلک په سختو لارو ځانونه روغتیايي مرکزونو ته رسوي.
ارشیف: د بدخشان ارګو ولسوالۍ یوه څنډه. د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي اسانتیاوو او امکاناتو نشتوالي له کبله خلک په سختو لارو ځانونه روغتیايي مرکزونو ته رسوي.

"ډبلیوایچ‌او" وایي، دا مهال په ټول افغانستان کې ۳۱۰ روغتیايي مرکزونه د بودیجې د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي.

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز به په افغانستان کې د ښځو وضعیت لا پسې خراب کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په لرې پرتو ولایتونو سیمو کې یو شمېر کورنۍ وایي، کافي او په اسانه توګه روغتیایي مرکزونو او ډاکترانو ته یې لاسرسی سخت دی.

د هلمند د موسی قلعه ولسوالۍ اوسېدونکي اسدالله ازادي راډیو ته وویل: "زموږ کوچني (ماشوم) او خپلې مېرمنې او د کورنۍ د نورو ښځو ښه مثال درکوم چې دا خوارکیانې له زښتو زیاتو ستونزو سره مخ دي، دلته نه درمل، نه سم کلینیک او ډاکتر او نه هم قابلې شته، زموږ د زنانو (ښځو) نه درملنه کېږي. که ازادي راډیو زموږ دا غږ روغتیایي مسوولینو ته ورسوي چې موږ دلته له ډېرو ستونزو سره مخ یوو."

بلخوا د ننګرهار د اچین ولسوالۍ یوې اوسېدونکې او د شپږو ماشومانو مور نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د پنځه میاشتو ماشوم امیندواره ده او تر اوسه په اسانه ډول روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه لري.

د ننګرهار د اچین اوسېدونکې وايي: دلته خو نه سم ډاکتر شته نه سم کلینیک او نه درمل شته. د هر څه اړتیا مو ده چې سخته راباندې راشي بیا په ډېره سختۍ ښار ته هغه هم شخصي کلینیکو ته ورشم.

هغه وایي: "دلته خو نه سم ډاکتر شته نه سم کلینیک او نه درمل شته. د هر څه اړتیا مو ده چې سخته راباندې راشي بیا په ډېره سختۍ ښار ته هغه هم شخصي کلینیکو ته ورشم. دا اوس هم ناروغه یم، ملا مې درد کوي، سر راباندې ګرځي، مجبوره یم چې سبا غني‌خېلو ته کومې ډاکترې ته د لیدو لپاره مزل وکړو. دلته زموږ کلي کې د یوې ښځې دوه لوڼې وزېږېدې چې تر څو روغتون ته رسېده، وینه یې ضایع کړې وه، مړه شوه."

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې ۴۲۸ ثابت او ګرځنده روغتیايي مرکزونه د بودیجې د سخت کمښت له امله تړل شوي او ۳۱۰ نور روغتیايي مرکزونه له مالي ستونزو سره مخ دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان په خبره تېر کال د روغتیایي مرکزونو تړل کېدو د تر پنځو کلونو کم عمره شپږ لکه ماشومانو او له ۲۴۰زره د زیاتو امیندوارو او شیدې ورکوونکو مېرمنو په ګډون له درې میلیونه زیات کسان روغتیایي خدمتونو ته له لاسرسي بې برخې کړې دي.

ازادي راډیو هڅه وکړه د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د روغتیا نړیوال سازمان د راپور دغو عامو افغانانو د اندېښنو په اړه د تدابیرو معلومات واخلي، خو ویاند یې شرافت زمان په دې اړه پوښتنې ځواب نه کړې.

په افغانستان کې په دې وروستیو کې د اقتصادي ناورین، بېکارۍ، په یو شمېر ولایتونو کې ویجاړونکو سېلابونو له امله د ساري ناروغیو، بې کوره کېدو له امله اکثریت ښځې او ماشومان روغتیايي خدماتو ته په اسانه لاسرسی نه لري، د خوړو له کمښت او خوارځواکۍ سره مخ شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG