د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۲

یو شمېر سېلاب ځپلي افغانان: تر اوسه زمونږ لومړنیو اړتیاوو ته رسېدنه نه‌ ده شوې


سېلاب د بغلان یوه سړک ته هم زیان اړولي چې د ښاروالۍ کارکوونکي یې د پاکولو پر مهال لیدل کېږي.
سېلاب د بغلان یوه سړک ته هم زیان اړولي چې د ښاروالۍ کارکوونکي یې د پاکولو پر مهال لیدل کېږي.

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر سېلاب ځپلي وايي، د نږدې یوې میاشتې په تېرېدو سره لا هم د دوی لومړنیو اړتیاوو ته رسېدنه نه ده شوې.

د دوی په وینا، روغتیایي خدمتونو، خوړو، د څښاک اوبو، جامو او سرپناوو ته نه لاسرسی د دوی بنسټیزې ستونزې دي.

بغلان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې وروستیو سېلابونو کې يې خلکو ډېر ځاني او مالي زیانونه وليدل.

د دې ولایت کې وروستيو سېلابونو يو له زيانمنو شادګل وايي چې ناروغ دى او د شخصي درملنې وس نه لري.

هغه ازادي راډيو ته وویل چې د نورو اړتیاوو ترڅنګ د سېلابونو له راوتلو وروسته کورنۍ حتى تشنابونو ته هم لاسرسی نه لري.

نوموړي زیاته کړه: "دروازه نه‌شته، دېوال نه‌شته، تور سرې ښځې د تشناب لپاره دښتې ته ځي، څلورو خواوو ته مو دېوال نه‌شته، که یوه کوټه هه شته له خټو ډکه ده."

په بغلان کې د یوه سېلاب ځپلي اوسېدونکي کور
په بغلان کې د یوه سېلاب ځپلي اوسېدونکي کور

د بغلان ولايت يو بل سېلاب ځپلى توره خان هم د ورته اړتياوو خبره کوي چې د ده په وينا، تر اوسه د مسوولانو له‌خوا ورته پاملرنه نه ده شوې.

هغه وايي: "مونږ ډاکتر، اوبو او پشه‌خانو ته اړتیا لرو، له مازديګر وروسته يو ډول مياشې راځي او تر سهاره ماشومان خوري، له يوې خوا ګرمي ده له بلې خوا مياشې، ماشومان ژاړي تر سهاره خوب نه لري. "

سېلابونو شاوخوا ۲۲ ورځې وړاندې د غور ولایت هم وځاپه.

یو شمېر هغه کسان چې له دې سېلابونو ژوندي راوتلي د خپلو ستونزو او سختيو کیسې کوي.

د غور ولایت اوسېدونکي محمد انور ازادي راډيو ته وویل: "کابو ٢٢ ورځې کېږي چې له يوې خېمې پرته له مونږ سره هېڅ مرسته نه ده شوې، د اغوستلو لپاره جامې نه لرو، کور لپاره هېڅ څه نه لرو."

په غور کې هم سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي دي.
په غور کې هم سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي دي.

د فاریاب ولایت اوسېدونکی احسان بل سېلاب ځپلی دی.

نوموړي ازادي راډیو ته وايي: "د خلکو کورونه او استوګنې خټينې وې، ويجاړۍ زياتې لرو، هغه څه چې په کور کې دننه و؛ لکه د کور سامان او خوراکي توکي، دا شیان له منځه تللي. د موسسو او یا د حکومت له لوري، هېڅ مرسته د فارياب ولايت د پشتون کوټ ولسوالۍ د دره نوای خشک له خلکو سره نه ده شوې. "

د ازادي راډیو خبریال د دغو ادعاوو په اړه او د سېلاب ځپلو وضعیت ته د پاملرنې د پروګرامونو په اړه د طالبانو د حکومت پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وياند جانان سايق، د عامې روغتيا وزارت وياند شرافت زمان او دغه شان د طالبانو د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد وپوښتل، خو دوی د راپور تر خپرېدو پورې پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

تر دې مخکې بیا د طالبانو حکومتي چارواکو، ملي او نړیوالو مرستندویه بنسټونو او رضاکارانو په ځلونو سېلاب ځپلو ته د مرستو د وېش ادعا کړې کړې.

د بغلان، غور، فاریاب، تخار او بدخشان په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ثور د میاشتې په پای کې او د جوزا میاشتې په پیل کې د بې‌مخينې سېلابونو د راوتلو له امله سلګونه کسان مړه شوي او زرګونه بې کوره شوي دي.

په دغو ولايتونو کې د وروستيو سېلابونو له امله د ښوونځيو، لارو او روغتيايي مرکزونو له منځه تلل او دغه شان د کرنيزو ځمکو او عامه زېربناو ويجاړېدل او د زرګونو څارويو مړه کېدل هغه نورې ناخوالې دي چې په دې ولايتونو کې رامنځته شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG