د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۷

ډبلیوایچ‌او: د افغانستان د سېلاب ځپلو ولایتونو وضعیت لا هم کړکېچن دی


په غور کې د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه
په غور کې د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه

د روغتیا نړیوال سازمان یا "ډبلیوایچ‌او" وايي، د افغانستان په شمال، شمال ختیځ او لوېدیځ کې، د سېلاب ځپلو ولایتونو وضعیت لا هم کړکېچن دی او د بشري او روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د اضافي سرچینو راجلبولو اړتیا شته.

دغه سازمان په خپل نوي راپور کې چې د شنبې په ورځ یې خپور کړی، زیاته کړې چې یوازې د مې د ۱۰مې او ۱۱مې نېټو د سېلابونو له امله په بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې ۶۰ زره کسان اغېزمن شوي، ۷۸۰۰ کورونه په بشپړ او جزوي توګه ویجاړ شوي او ۵زره کورنۍ بې سرپناه شوي دي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د افغانستان په شمال او لوېديځ کې د مې په ١٧مه او ١٨مه د شدیدو بارانونو او سېلابونو يوې بلې څپې د غور لس او د فارياب اته ولسوالۍ اغېزمنې کړي چې له امله يې تر سلو ډېر کسان مړه او سلګونه نور ټپيان شوي دي.

یاد سازمان ویلي، سېلاب ځپلي د څښاک پاکو اوبو، روغتيايي خدمتونو، ښځينه ډاکترانو، روغتيايي او رواني مشورو او د ساري ناروغيو په برخه کې روغتيا پاملرنې ته اړتيا لري.

"ډبلیوایچ‌او" وايي چې دوی او همکارانو یې د مې له ۱۰مې تر ۲۵مې پورې په شپږو سېلاب ځپلو ولایتونو کې ۳۸زره او ۴۰۰ کسانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي چې ۳۷ سلنه یې ښځې وې.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر سېلاب ځپلو ازادي راډیو ته وویل، له یو خوا دوی خپلې ټولې شتمنۍ له لاسه ورکړي او له بلې خوا د ناروغیو له ګواښ سره مخ دي چې اوس د دوی اړتیاوې زیاتې شوې دي.

د غور ولايت د شېخانو درې اوسېدونکى عبدالباقي وايي چې سېلابونو يې کورونه ويجاړ کړي، د اوبو څاګانې د کارونې وړ نه دي او ماشومان يې د څښاک د پاکو اوبو د نشتوالي له امله په نس ناستي اخته شوي دي.

د غور سېلا ځپلي له زیانمنېدو وروسته اوسمهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د غور سېلا ځپلي له زیانمنېدو وروسته اوسمهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه وویل: "پرون مې خپل دوه ماشومان ډاکتر ته وروستل، په ګېډه يې درد و او نس ناستی یې درلود. پاکې اوبه نه‌لرو. لارې او پلونه خراب شوي. په ډېرې سختۍ اوبه راوړو، له دې سره سره هم ماشومان ناروغېږي. مونږ غواړو موږ ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي. زمونږ له لاسه هېڅ هم پوره نه دي."

د بغلان له مرکز پلخمري څخه څو کیلومتره لرې د کرکر کلي اوسېدونکي مختاراحمد د خپلو اړتیاوو په اړه ازادي راډيو ته وویل: "درې اوونۍ مخکې سېلابونه راغلل او هر څه یې خرابه کړل او له ځانه سره یې یووړل، هېڅ څه نه دي پاتې. موږ د کور، روغتیايي او خوراکي توکو ته اړتیا لرو."

د فارياب ولایت د المار ولسوالۍ اوسېدونکى عبدالرووف ادعا کوي چې دې ولسوالۍ ته اساسي مرستې نه دي رسېدلي او خلک په خپل کلي کې د ژوند د دوام لپاره د پاکو اوبو او روغتيايي خدمتونو په ګډون لومړنيو مرستو ته اړتيا لري.

هغه وویل: "یوه لویه ستونزه دا ده چې زمونږ د ولسوالۍ سړک خراب شوی. د خلکو کښتونه او اوبه له منځه تللي، ماشومان اوبو وړي، د څښاک اوبو ستونزه شته. لارې او سړکونه خراب شوي تګ راتګ نه‌شو کولای."

د شنبې په ورځ د خوړو نړیوال پروګرام یا "ډبلیوایف‌پي" او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاندویانو هم ویلي وو چې په افغانستان کې سېلاب ځپلي له بد وضعیت سره مخ دي او دوامداره مرستو ته اړتیا لري.

د روغتیا نړیوال سازمان تر دې وړاندې هم په سېلاب ځپلو سیمو کې د اسانتیاوو د نشتوالي له امله د ساري ناروغیو د زیاتوالي خبر ورکړی و.

په افغانستان کې وروستیو سېلابونو په داسې حال کې مرستو ته اړتیا زیاته کړې چې د اوچا د څو میاشتې وړاندې راپور له مخې سږ کال ۲۴ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG