د قحطۍ لپاره د لومړنيو خبرداريو د سيستمونو شبکه یا "ایفايډبلیوایس نېټ" وايي چې وروستيو ويجاړوونکو سېلابونو په سېلاب ځپلو سيمو لکه غور، فارياب او بغلان کې کورنيو خوراکي توکو ته د کورنیو اړتيا زياته کړې ده.
"ایفايډبلیوایس نېټ" وايي، د مې میاشتې ویجاړونکو سېلابونو په غور، فاریاب او بغلان ولایتونو کې د کورنیو لپاره خوراکي توکو او عایداتو ته لاسرسی ستونزمن کړی دی.
د دې شبکې په راپور کې چې د جمعې په ورځ خپور شوی د اوچا د راپورونو په حواله په کې راغلي چې تر ټولو زیات زیانونه او تلفات په بغلان ولایت کې اوښتي او شاوخوا شپږ زره کسان له خپلو مېنو بېځایه شوي چې د ژوند برابرولو فعالیتونه یې له لاسه ورکړي دي.
د قحطۍ لپاره د لومړنيو خبرداريو د سيستمونو شبکه زياتوي چې په سویلي او ختيځو سيمو کې د غنمو راټولول پيل شوي چې د کورنيو له اقتصاد او خوراکي توکو ته د هغوى له لاسرسي سره مرسته کوي، خو په خبره یې لا هم په ټول افغانستان کې اقتصادي رکود شته.
د دې شبکې په راپور کې راغلي، تمه کېده چې په جنوبي او ختیځو سیمو کې به د کرنیزو حاصلاتو اندازه په منځنۍ (اوسط) ډول وي، خو بارانونو او سېلابونو د حاصلاتو اندازه له منځنۍ کچې هم ټیټه کړې ده.
د دې شبکې په خبره، د تېر کال له سپټمبر راهیسې له پاکستان او ایرانه د سلګونو زرو افغان کډوالو د راستنېدو له امله د کار فرصتونه او معاشونه په ځانګړي ډول د کندهار، ننګرهار او کونړ ولایتونو په ښاري سیمو کې محدود شوي دي.
د یو شمېر سېلاب ځپلو سیمو اوسېدونکو او بزګرانو ازادي راډیو ته یې وویل چې سېلابونو او شدیدو ورښتونو یې کرنیز حاصلات له منځه وړي او یا یې هم حاصلات ورکم کړي دي.
د غور ولایت د لعل سرجنګل ولسوالۍ اوسېدونکي واحد ازادي راډیو ته وویل له اقتصادي پلوه ژوند یې پر کرنیزو حاصلاتو ولاړ دی خو سېلابونو یې ټول حاصلات له منځه وړي دي.
هغه وویل: "زموږ په ځمکو کې به یو څه وروسته کرنه کېده، هغه وخت چې مو کرنه پیل کړه سېلابونه راغلل او ټول یې ویجاړ کړل، غنم دومره مقاومت نه لري او نور له حاصلاتو هم خلاص شوي. ځینې خلک چې څاروي لري یو څه ښه وضعیت کې دي، خو هغه کسان چې کرنیزو حاصلاتو باندې بسیا وه، وضعیت یې ښه نه دی ځکه سېلابونو یې ټول حاصلات له منځه وړي دي."
د بغلان ولایت د کرکر کلي اوسېدونکي او سېلاب ځپلي امېد ازادي راډیو ته وویل چې سېلابونو یې ټوله شتمنۍ وړې ده.
هغه وايي: "موږ ته ځاني زیان هم رسېدلی او مالي هم. درې خونې مو سېلابونو وړي دي. زموږ د کورنۍ پنځه غړي له منځه تللي. مرستو ته اړتیا لرو. سرپناه نه لرو تر یوې خیمې لاندې ژوند کوو. خوراکي او لومړنیو توکو ته مو اړتیا ده."
د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار یو بزګر چې نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي ازادی راډیو ته یې وویل چې شدیدو ورښتونو او سېلابونو یې کرنیزو حاصلات کم کړي او تراوسه یې هېڅ ډول مرستې هم نه دي ترلاسه کړي.
د هلمند یو بزګر وايي: په تېرو کلونو کې مو درې یا دوه نیم خرواره غنم ټولول، خو سږ کال ټول بزګران شکایت کوي چې یو یا یو نیم خروار غنم مو ټول کړي دي.
هغه وویل: "ځینې سیمې چې له رودونو سره نږدې وې، حاصلات یې ټول له منځه وړي او له سیندونو او رودو نه لرې سیمو کې بیا حاصلاتو سمه وده نه کړې، ځکه د غنمو دانې ډېرې وړې وې. په تېرو کلونو کې مو درې یا دوه نیم خرواره غنم ټولول، خو سږ کال ټول بزګران شکایت کوي چې یو یا یو نیم خروار غنم مو ټول کړي دي."
دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې د یو شمېر نړیوالو سازمانونو د راپورونه پر بنسټ پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بېکارۍ کچه لوړه شوې ده.
بلخوا وروستیو سېلابونو د افغانستان ۲۴ ولایتونه اغېزمن کړي او کرنیز حاصلات چې د افغانستان د اکثرو خلکو د عاید سرچینې بلل کېږي، له منځه وړي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د شمېرو له مخې روان میلادي کال په افغانستان کې شاوخوا ۲۴ میلیونه وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.
تر دې مخکې اروپايي ټولنې په یوه بیان کې ویلي وو، په افغانستان کې د اقلیم د بدلون پایلې به فقر او د خوراکي توکو نه خوندیتوب لا زیات کړي، ځکه د دغه هېواد د ۷۶ سلنه وګړو ژوند په کرنه ولاړ دی.