د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۸

طالبان: وروستیو سېلابونو په بغلان کې د اوبو نږدې ۳۰۰ سرچینې ویجاړې کړي


په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

د طالبانو حکومت وايي، په دې ولایت کې وروستیو سېلابونو د اوبو نږدې ۳۰۰ سرچینې ویجاړې کړي دي.

د طالبانو حکومت تر واک لاندې باختر اژانس د بغلان د کلیو او پراختیا ریاست د چارواکو له قوله لیکلي چې د اوبو ډېری سرچیني چې د دې ولایت په برکې او مرکزي بغلان ولسوالیو کې په لسګونه ژورې څاه ګانې، چینې او د اوبو رسولو شبکې له منځه تللي دي.

چارواکو ویلي چې د اوبو ویجاړې شوې سرچینې پېژندل شوي او د رغولو چارې به یې د مرستندویه ادارو په همکارۍ پیل شي.

په همدې حال کې د صابر په نوم د مرکزي بغلان یو اوسېدونکي ازادي راډيو ته وویل چې خلک د پاکو اوبو د نه موجودیت په برخه کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

هغه وايي: "سېلابونو زموږ څاه ګانې او د پاکو اوبو سرچیني له منځه وړي دي او اوسمهال په سیمه کې هیڅوک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري. مونږ اوس د پاکو اوبو د نه شتون له سختو ستونزو سره مخ یوو. حکومت او بهرني مرستندویه موسسې دې موږ ته د پاکو اوبو بندوبست وکړي، ژورې څاه ګانې دې جوړې کړي."

په بغلان کې سېلابونو د یوه ځايي اوسېدونکي کور نړولی او دی د پاتې شونو ننداره کوي.
په بغلان کې سېلابونو د یوه ځايي اوسېدونکي کور نړولی او دی د پاتې شونو ننداره کوي.

د دې ولایت د برکې ولسوالۍ یو اوسېدونکی استقلال ازادي راډيو ته وویل: "سېلابونو د څښلو د اوبو ژورې څاګانې له منځه وړي او خلک د څښاک د پاکو اوبو په برخه کې له سختو ستونزو سره مخ دي، پاکو اوبو ته تر هر څه ډېره اړتیا ده."

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو حکومت پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند جانان سایق نظر هم ولري، خو هغې د دې راپور تر خپرېدو اړیکې ځواب نه کړې.

خو سایق تر دې وړاندې د راونې اوونۍ د دوشنبې په ورځ رسنیو ته په استولي ویډیويي کې ویلي وو، دوی هڅه کوي څو د موسسو او خیریه بنسټونو په همکاري خلکو ته د پاکو اوبو زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د مې میاشتې ۲۶ مه د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف ویلي وو چې په سېلاب ځپلو سیمو کې خلک د څښاک، پخلي او حمام کولو لپاره کافي اوبو ته د لاسرسي به برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

يونېسف دا هم ویلي وو چې هره ورځ په ٢٢زره کسانو د ټانکرونو په وسيله سړي سر ۱۵ ليټره د څښاک پاکې اوبه وېشي.

د ملګرو ملتونو سازمان دې ادارې بیا یوه ورځ مخکې تر دې ویلي وو چې د مې مياشتې له ۱۰ څخه تر ۱۷ مې نېټې پورې د بغلان په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۴۴۹ تنه مړه شوي او ۱۷۱۸ نور ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژې وزارت تېره ورځ په یوه خبرپاڼه کې چې باختر اژانس خپره کړې د روانې جوزا له لسمې تر دولسمې د افغانستان د سندیزو حوزو په ځینو ځایونو د اوبو د کچې د لوړوالي او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ناڅاپي اورښتونو او سېلابونو راوتلو ډېر اټکل د پنج آمو او کابل سينديزو حوزو کې شوی چې په کې د بدخشان، تالقان، بغلان، پنجشېر، غوربند، کونړ او لغمان ولایتونه شاملېږي.

په خبرپاڼه کې له خلکو هم غوښتل شوي چې په دې ورځو کې د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ راتګ ډډه وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG