د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

د افغانستان وروستي سېلاب ځپلي: کورونه او سرپناه نه لرو، ستونزو کې یوو


د وروستیو سېلابونو یوه څنډه
د وروستیو سېلابونو یوه څنډه

د افغانستان په غور، بغلان او یو شمېر نورو ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمن شوي کسان وايي چې په سختو شرایطو کې ژوند کوي او د اوسېدو لپاره کور او سرپناه نه لري.

دوی وايي چې د کورونو سربیره یې کرنیزې ځمکې هم له منځه تللي او په خبره یې له یوه بشري ناورین سره مخ دي.

د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ اوسیدونکي، عبدالبشیر وویل:

" زما خپل کور یې په بشپړه توګه له منځه وړی، هیڅ هم نه دي پاتې یواځې نیم متر دېوال په ټولې حوېلۍ کې پاتې دی نور زما هرڅه یې له منځه وړي. غنم، پياز او ټولې کرنیزې ځمکې مو چې درلودې ټول یې له منځه وړي. په ډاګ یاستو، خېمه نه لرو، خوراکي توکي نه لرو. "

د مرکزي بغلان ولسوالۍ د شېخ جلال کلي اوسیدونکي، نورالله ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې له بشري ناورین سره مخ دی:

" په کور کې مو اوبو ننوتې، دوه کوټې ونړېدې اوس همدې شېخ جلال سیمه کې په خېمه کې یو. زموږ د څښلو اوبو خرابې دي، تر ټولو اړین د څښاک اوبه نه لرو او بیا موږ ته دې سرپناه راکړي."

د غور ولایت سېلاب ځپلي، ادریس ازادي راډيو ته وویل:

" ورځې تېرې شوې، تراوسه بې سرپناه یو، هیڅ مرسته مو نه ده ترلاسه کړې. کورونه مو ویجاړ شول. څه نه لرو چې وخورو. ډېر زیان مو ولید، څه مو چې درلودل او ټولې ځمکې مو ویجاړې شوې. په خېمه کې اوسیږو."

د فاریاب ولایت سېلاب ځپلی، عبدالعزیز وايي په یاد ولایت کې سېلابونو د خلکو د عایداتو سرچینې له منځه وړي:

" په کلیو او سیمو کې خلکو ته ډېر زیان رسېدلی، د خلکو کورونه ویجاړ شوي. د خلکو څاروي ډېر مړه شوي شاوخوا له زرو ډېر څاروي لکه: غواګانې، اوزې او پسه مړه شوي."

په تېرو اوونيو کې په بغلان، بدخشان، تخار، غور، فارياب او یو شمېر نورو ولايتونو کې د سختو سېلابونو له امله خلکو ته ډېر ځاني او مالي زيانونه اوښتي او ډېری خلک بې کوره شوي دي.

د وروستیو سېلابونو زیانمن شوي د بېړنیو او اساسي مرستو تمه لري
د وروستیو سېلابونو زیانمن شوي د بېړنیو او اساسي مرستو تمه لري

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) د معلوماتو له مخې، د بغلان، غور او فارياب په ګډون په بېلابېلو ولايتونو کې له لسو زرو څخه زيات کورونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي او شاوخوا ۸۰ زره کسان اغېزمن شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق "یونیسف"د تازه شمېرو له مخې چې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ خپرې شوي، د مې مياشتې له ۱۰ څخه تر ۱۷ مې نېټې پورې په بېلابېلو ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۴۴۹ تنه مړه شوي او ۱۷۱۸ نور ټپیان شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام "ډبليو اف پي" تېره اوونۍ په یوه راپور کې ویلي وو چې د سېلاب ځپلو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۱۴.۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

هڅه مو وکړه چې له سېلاب ځپلو سره د مرستو په اړه پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت ویاند هم وپوښتو، خو نوموړي د دې راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې اروپايي ټولنې د دوشنبې په ورځ سېلاب ځپلو ته د ۲۰۰ زره یورو مرستې اعلان کړی او ویلي یې دي چې دا مرسته به د افغانستان په شمالي، لوېدیځو او ختیځو ولایتونو کې ۲۸ زره زیانمن شوي کسانو باندې ووېشل شي.

د اروپايي ټولنې په خبره، دغه مرستې د روغتيايي خدمتونو، سرپناه، د ژوند د لومړنيو اړتياوو لکه: کمپلې، د کور او پخلنځي توکي او نغدو مرستو په برخو کې ورکړل شي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG