د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۱

ډبلیوایف‌پي: ۱۲.۴ میلیونه افغانان به د خوراکي توکو له شدیدې ناامنۍ سره مخ شي


ارشیف: په کابل کې یو شمېر اړمنې مېرمنې او ماشومان
ارشیف: په کابل کې یو شمېر اړمنې مېرمنې او ماشومان

د خوړو نړیوال پروګرام یا "ډبلیوایف‌پي" په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې به د روان کال له مې څخه تر اکټوبر میاشتې پورې ۱۲.۴ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له شدیدې ناامنۍ سره مخ شي چې له دې ډلې څخه ۲.۹ میلیونه وګړي له قحطۍ څخه یو ګام واټن لري.

د "ډبلیوایف‌پي" د راپور له مخې چې د جمعې په ورځ خپور شو، ۴ میلیونه خلک چې ٣.٢ میلیونه یې له ۵ کلونو څخه کم عمره ماشومان دي، له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.

دغه سازمان وايي، د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د مې میاشتې ویجاړوونکو سېلابونو د خلکو کورونه، کښتونه او څاروي له منځه وړي او دا سېلابونه تر ډېره په هغو سیمو کې راغلي چې خلکو د ژوند د دوام لپاره تقریباً هیڅ څه نه درلودل.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې دا مهال له سېلاب ځپلیو سره له خپلې کمکي بودیجې څخه کار اخلي او د خوراکي توکو د مرستې لپاره د بودیجې کمښت سره مخ دي.

په غور کې وروستیو سېلابونو خلکو ته د سر او مالي درانه زیانونه اړولي دي.
په غور کې وروستیو سېلابونو خلکو ته د سر او مالي درانه زیانونه اړولي دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې "ډبلیوایف‌پي" په راتلونکو شپږو میاشتو کې "د جون څخه تر نومبر پورې" د مرستې عملیاتو د دوام لپاره ۵۱۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې زیاته کړې چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې له سېلاب ځپلیو سره د مرستې لپاره ۱۴.۵ میلیونه ډالرو بېړنۍ بودیجې ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د مې په میاشت کې یې له ۲.۳ میلیونه خلکو سره مرسته کړې چې په کې د خوراکي توکو بېړنۍ مرستې، نغدي پیسې او د خوارځواکو لپاره د تغذیې توکي شامل دي.

د کندز د خان‌اباد ولسوالۍ اوسېدونکې، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې پخوا روغتیايي کارکوونکې وه او اوس وزګاره ده او یوازې په وچه ډوډۍ ورځ تېروي.

نوموړې وايي، له پنځو کلونو کم عمره دوه ماشومان لري چې دواړه په خوارځواکۍ اخته دي.

هغې زیاته کړه: "یو ماشوم مې درې کلن او بل يې د یو کال او دوو میاشتو دی. خوارځواکي دي، پلار يې نه‌شته، زه د کور ډوډۍ ګټونکې یم. دنده نه‌شته، درې کاله کېږي چې هيڅ کار نه‌لرم، درې ځلې کلينيک ته ولاړم، خو درملنه یې ونه‌شوه. اوس په وچه ډوډۍ مو ورځ تېروو."

د بغلان د کرکر کلي اوسېدونکى محمد مير وايي چې له وروستيو سېلابونو وروسته يې دولس کسيزه کورنۍ تر يوې خېمې لاندې شپې او ورځې تېروي او د ژوند د دوام لپاره هیڅ نه لري.

هغه وویل: "په کورنۍ کې دولس کسان یوو. یوازې دوه وخته ډوډۍ پیداکولای شم او بل یو وخت نه‌شم پیدا کولای. ما یو موټر درلود او په هغه مې کار کاوه، هغه سېلاب یووړ. اوس هيڅ پيسې نه‌لرم. مونږ غواړو ژوند مو بېرته خپل عادي حالت ته راوګرځي. هر هغه څه ته اړتیا لرو چې سېلاب وړي."

تر دې مخکې هم نړیوالو سازمانونو اندېښنه ښودلې وه چې وروستیو سېلابونو او له پاکستانه د افغان کډوالو راستنېدو په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا زیاته کړې ده.

"ډبلیوایف‌پي" وايي، سږ کال په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG