د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۴

د بخښنې نړیوال سازمان: طالب چارواکو یو ظالمانه قضايي سیستم جوړ کړی


په پروان کې طالبانو په عام محضر کې یو کس په درو وهلی دی.
په پروان کې طالبانو په عام محضر کې یو کس په درو وهلی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان یا "امنیسټي انټرنېشنل" وايي، طالب چارواکو د بشري حقونو نړیوالو قوانینو ته په نه کتو یو ظالمانه قضايي سیستم جوړ کړی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان په سرپل ولایت کې د طالبانو له‌خوا د ۱۵ ښځو په ګډون د ۶۳ کسانو په درو وهل ټکان ورکوونکي، غیرانساني او له نړیوالو قوانینو سرغړونکي اقدام بولي.

دې سازمان د پنجشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د طالبانو حکومت له‌خوا ربړونه او نور ناوړه چلندونو له نړيوالو قوانيتو په سرغړونې سره کوي.

دغه سازمان په سرپل ولایت کې په درو د عامو خلکو د وهلو په غبرګون کې ویلي چې دا کار باید په هیڅ صورت او شرط سره ترسره نه‌شي.

د بخښنې نړیوال سازمان په یوه بیان کې ویلي چې طالب چارواکو د بشري حقونو نړیوال قانون له پامه غورځولی او یو ظالمانه قضايي سیستم یې رامنځته کړی چې د دوی په ټکو د غیرانساني اعمالو په قانوني کولو کې مرسته کوي.

په بیان کې راغلي چې د عام محضر کې د درو وهلو او د جسمي مجازاتو ټول ډولونه باید سمدستي او پرته له قید و شرطه ودرول شي او د عادلانه محاکمو او قانوني لارو ته د لاسرسي سره د عدالت رسمي میکانیزم باید رامنځته شي.

طالبانو د سه‌شنبې په ورځ د سرپل ولایت په ورزشي لوبغالي کې د والي او نورو چارواکو په حضور کې، ۴۸ نارینه او ۱۵ ښځې د دوى په باور د غلا، فحشا او نورو جرمونو په تور په درو وهلي.

د سرپل ولایت اوسېدونکي وايي، د طالبانو دغه کار په دغه ولایت کې د خلکو تر منځ د دوی په ټکو وېره او وحشت خپور کړى.

د سرپل یو اوسېدونکی وايي: زموږ ډېر ملګري او دوستان مالي ستونزې نه لري، خو بيا هم خپل کورونه او سیمې پرېږدي او بهر ته ځي.

د دې ولایت یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل د امنیتي ستونزو له امله يې نوم واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "زموږ ډېر ملګري او دوستان مالي ستونزې نه لري، خو بيا هم خپل کورونه او سیمې پرېږدي او بهر ته ځي، ځینې داسې هم شته چې حتى نه غواړي هغوی له طالبانو سره مخامخ شي ځکه وېرېږي، دا خو لا څه کوې چې په دورو ووهلل شي، دومره وحشت دى."

د نیمروز ولایت یو اوسېدونکی چې د طالبانو له لوري په عام محضر کې د خلکو د درو وهلو عيني شاهد هم دی او نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "د خلکو د عزت او ابرو لپاره هم بايد په عام محضر کې دا کار تر سره نه‌شي."

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې او فعالې شهرزاد اکبر ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو هدف د ټولنې اصلاح نه ده، بلکې په خبره یې غواړي په خلکو کې وېره پیدا کړي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشره او فعاله شهرزاد اکبر
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشره او فعاله شهرزاد اکبر

مېرمن اکبر وویل: "طالبان په عام محضر کې په دور وهل يوازې د وېرې د رامنځته کولو موخه کوي، دا د ټولنې د اصلاح لامل نه کېږي او له بده مرغه دا د افغانستان لپاره لويه بدنامي ده، ځکه چې په ډېرو اسلامي هېوادونو کې د مجازاتو سیستم بدل شوی، مګر په افغانستان کې خلک اوس هه په عام محضر کې مجازات کېږي او په درو وهل کېږي."

خو طالبان چې له دې مخکې يې هم د دوی په وینا په شلو ولایتونو کې د مجازاتو حکمونه پلي کړي، د خپلې دې کړنې دفاع کوي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، طالبانو په افغانستان کې د خپلې بيا واکمنۍ له پیلېدو سره، د ښځو او نارینه‌وو په ګډون سلګونه کسان په عام محضر کې په درو وهلي.

دغه شان په افغانستان کې د طالبانو له بيا ځلي راتګ وروسته په عام محضر کې لومړى اعدام کابو دوه کاله وړاندې په فراه ولایت کې ترسره شو چې د خلکو ګڼې نیوکې يې راوپارولې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG