د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۷

د ښځو د منشور نوی جوړ شوی متن بحث ته وړاندې شوه


د افغانستان د ښځو د مدني ټولنو یو شمېرفعالانو او د ښځو د حقونو ځینو مبارزینو د ښځو د منشور نوی جوړ شوی متن بحث ته وړاندې شوه.

دغه متن په شپږو میاشتو کې په شپږو برخو او یو شمېر مادو کې برابر شوی.

ښځینه فعالانې وايي، چې له دې وروسته به ټولې افغانې ښځې د خپلو حقونو د غوښتنې لپاره له دې منشوره ګټه اخلي.

دغه منشور چې د ښځو کلتوري حقونه، سیاسي ګډون، اقتصاد او امنیت،ښوونه روزنه، روغتیايي خدمتونه او مصوونیت او متفرقه چارې ورکې شامل دې، په تېرو شپږو میاشتو کې د یو شمېر ښځینه فعالانو له خوا جوړ شوی.

د دغه منشور په متن باندې د کتنې لپاره د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوه غونډه جوړه شوې وه او له ۲۴ ولایتونو څخه راغلیو یو شمېر ښځینه فعالنو په کې برخه واخیسته.

ښځینه فعالې جمیلې مجاهد چې د منشورمتن یې لوست وویل، چې افغانو ښځو په دې تیرو ۱۲ کلونو کې ښې لاسته راوړنې لري او هیڅله به هم بېرته شاته ولاړې نه شي:

"د ښځو د مصوونیت د ساتنې لپاره دولت باید له اجباري او له وخته مخکې ودونو د ښځو او نجونو د پیر او پلور او د ستونزو په هوارولو کې له هغوي څخه ګټه پورته کول لکه په بدو کې ورکول سره باید سخت مخالف شي."

هغې زیاته کړه، د افغانو ښځو منشور د قانون حاکمیت د افغان ښځو د حقونو د ساتنې ضامن بولي.

په منشورکې همدا رنګه راغلي چې د مثبت تبعیض د ښځو په استخدام کې په اجرايه قوه کې حد اقل دیرش په سلو کې باید وي.

"په شخصي اموال او شتمنو باندې د ملکیت حق او له هغوی څخه ګټه پورته کول، د مهر میراث نفقې حق ته د شرعي حدودو او قوانینو له مخې د حق درلودلو لاس رسی د کارقانون عمرته له رسېدو وروسته د دندې حق د دندې د انتخاب خپلواکي، د مساوي کار لپاره د نارینه په شان مساوي امتیاز، د عاید د کسب لپاره د فردي پانګې په کار اچولو او د هغوي د لګښت څرنګوالی."

هغې له حکومته وغوښتل حکومت باید یوه مستقله کمېټه د منشور د تطبیق او د هغو د څارنې لپاره جوړه کړي.

د مدني ټولنو ښځینه فعالانو ویل، چې د دغه منشور متن به د ښه پخوالي لپاره ولایتونو ته هم ولیږل شي او وروستی به هغه وخت تصویب شي چې د ټولو افغان میرمنو حقونه تامین کړي.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG