د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۰

افغان مامورین د اداري اصلاحاتو څخه سر ټکوي


سره له دې چې د افغانستان په يو شمېر دولتي ادارو كې د اداري اصلاحاتو پروګرام پلى شوى دى خو بيا هم داسې شكايتونه موجود دي چې په دغو ادارو كې اداري فساد شته او لا هم كار كوونكي د وړتيا له مخې په دندو نه ګمارل كيږي.

ډيري افغانان په دې نظر دي چې د افغانستان په دولتي ادارو كې له كلونو، كلونو را په ديخوا د كاركوونكو په دندو ګمارل تر ډيره د وړتيا له مخې نه بلكه د پيژندنو له مخې شوي دي، چې د افغانستان كورنۍ جګړې او د نظامونو بدليدل، رابدليدل هم په دې برخه كې بې اغيز نه دي پاتې شوي.

دغه ټكي ته په پام سره افغان دولت اړينه وګڼله، چې په دولتي ادارو كې د اصلاحاتو د راوستلو لپاره د اداري اصلاحاتو په نوم يو نوې اداره رامنځته كړي.

د دغې ادارې ریيس احمد مشاهد وايي، چې كه څه هم دغه اداره ډيره نوې ده خو له څو مهمو پړاونو اوښتې ده:

"د ادارې اصلاحاتو كميسيون په داسې حال كې په كار پيل وكړ، چې په اداره كې يې د ريفورم هېڅ ډول تجربه نه درلوده، خو د نړيوالو متخصصينو په مرسته دغه پروګرام پيل شو او موږ لا تر اوسه له بيلابيلو پړاوونو څخه تير شوي يو، چې لومړى پړواو يې مستعجل يا پي،ار،ار، و. دوهم پړاو يې د تجربو نه په ګټنې اخيستنې د پار پاڼې جوړول وو او درېيم پړاو يې چې اوس د كار لاندې دى او دا هم د نړيوالو دوستانو په مرسته پر مخ ځي د معاشونو د رتب پړاو دى."

د افغانستان د اداري اصلاحاتو كميسيون وايي، چې لا تر اوسه له دېرشو زرو څخه زيات د دولت مامورين د اداري اصلاحاتو په پروګرام كې شامل شوي او له ۴۶ زره ښوونكو څخه هم ازموينه اخيستل شوې، چې پايلې به يې ډير ژر اعلان شي.

خو د چارو كارپوهان د دغې ادارې له خوا شوي كارونه اغيزمن نه بولي او وايي، چې دا هر څه د نندارې بڼه لري.

د افغانستان په ولسي جرګه كې د كابل ولايت استازى ډاكټر عبدالكبير رنجبر وايي، چې په دولتي ادارو كې ژورو اصلاحاتو ته اړتيا ده:

"اصلاً تر اوسه د اداري اصلاحاتو په هکله سیاسي اراده وجود نه لري او تصمیم نه دی نیول شوی.

په ډېرې خواشینیۍ باید ووایم، اعداوې کیږي، چې کواګې په ډېرو وزارتونو کې اداري اصلاحات عملي کیږي، د دې لپاره یوه اداره وجود لري او هغه اداره دغه چارې پر مخ بیایي.

دا ظاهري اصلاحات دي، که موږ باید په ټولو ادارو کې پوره اصلاحات راولو، وروسته له هغې بیا په دې توانیږو چې، د فساد په وړاندې مبارزه وکړو او یوه پاکه اداره ولرو."

دغه شان د افغانستان د مدني ټولنو يو استازى احمد جاويد شكيب وايي، چې د خلكو د باور خلاف په افغانستان كې د اداري اصلاحاتو پروګرام ښې لاسته راوړنې نه درلودې:

"د پي، ار، ار ادارې هغه ډول لاسته راوړنې نه درلودې، څنګه چې د خلکو او مدني ټولنو غوښتنه وه.

له بده مرغه دا پروسه هم د دې نظام جز شوه د جنګ سالاریزم، د فساد او د قانون ماتونې برخه وګرځېده. کله چې د دغسې یو نظام ترڅنګ کار کوي، طبیعي ده چې خامخا اثر به یې پرې کیږي."

د دولتي ادارو يو شمېر كاركوونكي هم د اداري اصلاحاتو د كمسيون له خوا د پلي شويو پروګرامونو په اړه بيلابيل نظرونه لري:

"۱- اداري اصلاحات ښه پروګرام دی، خو په شرط دې چې تطبیق کوونکي یې یانې هغو خلکو ته چې د دې پلان ورکړل شوی سم خلک وي.

خو افسوس، چې دغه پروګرام سم نه پلي کیږي، دلته رشوت اخیستل کیږي، پیسې خوړل کیږي او وړ کسان ورته نه انتخابیږي.

۲- د اداري اصلاحاتو پروسه ښه او کامیابه پروسه ده، ما ورته امنتحان ورکړی و او زه په کې کامیابه شوم.

۳- زما په نظر د اداري اصلاحاتو پروسه یوه نمایشي پروسه ده، ځکه که موږ او تاسو وګورو لاتراوسه مسلکی او وړ کسان په ټیټو پوستونو او پیټو تنخواوو کار کوي او هغه کسان چې واسطه لري، پېژوندګلوۍ لري او حتی د رشوت په مرسته کولای شي لوړ په لوړو پوستونو کې کار وکړي. نو زما په اند دا پروسه ناکامه ده."

خو د افغانستان د اداري اصلاحاتو د كميسيون چارواكي تر ډيره دا خبرې نه مني او وايي، چې د دولت كاركوونكي د ټاكل شويو اصولو له مخې د اداري اصلاحاتو په پروګرام كې شامليږي.

د افغانستان د اداري اصلاحاتو د كميسيون لويه سلاكاره راحله هاشم صديقي:

"د واسطې د محدودولو لپاره لاره شته، موږ بست اعلانوو او هر بست ځان ته شرايط لري، چې د همغو ځانګړنو له مخې يو څوك كولاى شي چې غوښتنليك وركړي، څوك چې شرايط پوره نه كړي د هغه نوم په لست كې نه راځي، حتى پارچې هم يو له بلې سره كتل كيږي.

د رشوت په اړه بايد ووايم، چې اصلاحات يواځې د لومړۍ او دوهمې رتبې په حدودو كې دي، چې په شرايطو برابرو كسانو د ازموينې پر مهال د كميسيون صلاحيت لرونكى غړى هم موجود وي."

د افغانستان د اداري اصلاحاتو د كميسيون په وينا دغه كميسيون كولاى شي، چې د خپلو پروګرامونو له لارې په دولتي ادارو كې د فساد مخه هم ونيسي.

د افغانستان د اداري اصلاحاتو د كميسيون ریيس احمد مشاهد وايي:

"موږ له څو اړخونو كولاى شو، چې د اداري فساد د لمنځه وړلو په برخه كې اغيزمن اووسو، لومړى دا چې د مسووليت سپارل هغه چاته چې وړتيا يې ولري، دوهم د ظرفيتونو لوړول او درېيم او مهم اړخ كاركونكي ته باور وركول."

د افغانستان د اداري اصلاحاتو كميسيون په داسې حال كې په دولتي ادارو كې د خپلو پرګرامونو له لارې د فساد د وركولو خبره كوي، چې افغان دولت له دې امله د نړيوالو د سختو انتقادونو لاندې دی.

خو دا چې د دغې ادارې پروګرامونه به څومره اغيزمن او ګټور وي دا هغه خبره ده چې د خلكو د يو شمير پر ځاى به يوه عمومي ټولپوښتنه به ورته ځواب ووايي.
XS
SM
MD
LG