د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۴

افغان حکومت د قانون د جزا نوی جامع کوډ لوی ابتکار ګڼي


افغان حکومت د قانون د جزا نوی جامع کوډ چې پخواني ټول جزايي قوانین لغوه کوي، د قانون د ښه حاکمیت په خاطر لوی ابتکار ګڼي.

په افغانستان کې د قانون د ښه حاکمیت په هدف د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له قانونه پرته، د دغه هېواد شااوخوا ۳۳ ټول جزايي قوانین له ځينو تعدیلاتو سره په یوه کوډ کې ځای پر ځای شول.

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي، د افغانستان قوانین تر ډېره خواره واره وو او ګڼو جزايي قوانینو ناهمغږي رامنځته کړې وه، نو ځکه د جزا د کوډ په نامه د یوې قانوني مجموعې د رامنځته کېدو مهمه اړتیا وه.

ښاغلي دانش چې د شنبې په ورځ یې د قوانینو د دغې مجموعې پرانېسته کوله او ویې ویل چې جزايي قوانین نه یوازې دا چې همغږي نه وو، بلکې دې ته هم اړتیا وه چې بیا کتنه یې وشي، اصلاحات پکې راشي او په اسانه توګه د فهم وړ وي.

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش
د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش

ښاغلي دانش زیاته کړه:

"د جزا قانون سره له دې چې نوم یې د جزا قانون و، په کار وه چې ټول د جزا قوانین په همدې کې وای، خو داسې نه وه، اوس یې که سره پرتله کړو، د جزا نوی کوډ له پخوانیو قوانینو ۵۰ فیصده ه ډېر څه لري."

د افغانستان له جزايي او مدني قوانینو شااوخوا ۴۰ کاله تېر شوي او افغان حکومت اوه کاله وړاندې په جزایي قوانینو د بیا کتنې او تعدیل ژمنه کړې وه.

د جزا کوډ چې حکومت یې د جزا جامع قانون بولي، په ۹۱۶ مادو اوو فصلونو او دوو ټوکونوکې چاپ شوی دی.

دا قانون چې تعزیري جرمونه او جزاګانې تنظیموي، د حدودو، قصاص او دیت د جرمونو مرتکب پکې، د اسلام د شریعت د حنفي فقهې له حکمونو سره سم مجازات کېږي.

د جزا په کوډ کې د جرمونو ډولونه او اندازه، د جرم معنوي عناصر، د جرم د تر سره کوونکي شریک او مرستیال ته جزاګانې او د جرم د تکرار د صورت حال، جنګي جرمونه، د دولت، امنیت او اقتصاد پر وړاندې جرمونه او داسې ډېر نور جرمونه او جرمي مسایل واضح شوي او جزاوې ورته ټاکل شوې دي.

افغان حکومت هیله مند دی چې د جزا د کوډ په تطبیق سره چې د قوانینو تر منځ ښه همغږي لري، په تعزیري جرمونو او جزاګانو پورې اړوند اصول، قوانین او حکمونه ښه تنظیم او ورسره به د قوانینو رعایت ته پاملرنه ډېره شي.

د افغانستان د عدليی وزیر عبدالبصیر انور وايي، د جزا کوډ د قوانینو داسې مجموعه ده چې د هېواد نامتو علماوو او استادانو پرې څلورنیم کاله کار کړی دی.

د افغانستان د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور
د افغانستان د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور

ښاغلي انور وویل:

"د دغې تاریخي او باارزښته اثر په غنامندۍ کې د هېواد تر ټولو جیدو علماوو، د هېواد د علماوو سراسري شورا، خطیبانو، د پوهنتونونو د شریعاتو او حقوقو پوهنځیو له استادانو، دانمشندانو او د علماوو د تنصیف له مجموعې استفاده شوې ده."

د جزا کوډ د ۱۳۹۵لمریز کال د حوت په میاشت کې د افغانستان کابینې تصویب او ولسمشر محمد اشرف غني توشېح کړی دی.

د جزا کوډ په رسمي جریده کې راغلي چې دا کوډ په رسمي جریده کې له خپرېدو ۹ میاشتې وروسته نافذېږي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG