د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۰

آی‌اوسي: د افغانستان په استازیتوب درې نارینه او درې ښځې په المپیکي سیالیو کې ګډون کوي


ارشیف
ارشیف

د المپیک نړیوالې کمیټې یا "آی‌اوسي" اعلان کړی چې د پاریس په سږنيو المپیکي لوبو کې به د افغانستان شپږ کسیزه ډله چې ښځې او نارینه په‌کې شامل دي، ګډون وکړي.

"آی‌اوسي" کړی چې د افغانستان په استازیتوب به درې ښځې او درې نارینه په پاریس کې د ۲۰۲۴م کال المپیکي سیالیو کې ګډون وکړي.

د دې شپږ کسیز ټیم ټول غړي له هغو ورزشکارانو غوره شوي چې له افغانستانه بهر ژوند کوي.

د دغې کمېټې د معلوماتو له مخې، په دې المپیکي سیالیو کې به نارینه ورزشکاران د منډې، لامبو او جودو او افغان ښځینه ورزشکارانې به د منډې او بایسکل چلونې په برخه کې ګډون وکړي.

دغه کمېټه چې په ۲۰۲۱م کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو او د دوی د حکومت له‌خوا د نجونو پر ورزش له بندیز وروسته یې دغه پرېکړه وکړه، ټینګار کوي چې افغانستان به د پاریس المپیک سیالیو ته له داسې ترکیب سره ورشي چې جنسیتي برابری په کې څرګند او متوازن وي.

د المپیک د نړیوالې کمېټې ویاند مارک ادامز د پنجشنبې په ورځ جون ۱۳مه په یوه خبري غونډه کې په دې اړه ویل: "دا د هغو دوامدارو هڅو پایله ده چې د المپیک نړیوالې کمېټې په تېرو څو کلونو کې د افغانستان د ملي المپیک کمېټې سره چې د آی‌اوسي له‌خوا په رسمیت پېژندل شوې ترسره کړي څو ډاډ ترلاسه شي چې ښځینه ورزشکارانې په لوبو کې ګډون وکړي."

د المپیک نړیوالې کمېټې دغه شان زیاته کړې چې د پاریس په المپیکي سیالیو کې به د طالبانو حکومت هیڅ چارواکی او استازی د ګډون اجازه ترلاسه نه کړي.

ارشیف: له دې مخکې په چین کې المپيکي سیالیو کې د افغانستان د ملي بیرغ لاندې یو شمېر افغان لوبغاړو ګډون کړی و.
ارشیف: له دې مخکې په چین کې المپيکي سیالیو کې د افغانستان د ملي بیرغ لاندې یو شمېر افغان لوبغاړو ګډون کړی و.

تېره میاشت د طالبانو حکومت د افغانستان د المپیک ملي کمېټه د بدني روزنې له ریاست سره مدغم کړه چې لامل ظاهراً تشکیلاتي پړسوب او د لوړو لګښتونو مخنیوی او دغه شان په کار کې اغېزمنتیا ښودل شوې وه.

په جلاوطنۍ کې د المپیک د ملي کمېټې د سکرتر جنرال یونس پوپلزي د معلوماتو له مخې، چې له ازادي راډیو سره یې په لیکلي پیغام کې شریک کړي، کیمیا یوسفي د منډې، فریبا هاشمي او یولدز هاشمي د بایسکل چلولو، فهیم انوري په لامبو، شاه محمود نورزی په منډې او محمد صمیم به د جودو په برخه کې د ۲۰۲۴م کال په المپیکي سیالیو کې د افغانستان استازیتوب وکړي.

"آی‌اوسي" یونس پوپلزی او د دغې کمېټې یو شمېر نور چارواکي په رسمیت پېژني.

د لامبو برخې ورزشکار، فهیم انوري چې ټاکل شوې د ۲۰۲۴م کال د پاریس المپیک سیالیو کې ګډون وکړي، ازادي راډيو ته یې وویل چې په لږو امکاناتو سره یې دغو سیالیو ته چمتووالی نیولی دی.

هغه وايي چې د افغانستان له سقوط وروسته جرمني ته کډوال شو او اوس په المپیکي سیالیو کې د افغانستان استازیتوب کوي.

انوري زیاته کړه: "ډېری هېوادونه خپل ټیمونه انتخابوي او پرې پانګونه کوي څو په سیالیو کې ښې پایلو ته ورسېږي، خو زموږ لپاره د کډوالۍ ستونزې او بدلونونو شته چې زموږ په تمرین کې یې وقفه رامنځته کړې، خو په هر حال موږ خپل پروګرام او موخې تعقیب کړې."

د منډې وهلو برخې ورزشکار شاه محمود نورز وايي چې له درېیو کلونو راهیسې په ایران کې تمرین کوي.

نوروز وایي: د پاریس لوبو ته مې ښه چمتووالی نیولی.

هغه ازادي راډیو ته وویل: "د پاریس لوبو ته مې ښه چمتووالی نیولی، له دې مخکې مې په سیالیو کې ګډون کړی و او د افغانستان ریکارد مې ښه کړ، چې د افغانستان لس ثانیې او د ثانیې ۴٣ برخه ریکارډ زما په نوم ثبت شوی دی."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د بشري حقونو د څار سازمان، د المپیک له نړیوالې کمېټې غوښتي وو چې د طالبانو حکومت له‌خوا د نجونو پر ورزش د بندیزونو له امله دې د افغانستان د المپیک ملي کمېټه تحریم کړي.

د المپیک نړیوالې کمېټې تر دې مخکې ویلي وو چې د افغانستان د المپیک له ملي کمېټې سره په خبرو بوخت دي څو د نجونو پر ورزش او حقونو بندیزونه لرې کري.

د ٢٠٢۴م کال د المپیکي سیالۍ به د جولای له ٢٦مې څخه د اګست تر ١١مې پورې او ورپسې د پارالمپیک لوبې د اګست له ٢٨مې څخه د سپټمبر تر ٨مې پورې د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې ترسره شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG