د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۱

راتلونکی کال به د المپیک لوبې په توکیو کې ترسره شي


المپیک
المپیک

د کرونا وبا سره به د المپیک لوبې راتلونکی کال په توکیو ښار کې ترسره شي.

دا خبره د المپیک د نړیوالې کمېټې مرستیال مشر او د دغو لوبو د همغږۍ د کمېسیون مشر جان کوټس وکړه.

ښاغلی کوټس وايي، دغه لوبې به پر ټاکل شوې نېټه د ۲۰۲۱م کال د جولای پر ۲۳مه پیلېږي. هغه راروانې لوبې پر 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د برلاسي‌توب مسابقې وبللې.

په پام کې وه د ۲۰۲۰م کال مسابقې د جولای له ۲۳مې پیل د اګسټ تر اتمې نېټې دوام وکړي، خو د کرونا خپرې شوې وبا دا پلان ګډوډ کړ او مسابقې یو کال وځنډول شوې.

جاپاني چارواکو له مخکې واضح کړې چې دوی به دغه سیالۍ تر ۲۰۲۱م کال هاخوا بیا ونه‌ځنډوي.

په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۲۷ میلیونو اوښتی او د دې ویروس پر ضد د واکسین جوړولو هڅې هم ګړندۍ شوې دي.

XS
SM
MD
LG