د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۴

د المپیک د نړیوالې کمېټې مشر د جاپان پلازمینې توکیو ته ورسېد


د المپيک د نړیوالې کمېټې مشر توماس باخ
د المپيک د نړیوالې کمېټې مشر توماس باخ

د المپيک د نړیوالې کمېټې مشر توماس باخ نن پنجشنبه(د چنګاښ په ۱۷مه نېټه) د جاپان پلازمېنې توکیو ته ورسېد، چېرته چې د المپيک لوبې ترسره کېږي.

ده د توکیو په نړیوال هوايي ډګر کې له رسنیو سره خبرې ونه کړې او راساً هوټل ته ولاړ، څو ځان څو ورځې قرنطین کړي.

توماس باخ داسې وخت د ۲۰۲۰ کال دوبنیو لوبو د ترسراوي لپاره توکیو ته ورسېد چې هلته د کرونا وبا په خاطر حکومت لا د زیاتو محدودیتونو په لګولو غور کوي.

د ۲۰۲۰ میلادي کال دوبنۍ لوبې په یو کال ځنډ د جولای له ۲۳ د اګست تر ۸ ترسره کېږي.

په جاپان کې ګڼو روغتیا پالان او حکومت هڅه کړې چې د المپیک سیالۍ په محدوده بڼه ترسره شي داسې چې ننداره چیان ښايي هېڅ حضور ونه لري.

تمه ده نن د جاپان صدراعظم یوشیدا سوګا د بیړني دولتي حالت اعلان هم وکړي.

XS
SM
MD
LG