د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۵

د کویډ۱۹ له خپرېدو سره سره راتلونکی کال المپیک سیالۍ توکیو کې کېږي


په پام کې وه د ۲۰۲۰میلادي کال سیالۍ د جولای له ۲۳مې پیل د اګسټ تر اتمې نېټې دوام وکړي، خو د کرونا ویروس وبا دا پلان ګډوډ کړ او سیالۍ یو کال وځنډول شوې.
په پام کې وه د ۲۰۲۰میلادي کال سیالۍ د جولای له ۲۳مې پیل د اګسټ تر اتمې نېټې دوام وکړي، خو د کرونا ویروس وبا دا پلان ګډوډ کړ او سیالۍ یو کال وځنډول شوې.

د المپیک نړیواله کمېته وايي، د کرونا ویروس له وبا سره سره به د المپیک سیالۍ راتلونکی میلادي کال په توکیو کې کېږي.

د المپیک نړیوالې کمېټې مرستیال مشر جان کوټس نن دوشنبه د فرانسې له خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، که کویډ۱۹ ناروغي وه که نه، دغه سیالۍ به کېږي.

د المپیک نړیوالې کمېټې مرستیال مشر جان کوټس ډاډمن دی، چې د المپیک د دوبي سیالۍ به راروان میلادي کال د جاپان په توکیو ښار کې کېږي.

ښاغلی کوټس چې د توکیو د سیالیو لپاره د همغږۍ د کمېسیون مشري هم کوي نن په مرکه کې وویل، دغه سیالۍ به پر خپله ټاکلې نېټه، د ۲۰۲۱میلادي کال د جولای پر ۲۳ مه پیلېږي.

هغه راروانې لوبې پر کویډ۱۹ ناروغۍ د غلبې سیالۍ وبللې.

په پام کې وه د ۲۰۲۰میلادي کال سیالۍ د جولای له ۲۳مې پیل د اګسټ تر اتمې نېټې دوام وکړي، خو د کرونا ویروس وبا دا پلان ګډوډ کړ او سیالۍ یو کال وځنډول شوې.

جاپاني چارواکو له مخکې ویلي، چې دوی به دغه سیالۍ تر ۲۰۲۱میلادي کال هاخوا بیا ونه ځنډوي.

په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون په وینا تر ۲۷ میلیونو او یو لکو اوښتی، خو له دې جملې تر ۱۹ میلیونو زیات کسان روغ شوي.

د نړۍ په سطحه په کرونا ویروس یا کویډ۱۹ ناروغۍ د مړو شمېر تر اتو لکو او ۸۲۰۰۰ زیات دی.

په هندوستان کې چې د کویډ۱۹ ناروغانو شمېر په چټکۍ په زیاتېدو دی، په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴ میلیونه او ۲ لکو ته رسېږي، چې تر امریکا یوازې ۲ میلیونه کم دي.

هندوستان د مثبتو پېښو د شمېر له پلوه تر برازیل مخکې شوی او تر امریکا وروسته په دویم کتار کې راځي.

په دغه هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا ویروس تر ۹۰زرو زیات کسان اخته شوي دي.

له دې سره د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د دغه ویروس پرضد د واکسین جوړولو هڅې هم روانې دي.

اسټرالیا نن اعلان وکړ، چې په جنورۍ کې به د کویډ‎۱۹ ضد د بالقوه واکسینونو لومړۍ بستې ترلاسه کړي.

سکاټ موریسن
سکاټ موریسن

صدراعظم سکاټ موریسن وویل، حکومت یې د دوو واکسینونو جوړولو تړون لاسلیک کړی، چې یو واکسین د اسټرا زینیکا او اکسفورډ پوهنتون له خوا او بل یې د کوینسلنډ پوهنتون په همکارۍ د "سي ایس ایل" په لابراتوارونو کې جوړ شوی دی.

اسټرا زینیکا واکسین دا مهال په بریتانیا، برازیل او سویلي افریقا کې په پراخه پیمانه د کلینیکي ازمېښت په حال کې دی. او د "سي ایس ایل" واکسین د ازمیښت دویمه مرحله به د ۲۰۲۰میلادي کال په وروستیو کې پیل شي، په دې معنی چې د بریالي ثابتېدو په صورت کې به د ۲۰۲۱میلادي کال په نیمايي کې بازار ته راووځي.

XS
SM
MD
LG