د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۶

د کرونا ویروس له خپرېدو سره سره د نړیوالو سپورټي لوبو د پیل هڅې ګړندۍ شوي


د یوفا اتلولۍ لیګ
د یوفا اتلولۍ لیګ

د کرونا ویروس له خپرېدو سره سره هڅې ګړندۍ شوي چې نړیوالې سپورټي لوبې بېرته پیل شي.

تېرو څو میاشتو کې له محدود شمېر ستډیمونو پرته نور ټول ستډیمونه او لوبغالي خالي وو، اوس به فوټبال، ټېنس، کرکټ او یو شمېر نورې لوبې بېرته پيل شي، خو له ګڼ شمېر محدودیتونو سره.

روسیه د هغو هېوادونو له ډلې ده چې د فوټبال لوبې نندارچیانو ته اجازه ورکوي، هغه هم تر هغې کچې چې د ستډیوم ظرفیت وي.

ډنمارک د تېرې مې میاشتې په وروستیو کې د فوټبال لیګ پیل کړ، خو مینه‌والو ته‌یې د یوه لوی سکرین له لارې د مجازي نندارې زمینه برابره کړې وه.

د صربیا د ټېنس ستوري نوواک جوکویچ په بالکان کې د ټېنس یوه سیالۍ پلان کړې، خو لا معلومه نه‌ده چې نندارچیان به د ورتګ اجازه ولري او که نه.

د انګلستان پریمیر لیګ به د جون په ۱۷مه پیل شي، خو مینه‌وال یې له نږدې د نندارې اجازه نه‌لري.

د دغه لیګ ټولې ۹۲ سیالۍ به په ژوندۍ بڼه له رسنیو خپرېږي.

د انګلستان پریمیر لیګ
د انګلستان پریمیر لیګ

د جرمني بوندسلیګا لیګ په اروپا کې د فوټبال لومړنۍ لویې سیالۍ وې چې د تېرې مې میاشتې په ۱۶مه پیل شوې، دا لیګ د مارچ له ۱۳مې نېټې را په دې خوا ځنډېدلی و.

دغه سیالۍ په تشو میدانونو کې ترسره کېږي، لوبغاړي یې ګوښه کې ساتل کېږي او د کرونا ویروس معاینې یې کېږي.

تر اوسه د جرمني د فوټبال لیګ پنځه سیالۍ پاتې دي او بایرن مونیخ تر ټولو مخکې ځای لري.

د اسپانیا له شور او زوږه ډک د لالیګا لیګ به د جون په ۱۱مه پیل شي، داسې چې هره ورځ به یوازې یوه سیالۍ ترسره کېږي.

د لالیګا یوه لوبډله نه‌شي کولای چې تر ۷۲ ساعتونو یا درې ورځو پورې دوهمه سیالۍ ترسره کړي.

په ایټالیا کې به هم د فوتبال سیالۍ چې د تېرې مارچ میاشتې په نهمه ځنډېدلې وې، د جون په ۲۰مه پیل شي.

د فرانسې د فوټبال فدراسیون ویلي، تمه ده چې دوی خپلې سیالۍ د جون په ۱۷مه پیل کړي او د جولای په ۲۵مې نېټه‌یې پای ته ورسوي.

فرانسه کې فوټبال سیالۍ
فرانسه کې فوټبال سیالۍ

هالند بیا لومړنی اروپایي هېواد دی چې ویلي یې دي، سږ کال به هېڅ سپورټي لوبې نه‌ترسره کېږي.

د سږ کال د مارچ له پيله د نورو لوبو ترڅنګ د کرکټ سیالۍ هم ولاړې وې، خو اوس‌یې د بیا پیل نښې نښانې ښکاري.

له دې ډلې د پاکستان د کرکټ یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، سږ کال اوړی له انګلستان سره درې ټسټ او درې ۲۰ اوریزې لوبې پلانوي.

د المپیک نړیوالې کمېټې او د جاپان حکومت په یوه بې‌ساري ګام کې د توکیو المپیکي سیالۍ یو کال وځنډولې.

دا سیالۍ د ۲۰۲۱ کال جولای او اګسټ میاشتو ته پلان شوي، خو د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله لا هم چارواکي ډاډه نه‌دي چې په خپل وخت به ترسره شي او که نه.

امریکایی هاکي لوبغاړی
امریکایی هاکي لوبغاړی

د شمالي امریکا د هاکي نړیوال لیګ تېره میاشت اعلان وکړ چې خپلې سیالۍ به له سره پیلوي، دا په دې قاره کې لومړنی لیګ دی چې داسې اعلان کوي.

د امریکا د باسکټبال ملي لیګ هم ویلي چې په فلوریدا کې به راتلونکې سپټمبر میاشت خپلې سیالۍ ترسره کړي، خو هېڅ داسې چوکاټ نه‌شته چې ټولې ۳۰ سره لوبډلې دې د باسکټبال په سږنۍ سیالۍ کې برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG