د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۵

محمد نبي د انګلستان سږني کنټ لیګ کې نه‌لوبېږي


محمد نبي
محمد نبي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې الرونډر غړی محمد نبي سږ کال د انګلستان په کنټ لیګ کې نه‌لوبېږي.

نوموړي د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله له دغه لیګ سره د سږنیو لوبو تړون لغوه کړی دی.

محمد نبي تېر کال په دغه لیګ کې نهه لوبې کړي چې په ۱۴۷ منډو او اته وېکټو ښه ځلېدلی دی.

د کنټ لیګ مشر پاول ډاونټون ویلي، لیګ ته د نبي د ورتګ په اړه لېوالتیا زیاته وه، خو ده تأیید کړې چې د کرونا له کبله د لوبو مهال‌وېش ګډوډ شوی او نبي سږ کال دې لیګ کې نه‌شي لوبېدلی.

XS
SM
MD
LG