د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۶

ایران له اسرائیلي لوبغاړو سره د سیالیو بندیز لیرې کړ


ارشیف
ارشیف

د ایران پارلمان له اسرائیلي لوبغاړو سره د سیالیو بندیز لیرې کړ.

په دې سره د اوس لپاره د نړیوالو له‌خوا د ایران د ټولو ورزشي چارو د ځنډولو د هواري یوه لاره پیدا شوه.

د ایران پارلمان د اسرائیل پر ضد په تصویب شوې طرحه کې هغه ماده لیرې کړه چې له اسرائیلي لوبغاړو سره‌یې د ایراني لوبغاړو په سیالیو بندیز لګاوه.

یکشنبه د دغه پارلمان د ملي امنیت د کمېسیون رئیس مجتبی ذوالنور وویل چې د سیالیو د بندیز د لیرې کولو مسئله د ورزش وزارت مطرح کړې وه، دوی ومنله او د اسراییلو پر ضد طرحه تصویب شوه.

د دې طرحې د لومړۍ مسودې په ۱۱مه ماده کې پخوا راغلي و چې ایراني لوبغاړي به له اسرائیلي لوبغاړو سره سیالي نه‌کوي.

د ایران له‌خوا دې طرحې په پراخه کچه غبرګونونه پارولي و او دا وېره تله چې ښايي ایران په دې اقدام سره په لوی لاس د خپلو لوبغاړو لپاره کندې وباسي.

مجتبی ذوالنور
مجتبی ذوالنور

په خپله د ایران د پارلمان ځینو غړو لکه قاسم میرزايي نیکو ویلي و ځیني استازي چې د دې طرحې تصویب غواړي ښایي د ټول هېواد ورزش وځنډوي.

د ایرنا خبري اژانس مرستیال پدرام الوندي هم په خپل یوه ټویټ کې لیکلي و چې ښايي دا موضوع د ایران د ټولو ورزشي چارو د تعلیق او د توکیو د المپيک لوبو چانس له لاسه یوسي.

ځیني نورو استازو بیا د دې پروا نه‌درلوده چې د ایران ټول ورزش به ښايي د دې طرحې په تصویب سره وځنډول شي.

د ایران د ورزش فدراسیون غړي ابراهیم عزیزي ویلي له دې چې په دغه هېواد کې اعتقادي مسایل تر ورزشي هغو لومړیتوب لري د ایران د ورزش ځنډېدل کوم باک نه‌لري.

ایران که څه هم په پهلوانۍ، جودو، تکواندو او ځینو نورو ورزشي رشتو کې تکړه لوبغاړي لري، خو له اسرائیل سره تر مخامخ کېدو راګرځول شوي.

د ایران ځیني ورزشي فدراسیونونه له دې چې لوبغاړو یې له اسرائیلي لوبغاړو سره لوبې نه‌دي کړي یا ځنډول شوي یا د ځند له ګواښ سره مخ دي.

له دې ډلې جودو د یادولو ده چې د تېر کال په میزان میاشت کې وروسته له هغه چې ایراني لوبغاړي له اسرائیلي لوبغاړو سره له لوبو پاتې شول د ایران جودو فدراسیون ټول فعالیتونه د دې رشتې د نړیوال فدراسیون له‌خوا وځنډول شول.

ارش میر اسماعیلي
ارش میر اسماعیلي

د ایران د جودو فدراسیون مشر ارش میر اسماعیلي څو میاشتې وګرځېد څو د جودو فدراسیون ځنډېدلی حالت بېرته رفع کړي، خو په دې چاره کې ناکامه شو او ګواښ‌یې وکړ چې ممکن نورې ورزشي رشتې هم د جودو په برخلیک اخته شي.

سره له دې چې د اوس لپاره د ایران پارلمان له اسرائیلي لوبغاړو سره د ایراني لوبغاړو د لوبو بندیز رفع کړ، خو په دغه هېواد کې هره لویه مسئله د رهبر ایت‌الله علي خامنه‌يي تر نظر تېرېږي او که‌یې خوښه نه‌شي ممکن بېرته له اسرائیل سره د لوبو بندیز ولګوي.

XS
SM
MD
LG