د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۵

په ایران کې"مکاني"د ژېړ رنګي پطلون په اغوستو له لوبو محروم شو


د ایران د فوټبال فدراسیون یو لوبغاړی ځکه له لوبو محروم کړ چې یو نا اشنا ژیړ رنګی پطلون یې اغوستی وو.

دغې موضوع د ایران په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو پاملرنه ځانته جلب کړې چې ځیني یې موافق او ځیني نور یې مخالف دي.

د ایران د فوټبال فدراسیون خپل لوبغاړی سوشا مکاني د شپږو میاشتو لپاره له محلي لوبو محروم کړ.

ایراني رسنیو وړمه ورځ رپوټ ورکړ چې د فدراسیون اخلاقي کمېټې د ګول ساتونکي سوشا مکاني په حق کې دغه پریکړه ځکه کړې چې د فدراسیون په وینا له "عرف او رواجه بهر" یې یو ژیړ رنګی اروپايي ډوله پطلون اغوستی وو.

سوشا مکاني د ۲۰۱۴ کال د جام په لوبو کې د ایران د ټیم ګول ساتونکی و او اوس د پریسو پولیس په کلپ کې دی.

د شرق ورځپاڼې د ښاغلي مکاني یو عکس خپور کړ چې د تمرین په ځای کې یې ژېړ رنګی،،سپانګي باب پینتس، پطلون او شین مټ لوڅی ټي شرټ اغوستی دی.

https://t.co/jxQEQVo8P5

ځینې منتقدین وايي د ،، سپانګي باب پینتس،، پطلونونه د کوچنیانو لپاره دي.

ځیني نور خلک بیا وايي چې د پطلون ډول او څرنګوالی شخصي مسئله ده او د نړۍ نور مسلکي لوبغاړي هم د تمرین یا مسابقې په ورځ رسمي یا تاوده لباسونه اغوندي.

سپانګي باب پینتس د کوچنیانو لپاره د یوه امریکايي کارټوني سریال اساسي کرکټر دی.

دغه سریال څخه میلیاردو ډالر عواید ترلاسه شوي دي.

د ورزش ۳ په نامه سپورټي رسنۍ د ایران د فوټبال د فدراسیون د اخلاقي کمېټې د یوه غړي له قوله وویل چې دغه فدراسیون ښاغلی مکاني څو ځلي د توضیحاتو د ورکولو لپاره راوغوښته خو هغه حاضر نه شو.

دغه چارواکي چې نوم یې نه دی اخېستل شوی دا هم ویلي چې:

"موږ د فوټبال د ملي ټیم د دغه لوبغاړي په هکله ځکه دغه پریکړه وکړه چې لباس یې په ټولنه تاثیر کوي."

رپوټونه وايي چې سوشا مکاني د دغې پریکړې د استېناف غوښتنه کولای شي او له نړیوالو لوبو منع شوی نه دی.

ښاغلي مکاني ته دغه سرخوږۍ وروسته له دې پیدا شو چې عکسونه یې په ټولنیزو شبکو کې خپاره شول.

ځیني خبري سایټونو یې لباس نا مناسب وګاڼه او انتقاد یې پرې وکړ او دا یې هم وویل چې ښاغلی مکاني خپلو مینه والو ته یو بد مثال وړاندې کوي.

د ایران د فوټبال د فدراسیون د اخلاقي کمېټې منشي حجت الاسلام علي پور د تسنیم تندلاري خبري اژانس ته تېره میاشت وویل چې:

"مشهور خلک باید خپل سلوک ته متوجه اوسي. دغه کسان که یې نیت وي کنه د ځوانانو لپاره یوه نمونه او موډل جوړیږي."

خو ځینو ایرانیانو په ټولنیزو رسنیو کې د سوشا مکاني په حق کې د اخلاقي کمېټې په وروستې پریکړې ملنډې وهلي دي.

یو کس په ټویټر کې لیکلي دي چې:

"ایا موږپه وړکتون کې یو؟ د موږ د جامو څرنګوالی دوی پورې څه اړه لري."

یو بل کس د یوه عکس دپاسه چې ښکاري د ایران د ملي تلویزیون څخه یې اخېستې او په کې یو ملا په ژیړ لباس کې ښکاري لیکلي دي:

"که په مکاني د ژیړ پطلون له کبله بندیز لګول کیږي نو له دغه ملا دې هم باید جامې وویستل شي."

http://"https://t.co/6tqIzXzPv8">

XS
SM
MD
LG