د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۰

په ایران کې د افغان مهاجرو د تکواندو لوبډلې د برونزو مډال وګاټه


د افغانستان ملي بیرغ
د افغانستان ملي بیرغ

په ایران کې د مېشتو افغان مهاجرینو د نویو ځوانانو لوبډلې د تکواندو نړیوال فدراسیون په سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه.

د افغانستان د بدنې روزنې ریاست ویاند عارف پیمان نن ازادي راډيو ته وویل چې په ایران کې مېشت افغان لوبغاړي احسان رحیمي په ۴۸ کیلوګرامه وزن کې دغه مډال ترلاسه کړ.

د ښاغلي پيمان د معلوماتو له مخې، د تکواندو نړیوال فدراسیون د سیالیو دا درېیم پړاو دی چې د ایران په کوربه توب په دغه هېواد کې له پنجشنبې ورځې راهیسې پیل شوی دی.

د هغه په خبره، په دغو سیالیو کې له ۲۲ هېوادونو د تکواندو ۵۶۵ لوبغاړو ګډون کړی دی چې په مختلفو وزني کټګوریو کې سیالۍ کوي.

XS
SM
MD
LG