د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ غبرګولی ۱۳۹۹ کابل ۰۵:۳۹

نړۍ

جرمني کې د فوټبال بونډیس لیګ لوبې پیلېږي

په دې ترڅ کې د سختو روغتیایي اقداماتو تدابیر هم نیول کېږي او سټډیوم به تقریباً خالي وي.

جرمني به لومړنی هېواد وي چې تمه ده د کرونا ویروس د خپرېدو په جریان کي د فوټبال بونډیس لیګ لوبې پیل کړي.

ویل کېږي دا لوبي د مې پر ۱۶ د جرمني د ټولو اتلسو لوبډلو په ګډون پیل شي.

البته په دې ترڅ کې د سختو روغتیایي اقداماتو تدابیر هم نیول کېږي او سټډیوم به تقریباً خالي وي.

هغه لوبي چې په خالي سټډیو م کې ترسره کېږي د ارواح لوبې بلل کېږي او د آلمان د بونډیس لیګ لوبې هم په همدې شرایطو کې پیلېږي.

یوازې شاوخوا دوه سوه تنه به اجازه ولري چې سټډیوم ته ورشي چې په هغو کې روغتیایې کارکوونکي، امنیتي ټیمونه او هم د رسنیو استازي شامل دي.

ټول تمه لري چې لوبغاړي ماسکونه واغوندي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په امریکا کې د جورج فلوید د وژل کېدو په اعتراض مظاهرې روانې دي

امریکا کې مظاهرې

د مدني حقونو فعالان، سیاستوال او پېژندل شوي شخصیتونه پرون د درېیم وار لپاره د مړه شوي تور پوستي جورج فلوید په یاد راغونډ شول.

۴۶ کلن فلوید د مې میاشتې پر ۲۵مه په میناسوتا ایالت کې د پولیسو په توقیف کې ساه ورکړه چې دې مسئلې د امریکا په متحده ایالاتو کې د نژادي تبعیض او د پولیسو د ظلمونو پر خلاف مظاهرې وپارولې.

مدني فعال ريویریند الشارپټُن (Reverend Al Sharpton) د میناسوتا ایالت په مینیاپولیس ښار کې جوړې شوې یاد غونډې ته وویل، جورج فلوید نړۍ بدله کړه.

هغه زیاته کړه: "هغه څه چې پر فلوید پېښ شول، هره ورځ د امریکا په تعلیم او روغتیایي خدماتو، دغه‌راز د امریکايي ژوند په هره برخه کې پېښېږي. اوس د دې وخت راغلی چې ټول د جورج په نوم راولاړ شو او ووايو چې خپل زنګون زموږ له غاړو لیرې کړئ."

په نیویارک کې د جورج فلوید ورور تیرینس فلوید (Terrence Floyd) د خلکو ډلې ته په وینا کې د دوی د ملاتړ مننه وکړه.

په امریکا کې وروستۍ مظاهرې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره کې تر ټولو شدید بحران ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په پام کې ده، په نومبر میاشت کې په امریکا کې د ولسمشرۍ ټاکنې وشي او له بلې خوا کرونا ویروس هم په میلیونونو کسان وزګاره کړي او اقتصاد یې زیانمن کړی دی.

روسیې د یوه برېښناکوټ مسوول ونیوه

روسي چارواکو په سایبریا کې د حرارتي برېښنا د یوه برېښناکوټ یو مسوول نیولی دی.

دا اقدام وروسته له هغې وشو، چې تېره جمعه د دغه برېښناکوټ ۲۰زره لیټره ډیزل ځمکې، یوه سمندرګي او دوو سیندونو ته توی شول.

دغه پېښه صنعتي ښار نورېلسک ته څېرمه شوې ده.

د کراسنو یارسک کرای محلي محکمې پرون امر وکړ، چې د برېښناکوټ مسوول، ویاچیسلاف ستاروستین دې د جولای میاشتې تر ۳۱مې نېټې تر محاکمې مخکې په توقیف کې وساتل شي.

دی د ژوند چاپېریال له مقرراتو په سرغړونې او ناغیړۍ تورن شوی دی.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د دې پېښې د عواقبو د څېړنې لپاره په سیمه کې اضطراري حالت اعلان کړی دی.

په قرغزستان کې نوی اتحاد تشکیل شو

په قرغزستان کې په ګڼو سیاسي ګوندونو او غورځنګونو د «نوې ساه» په نوم نوی اتحاد تشکیل کړ.

دوی په پام کې لري، په ګډه په هغو پارلماني ټاکنو کې برخه واخلي چې اکټوبر میاشت ته پلان شوې دي.

د پلار وطن، سپین باز، لبرال ډیموکرات، سوسیال ډیموکرات د ځوانانو انجمن او زرغون اتحاد ترمنځ د دغه ستراتېژیک شراکت تفاهم‌لیک نن جمعه لاسلیک شو.

د تفاهم‌لیک تر لاسلیک وروسته د دغو ګوندونو سیاستوالو وویل، د اتحاد عمده هدف‌یې له ټولو سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې سره همکاري ده.

قرغزستان په منځنۍ اسیا کې یوازنی هېواد دی چې انتخابات په‌کې په ډیموکراتیک ډول ترسره کېږي.

د قرغزستان سوسیال ډیموکرات ګوند چې دا مهال په پارلمان کې اکثریت څوکۍ لري، په وروستیو کې سره پاشل شوی او اپوزېسیون ته‌یې لاره پرانیستې چې په ټاکنو کې لاسته راوړنې ولري.

امریکا کې د وژل شوي جورج فلوید په یاد مراسم

د جورج فلوید د یاد مراسم

په امریکا کې مدني فعالانو، سیاستوالو او هنرمندانو د پنجشنبې په ورځ (د جون په څلورمه نېټه) د جورج فلوید، د یاد په مراسمو کې ګډون وکړ.

۴۶ کلن فلوید هغه تور پوستی امریکايي وو چې تېره اوونۍ د پولیسو په توقیف کې مړ شو او له هغه راهیسې په دې هېواد کې د نژادي بې‌عدالتۍ پر وړاندې پراخ لاریونونه پيل شول.

فلويد د مینیسوتا ایالت په مینیاپولیس ښار کې د مې په ۲۵مه مړ شو او د پنجشنبې ورځې یادغونډه‌یې هم په همدې ښار کې جوړه شوه.

د فلويد د کورنۍ مدافع وکیل ویلي چې په درې ایالتونو کې به شپږ ورځې د ده په یاد کې مراسم جوړ شي. د مراسمو لپاره دوه نور ایالتونه شمالي کارولینا او تکزاس یاد شوي دي.

د فلوید د مړینې پر ضد ځيني مظاهرې په تاوتریخوالي اووښتي، خو د جون په درېيمه سوله‌ییز لاریونونه وشول.

په مینیسوتا ایالت کې محکمې درې نور پولیس افسران هم په دوهمه درجه قتل کې په مرسته کولو تورن کړي.

د دې قضیې پر مرکزي تورن، ديریک چاوین د دوهمې درجې قتل تور دی چې په نتيجه کې يې په ۴۰ کاله بند محکومېدای شي.

چک جمهوریت کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۹،۴۴۱ ته رسېدلی

ارشیف

د چک جمهوريت د روغتیا وزارت ویلي چې په دې هېواد کې کرونا ویروس د ټولو اخته کسانو شمېر ۹،۴۴۱ دی. په دغو کې ۲،۳۶۵ کسان اوس هم په کرونا ویروس اخته دي او ۶،۷۵۲ رغېدلي دي.

د روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ د دغو معلوماتو ترڅنګ دا هم وویل چې په چک جمهوریت کې په کرونا ویروس اخته ۳۲۴ کسان مړه شوي دي.

د دې هیواد د روغتیا وزارت وویل چې له اروپايي ټولنې هېوادونو به چک اتباعو ته اجازه وي چې د جون له ۱۵مې وروسته پرته له محدودیته خپل هېواد ته سفر وکړای شي، خو هغه کسان چې له بریتانیا او سویډنه بېرته چک جمهوریت ته ستنېږي، باید د کرونا ویروس منفي معاینات په لاس کې ولري.

د بلاروس ولسمشر د دفاع په برخه کې پخوانی چارواکی صدراعظم وټاکه

د بلاروس صدراعظم ۴۶ کلن رامان ګولوف چینکو

د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د دفاع په برخه کې پخوانی چارواکی د صدراعظم په توګه ټاکلی دی.

لوکاشینکا دا اقدام تر ولسمشریزو انتخاباتو دوه میاشتې وروسته کړی.

۴۶ کلن رامان ګولوف چینکو (Raman Golovchenko) پخوانی ډیپلومات دی چې د دولت د نظامي صنعتي کمېټې مشر وو او د جون په څلورمه نېټه د صدراعظم په توګه وټاکل شو.

دا یوه ورځ وروسته له هغه چې مخکېنی صدراعظم سیارهې روماس (Syarhey Rumas) له خپلې دندې ګوښه کړای شو.

کارپوهان وايي چې د دفاع په برخه کې د تجربه لرونکي پخواني چارواکي د ټاکنې هدف د لوکاشینکا د واک ټینګول دي.

ویل کېږي لوکاشینکا به د شپږم ځل لپاره د اګسټ د شپږمې انتخابات هم وګټي. دغه ۶۵ کلن بلاروسي مشر پر بلاروس له تېرو ۲۵ کالونو راهیسې واکمني کړې ده.

د ده منتقدین وايي چې حکومت‌یې خپلواکې رسنۍ نه‌زغمي او له ۱۹۹۴م کال راهیسې چې ده واک ترلاسه کړ، هېڅ انتخابات له لوېدیځو معیارونو سره سم نه‌دي ترسره شوي.

د بشر حقونو پلویان هانګ کانګ کې د تیانمین قتل عام یاد مراسم جوړوي

هانګ کانګ

د بشري حقونو او ډیموکراسۍ یو شمېر پلویان او فعالان په هانګ کانګ کې نن د جون ۴مه، د تیانمین څلور لارې د قتل عام په یاد په مختلفو سیمو کې ځانګري مراسم جوړوی.

په تېرو ۳۱ کلونو کې به دا اول وار وي چې د تیانمین څلور لارې د قتل عام په یاد عمومي مراسم لغوه کېږي.

په چین کې یو شمېر کارګرانو، محصلانو او زده‌کوونکو په ۱۹۸۹ میلادي کال کې د پیکېنګ په تیانمین څلور لارې کې د ډیموکراتیکو بدلونونو او په ادارو کې د فساد د مخنیوي لپاره مظاهره وکړه او په ټول چین کې یې د مظاهرو څپه راپورته کړه، خو تر اووه اوونیو مظاهرو وروسته، د چین کمونېست رژیم د تیانمین څلور لارې ته ټانکونه، عسکر او زغره‌وال موټر ورواستول او اور یې ورباندې بل کړ.

داسې ګڼل کېږي چې د جون په درېیمه او څلورمه پر مظاهره‌چیانو په ډزو کې زرګونه کسان وژل شوي دي.

خو په چین کې خلک د دې پېښې په اړه د خبرو اجازه نه‌لري او د چین حکومت دا ورځ رسماً نه‌یادوي.

د مصالحې شورا له جوړېدو د اروپايي اتحادیې، بریتانیا او اسټرالیا هرکلی

د اروپا بیرغونه

د اروپايي اتحادیې یو شمېر غړو هېوادونو، بریتانیا او اسټرالیا په افغانستان کې د ملي روغې جوړې لپاره د عالي شورا د جوړېدو هرکلی کړی دی.

په کابل کې د دغو هېوادونو سفارتونو نن د جون په ۴مه، په ګډه اعلامیه کې ویلي چې دوی هیله لري چې په دې پسې به د افغانانو ترمنځ د سولې او روغې جوړې لپاره د خبرو د پیل نېټه اعلان شي.

په بیان کې ویل شوي چې دا مهمه ده چې د افغانستان حکومت او طالبان اوس په مذاکرو کې د ښځو پر رښتیني ګډون ټینګار وکړي. هغوی همداراز غوښتنه کړې چې حکومت او طالبان باید ښځې د سولې پروسې په ټولو اړخونو کې لکه د شوراګانو رهبري، د مذاکرو په ډلګیو، د مشورې په شوراګانو او د تخینکي چارو په ځانګړو ډلو کې شاملې کړي.

بیان کې ویل شوي چې هېڅ هېواد د خپلو وګړو د نیمايي برخې له مشارکته پرته بریالیتوب ته نه‌شي رسېدلائ.

روسیې سوریې ته‌ د نورو 'مېګ-۲۹' جټ الوتکو استول ومنل

د روسیې جنګي الوتکه

روسیې منلې چې سوریې ته‌یې نورې 'مېګ-۲۹' جټ الوتکې استولې دي.

دا اعلان یوه ورځ وروسته تر هغه کېږي چې د امریکا پوځ روسیه تورنه کړه چې دغه هېواد د سوریې له لارې لیبیا ته جنګي الوتکې لېږدوي او هلته د هغو جنګیالیو ملاتړ کوي چې د خلیفه حفتر په ملاتړ د حکومت په ضد جنګېږي.

په دمشق کې د روسیې سفارت پرون پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، د دفاعي همکاریو په ترڅ کې د جنګي الوتکو یوه بله برخه سوریې ته ورسېده.

د سوریې سنا خبري اژانس ویلي، دغه الوتکې به د سوریې پر هوا مأموریت کې برخه اخلي.

روسیه چې سوریه کې د بشار الاسد ملاتړ کوي، د لوېدیځ له خو تورنه ده چې سوریه کې یې د پوځي مأموریت پر مهال ملکیان وژلي او جنګي جرمونه‌یې ترسره کړي.

د جورج فلوید د وژلو قضیه کې ۳ نور پولیس هم شامل کړل شول

ارشیف

امریکایي څارنوالانو د یوه تور پوستي د وژلو په قضیه کې هغه درې نور پولیس هم شامل کړل چې د جورج فلوید د وژل کېدو په سیمه کې ولاړ وو.

د میناسوتا ایالت لوی څارنوال کېټ اېلسون پرون وویل، دغه پولیس د دغه تور پوستي د وژنې په ملاتړ تورن شوي او د نیولو حکم‌یې ورکړل شوی دی.

څارنوالانو د دریک چاوین د سزا په قضیه کې هم پرمختګ کړی دی، دا هغه پولیس دی چې د وژل شوي افریقایي‌الاصله امریکایي په مرۍ پښه ږدي او مرګ ته‌یې رسوي.

مظاهره‌چیانو د څارنوالانو د نوي ګام هرکلی کړی، خو د نژادي تبعیض په وړاندې پیل شوې مظاهرې د اتمې ورځې لپاره هم دوام درلود.

راپورونه وایي چې د مظاهره‌چیانو غصه لومړنیو ورځو ته په کتو، اوس یو څه کمه شوې او اکثرو ځایونو کې د امنیتي ځواکونو تر څار لاندې مظاهره کوي.

امریکا د چین مسافر وړونکو الوتکو ته د ورتګ اجازه نه‌ورکوي

ارشیف

د امریکا متحده ایالاتو پرېکړه کړې ده چې د جون له ۱۶مې وروسته به د چین مسافر وړونکو الوتکو ته اجازه ورنه‌کړي چې امریکا ته ورشي، دا فشار د دې لپاره دی چې پیکنګ امریکایي الوتکې چین ته نه‌پرېږدي.

په متحده ایالاتو کې د کرونا تر خپرېدو وروسته چین د امریکایي الوتکو پروازونه وځنډول.

د امریکا ټرانسپورت وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل چې پیکنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د الوتنو له موافقې سرغړونه کړې ده.

وروسته تر دې چې پیکنګ د امریکا د دوو هوایي شرکتونو غوښتنه رد کړه چې چین ته الوتنې بیا پیل کړي، واشنګتن پرېکړه وکړه چې خپلې خاورې ته د چین الوتنې منع کړي.

یونایټډ ایرلاینز او دلتا ایرلاینز چې د کال په پيل کې یې چین ته د کرونا ویروس له امله خپلې الوتنې ځنډولې وې له پیکنګ څخه غوښتي چې بېرته به دا میاشت خپلې الوتنې پيل کړي.

د کرونا تر خپرېدو مخکې په اوونۍ کې د امریکا او چین ترمنځ ۳۲۵ پروازونه کېدل.

د امریکا ټرانسپورت وزارت وایي، د امریکایي الوتنو له درېدو سره د چین د هوایي چلند شرکتونو د فبرورۍ تر میاشتې په اوونۍ کې ۲۰ او د مارچ تر نیمایي ۳۴ پروازونه د دواړو هېوادو ترمنځ په اوونۍ کې کول.

'کراچۍ کې د لوېدلې الوتکې پیلوټ لارښوونو ته پاملرنه نه‌وه کړې'

په کراچۍ ښار کې غورځېدلې الوتکه

د پاکستان ملکي هوایي اداره وایي، د هغې الوتکې پیلوټ د کنټرول برجونو لارښوونو ته پاملرنه نه‌وه کړې چې الوتکه‌یې په کراچۍ ښار کې وغورځېده.

د پاکستان هوایي چلند (پي‌ای‌اې) ایربس الوتکه د مې په ۲۲مې له لاهوره کراچۍ ته روانه وه چې هوایي ډګر ته نږدې ولوېده. په دې پېښه کې ۹۷ کسان ووژل شول او دوه تنه وژغورل شول.

د پاکستان ملکي هوایي ادارې (پي‌ای‌اې) ته په یوه لیک کې څرګنده کړې ده چې کله الوتکه د کراچۍ په ۱۰۰ کیلومترۍ کې وه پيلوټ ته ویل شوي و چې الوتکه‌یې ډېر جګه ده، خو هغه ویلي و چې دی په اسانۍ سره الوتکه کېنولی شي.

د دې الوتکې د تور بکس معلومات په فرانسه کې څېړل کېږي. د پاکستان د ملکي هوایي چارو وزیر غلام سرور ویلي دي چې د پېښې ابتدایي راپور به د جون په ۲۲مه پارلمان ته وړاندې کړي.

روسیه کې ایکولوژیک بحران؛ سایبریا کې بېړنی حالت اعلان شو

په دوو دریابونو 'Daldykan' او 'Ambarnaya' کې د وینې په څېر سرې اوبه روانې دي.

د روسیې د سایبریا په نوریلسک سیمه کې پرون (د جون ۰۲مه) بېړنۍ حالت اعلان شو.

د مې میاشتې په ۲۹مه نېټه د ډیزل تېلو یوه نل‌لیکه د سیمې په دریاب کې وشلېده او له کبله‌یې تقریباً ۲۰ زره لیتره ډیزل د دریاب په اوبو ګډ شوو.

د ډیزل تېلو دا نل‌لیکه د سایبریا په صنعتي ښار، نوریلسک کې چې د ارکتیک پر کړۍ پروت دی، د حرارتي برېښنا د تولید د یوې کارخانې وه.

په نړۍ کې د وحشي ژوو سره د مرستې ادارې هغه عکسونه چې د سټلایټ کمرو په مرسته اخیستل شوي، خپاره کړي او په‌کې لیدل کېږي چې په دوو دریابونو 'Daldykan' او 'Ambarnaya' کې د وینې په څېر سرې اوبه روانې دي.

د چاپېریال پېژندونکي اندېښنه لري چې ډیزل تېلو زهرجنه برخه لکه بنزول، ایتول بنزین او تولین په اسانۍ له اوبو سره ګډېدلائ شي او ښايي په سیمه کې ولاړو اوبو ته د زهرجنو موادو د رسېدو مخنیوی ګران کار وي.

چاپېریال پېژندونکو د سیمې طبیعت ته ممکن زیان (ایکولوژیک بحران) بللی دی.

امریکا کې خوشې شوی ایرانی عالم تهران ته ورسېد

سیروس عسکري

د ایران دولتي خبري اژانس، ایسنا په حواله ایرانی عالم، سیروس عسکري چې د ایران د شریف پوهنتون استاد او په امریکا کې زنداني شوی و، نن د جون په ۳مه، تهران ته ورسېد.

سیروس عسګري ۵۹ کلن دی او په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د امریکا له اوهایو پوهنتونه د یوې څېړنیزې پروژې د تجارتي رازونو د غلا په تور ونیول او بیا زنداني شو، خو هغه پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او د تېر کال د نومبر په میاشت کې تبرئه شوی و.

امریکا او ایران تېر کال د ډسمبر په میاشت کې چیني‌الاصله امریکايي څېړونکی ژیاو وانګ او ایراني عالم مسعود سلیماني سره تبادله کړل، خو د امریکا متحده ایالاتو او ایران دواړو دا خبر رد کړی چې سرویس عسکري تبادله شوی دی.

د امریکا له نیویارکه تر لاس انجلسه ګرځ‌بندیز اعلان شو

نیویارک

د امریکا په متحده ایالاتو کې له نیویارک تر لاس انجلسه ګرځ‌بندیز اعلان شوی دی.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر والیانو فشار زیات کړی چې د ملي ګارد ځواکونه په زیات شمېر کې په کار واچوي او د داسې مظاهرو مخنیوی وکړي چې تشدد او چور او تالان په کې شوی دی.

په امریکا کې یوه پولیس د مارچ په ۲۶مه تور پوستی امریکايي سړی، جورج فلوید ووژل او له هغه راهیسې د امریکا په مختلفو ښارونوکې مظاهرې کېږي.

ډونالډ ترمپ تردې وړاندې خبرداری ورکړ چې که والیان د ملي ګارد زیات غړي موظف نه کړي، د امریکا پوځ به د وضعیت د کنټرول لپاره ور واستوي.

په واشنګټن کې زغره والو موټرو، پوځیانو او پولیسو پرون پر لارو او سرکونو مورچې نیولې وې، خو سره له دې چې د ماښام له اوو بجو ګرځ‌بندیز و، یو شمېر مظاهره‌چیان راوتلي وو.

د مظاهره چیانو شمېر د نورو ورځو به پرتله کم و او داسې ګڼل کېږي چې ښايي وضعیت د سړېدو په حال کې دى.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG