د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۶

توکیو کې المپیکي لوبې د کرونا تر سیوري لاندې پای ته ورسېدې


توکیو کې المپیکې لوبې پای ته ورسیدې.
توکیو کې المپیکې لوبې پای ته ورسیدې.

د توکیو د ۲۰۲۰ میلادي کال المپیکي سیالیو کې د سرو زرو تر ټولو ډېر مډالونه امریکا او بیا په دویم او درېیم ګام کې چین او جاپان وګټل.

دا سیالۍ چې د کرونا له کبله په یوه کال ځنډ ترسره شوې، پرون یکشنبه پای ته ورسېدې.

د المپیک نړیوالې کمېټې مشر توماس باخ د دې شپاړلس ورځنیو سیالیو د پای په مراسمو کې وویل، د کرونا تر سیوري لاندې دې سیالیو نړیوالو ته هیلې وبښلې.

باخ ویلي: "د کرونا تر خپرېدو وروسته لومړی ځل دی چې نړیوال سره راټول شول. ورزش بیا اصلي صحنې ته راغی او د نړۍ په کچه میلیاردونه کسان له یوه او بل سره د عواطفو او د خوښیو د شېبو په ګډون کې سره یوځای شول."

د المپیک نړیوالې کمېټې مشر توماس باخ
د المپیک نړیوالې کمېټې مشر توماس باخ

باخ د توکیو المپیکي سیالۍ ننګونکی کار وباله: "اوس زه باید د المپیک د دغه ننګونکي سفر پای مشخص کړم، زه د المپیاد د دوه دیرشم پړاو سیالیو پای اعلانوم."

د المپیک نړیوالې کمېټې مشر د توکیو له کوربه توبه مننه وکړه او جاپانیانو ته یې وویل چې دا لاسته راوړنه یې د ډېر ویاړ وړ ده.

د توکیو د المپیک سیالۍ د کرونا وبا پرمهال ترسره شوې، خو تنظیمونکو یې وکړای شول چې د لسګونه زره کسانو له راټولېدو او یو شمېر ستونزو سره سره د ویروس د پراختیا مخنیوی وکړي.

توکیو کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو لوبغاړو د المپیک په ۳۳ لوبو کې سیالۍ سره وکړې.

له دغو لوبو نه امریکا د سرو زرو ۳۹ مډالونه، چین ۳۸ او جاپان ۲۷ هغه وګټل.

توکیو کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو لوبغاړو د المپیک په ۳۳ لوبو کې سیالۍ سره وکړې
توکیو کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو لوبغاړو د المپیک په ۳۳ لوبو کې سیالۍ سره وکړې

له توکیو وروسته د المپیک بېرغ د فرانسې پلازمېنې پاریس ته ولېږدول شو، دا ښار د ۲۰۲۴ کال المپیکي لوبو کوربه دی.

په پاریس کې مشهور برج ایفل ته نژدې د لوبغاړو په ګډون زرګونه کسانو د دې بیرغ د ور رسیدو هرکلی وکړ.

د پاریس په فضا کې الوتکو هم مانورې وکړې او د دغه هېواد د بیرغ په څېر درې رنګه سپین، شین او سور دود یې خپور کړ.

XS
SM
MD
LG