د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۵

فرانسوي بوکسر مراد علييوف توکیو کې د اعتراض په دود پرلت وکړ


فرانسوي بوکسر مراد علييوف
فرانسوي بوکسر مراد علييوف

فرانسوي بوکسر مراد علييوف نن شنبه (د زمري ۱۰مه) د توکیو د المپیک په لوبغالي کې د لوبې د رېنګ مخې ته د اعتراض په دود پرلت وکړ.

د بوکس د درانه وزن دا لوبغاړی وروسته له هغه د لوبو له دوامه محروم شو چې خپل بریتانوي سیال ته یې د لوبې پر مهال په سر ضربه ورکړه. دا کار د بوکس په لوبه کې غیرقانوني دی.

په روسیه کې زېږیدلی علییوف وروسته له دې چې ریفري دا اعلان وکړ، د رینګ پر زینه کیناست او پرلت پیل یې پیل کړ.

د لوبو تنظیموونکو علییوف ته اجازه ورکړه چې هلته کېني ځکه په رېنګ کې بله مسابقه په پام کې نه وه. علییوف له نژدې یو ساعت کېناستو وروسته پاڅېد او له لوبغالي ووت.

له لوبو څخه د علییوف په وتلو سره د ده بریتانوي سیال فرېزر کلرک دا موقع ترلاسه کړه چې د مډال خاوند شي او د درانه وزن پر لوبو کې پرمخ ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG