د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

د المپيک لوبو کوربه جاپان کې د کرونا تازه ریکارډ؛ تېره ورځ ۱۰ زره پېښې ثبت شوې


ارشیف، جاپان کې د کرونا ویروس ناروغانو د درملنې لپاره ځانګړی روغتون
ارشیف، جاپان کې د کرونا ویروس ناروغانو د درملنې لپاره ځانګړی روغتون

د المپیکي لوبو کوربه جاپان نن د کرونا وبا د زیات خپراوي د مخنیوي په هدف یو لړ تازه ګامونه اخلي.

په دې کې د پلازمینې توکیو د بېړني حالت تمدید او په څلورو نورو ولایتونو کې د بېړني حالت اعلان شامل دي.

جاپان تېره ورځ د جولای په ۲۹مه د 'کووېډ-۱۹' د ۱۰ زرو تازه پېښو راپور ورکړ چې یو نوی ریکارډ بلل کېږي.

په ټول هېواد کې د کرونا دومره مثبتې پېښې په یوه ورځ نه‌وې ثبت شوې، نو ځکه هم حکومت اړ شوی چې د وبا د خپراوي د مخنیوي لپاره په یو لړ تازه اقداماتو لاس پورې کړي.

جاپاني چارواکي په پلان کې لري چې په توکیو کې د کرونا ویروس بېړنی حالت وغځوي او سربېره په دې توکیو ته څېرمه په سیاتاما، کاناګاوا او چیبا او همدا شان اوساکا ولایتونو کې بېړنی حالت اعلان کړي.

تمه کیږي چې صدراعظم یوشیهید سوګا د کارپوهانو د یوې ډلې له تصویب وروسته بېړنی حالت اعلان کړي.

د جاپان صدراعظم یوشیهید سوګا
د جاپان صدراعظم یوشیهید سوګا

دا اضطراري حالت به د اګسټ تر ۳۱مې پورې نافذ وي.

په پلازمېنه توکیو او سوېلي ټاپو اوکیناوا کې وار دمخه بېړنی حالت نافذ وو. جاپان په لویه کچه د 'کووېډ-۱۹' پراخ خپرېدو څخه مخنیوی کړی، مګر د نورې نړۍ په څېر، دا هېواد اوس د خورا لېږد وړ ډېلټا بڼې کرونا څپې سره مخ دی.

د پلازمېنې روغتونونه هم په ستونزو کې دي. د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو لپاره په روغتونونو کې ۶،۰۰۰ ځانګړي شوي بسترونه ډک دي.

جاپان دمګړۍ د المپیک د دوبنیو لوبو کوربه دی. د المپیک ترسره کوونکو او جاپاني چارواکو په دغه هېواد کې د کرونا وبا د پېښو زیاتوالی د لوبو لپاره هلته د ورغلو زرګونه لوبغاړو، روزونکو او کارکوونکو سره بې‌ربطه بللی.

جاپان ته سږ کال سره له دې چې د کرونا وبا په خاطر په‌کې ګڼ محدودیتونه نافذ دي د څه باندې ۲۰۰ هېوادونو له ۱۱ زرو زیات لوبغاړي ورغلي. د لوبو د تنظیموونکو، ورزشي کاروانانو مشرانو، روزونکو او کارکوونکو شمېر بیا نږدې ۳۰ زرو کسانو ته رسېږي.

توکیو د المپيک دوبنیو لوبو یو شمېر ګډون کوونکي
توکیو د المپيک دوبنیو لوبو یو شمېر ګډون کوونکي

د لوبغاړو او د المپيکي لوبو د ترسراوي پلاوي په منځ کې د کرونا د ۲۲۰ پېښو راپور ورکړل شوی دی چې ټول دا کسان قرنطین کې دي.

د المپيک لوبو ته پنځه افغان لوبغاړي هم ورغلي چې تر دې دمه کومه ستونزه نه‌ده ورته پیدا شوې او خپلو لوبو ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG