د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۶

توکیو کې د المپیک نړیوالو مسابقو د پرانیستي مراسم پیل شول


د المپیک لوبو د پرانیستې مراسم
د المپیک لوبو د پرانیستې مراسم

د جاپان په پلازمېنه توکیو کې د المپیک نړیوالو مسابقو د پرانیستې مراسم پیل شول.

د مسابقو تنظیموونکي اړ دي، د کرونا وبا له کبله دغه مسابقې تر خاصو شرایطو لاندې ترسره کړي.

د پرانیستي مراسم څه باندې نیم ساعت مخکې پیل شول او په هغه سټډیوم چې اته شپېته زره کسان په کې ځایېدای شي، تر زرو لږ کسان حاضر وو.

کله چې په وروستیو کې په توکیو کې د کرونا د مثبتو پېښو د زیاتیدو له کبله په دې ښار کې بیړنی وضعیت اعلان شو، د المپیک تنظیمونکو په دې سیالیو کې د نندارچیانو پر ګډون بندیز ولګاوه. دا د ۲۰۲۰میلادي کال نړیوالې مسابقې دي چې د کرونا وبا له کبله په یو کال ځنډ ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG