د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۸

له یوه کال ځنډ وروسته نن جمعه جاپان کې د المپیک لوبې پیلېږي


نن توکیو کې المپیکي لوبې پیلیږي.
نن توکیو کې المپیکي لوبې پیلیږي.

ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۰ میلادي المپیک لوبې په یوکال ځنډ نن جمعه د جولای په ۲۳مه د جاپان په پلازمېنه توکیو کې رسماً پیل شي.

دا لوبې د کرونا وبا د خپرېدو له کبله ځندېدلې وې.

د المپیک نړیوالې کمېټې ویلي چې په دې سیالیو کې به د ۲۰۴ هېوادونو ۱۱ زره لوبغاړي ګډون ولري.

له افغانستانه دې سیالیو ته د یوې نجلۍ په ګډون ۵ لوبغاړي بلل شوي دي.

د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې د نشراتو امر عارف پیمان په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "له افغانستانه د ځغاستې په برخه کې دوه لوبغاړي کیمیا یوسفي او شاه محمود نبرد، د لامبو په برخه کې یو لوبغاړی او د تکواندو په برخه کې هم یو لوبغاړی فرزاد منصوري ګډون لري."

افغانستان په وروستیو دوو لسیزو کې دوه ځلي د ژېړو یا بُرونز دوه مډالونه په المپیک سیالیو کې ګټلي دي او دواړه ځلي روح الله نیکپا دا مډالونه لاسته راوړي وو.

دا مسابقې په داسې حال کې کېږي چې په توکیو ښار کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ځینې محدودیتونه لګول شوي او له همدې کبله د المپیک لوبې له نندارچیانو پرته کېږي.

روح الله نیکپا، افغانستان په وروستیو دوو لسیزو کې دوه ځلي د ژېړو یا بُرونز دوه مډالونه په المپیک سیالیو کې ګټلي دي
روح الله نیکپا، افغانستان په وروستیو دوو لسیزو کې دوه ځلي د ژېړو یا بُرونز دوه مډالونه په المپیک سیالیو کې ګټلي دي

ویل شوي چې د امریکا لومړۍ مېرمن، د ولسمشر ماندینه رود جیل بایډن د توکیو د المپیک په پرانیستونکو مراسمو کې ګډون وکړي.

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا لومړۍ مېرمن پرون پنجشنبه (د چنګاښ ۳۱مه) د یوه امریکايي پلاوي په مشرۍ توکیو ته ورسېده.

په همدې حال کې په کرونا ویروس د ځینو لوبغاړو د اخته کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

پرون په کرونا وېروس د چک جمهوریت د دوو لوبغاړو له اخته کېدو وروسته په دې وېروس د چک د اخته شوېو لوبغاړو شمېر ۶ تنو ته ورسېد.

رویټرز خبري اژانس وايي چې د چک جمهوریت د المپیک کمېټې د هغه الوت په اړه چې د دغه هېواد ۱۴ لوبغاړي په کې سپاره وو او د جمعې په ورځ له پراګه توکیو ته روان شول، څېړنې پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG