د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۴

سبا جمعه جاپان کې د المپيک لوبې پرانیستل کېږي


توکیو کې د فوټبال یو لوبغالی
توکیو کې د فوټبال یو لوبغالی

سبا جمعه د جاپان په پلازمېنه توکیو کې د المپيک لوبې پرانیستل کېږي.

دا د ۲۰۲۰ میلادي کال دوبنی المپیک دی چې د کرونا وبا د خپرېدو په خاطر په یوه کال ځنډ سره پیلېږي.

د المپیک د نړیوالې کمېټې د معلوماتو پر اساس له ۲۰۴ هېوادونو او د کډوالو له ټيمه څه باندې یوولس زره لوبغاړي په دې لوبو کې برخه لري.

د جاپان پلازمېنه توکیو کې د المپیک لوبې له ګڼو محدودیتونو سره ترسره کېږي چې یو یې د ننداره چیانو په حضور باندې بندیزونه دي.

له افغانستانه په دې المپیکي لوبو کې د تکواندو، لامبو، شوټنګ یا نښه وهلو او اتلتیک یا ځغاستې په برخو کې پنځه لوبغاړي برخه اخلي.

فرزاد منصوري تکواندو کار دی، کیمیا یوسفي او شاه محمود د ځغاستې لوبغاړي دي، فهیم انوري لامبو کوي او مهدي هم د شوټنګ لوبغاړی دی.

افغانستان لږ تر لږه په وروستیو شلو کلونو کې یواځې دوه واره په تکواندو کې د روح الله نیکپا په مټ د المپيک برنز مډالونه ګټلي.

XS
SM
MD
LG