د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

د روغتیا نړیوال سازمان: کرونا ویروس ته ماتې ورکول کېدای شي


د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس
د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس

د روغتیا نړیوال سازمان مشر وايي، کرونا ویروس یا 'کووېډ-۱۹' ته ماتې ورکول کېدای شي، په دې شرط چې هر کس خپل رول ادا کړي.

تدروس ادهانوم ګبریاسوس پرون په ټویټر کې لیکلي، زه خوشحاله یم چې په جاپان کې یم چې د المپیک نړیوالې کمېټې ته معلومات ورکړم.

ده هیله ښوولې چې په توکیو کې د المپیک مسابقو لوبغاړي به ټولو ته په منصفانه ډول د واکسین د رسېدو او د روانې وبا د خمتېدو لپاره د هیلې او اتحاد په سرچینو بدل شي.

په داسې حال کې چې په اروپا کې خلکو ته د کرونا ضد واکسین لګولو کمپاین په چټکۍ مخ ته روان دی، په امریکا کې دغه کمپاین، واکسین ته د خلکو د لږې لېوالتیا له کبله پڅ شوی دی.

XS
SM
MD
LG