د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۸

توکیو کې المپیکي لوبې؛ د لوبغاړو منځ کې د کرونا لومړۍ مثبته پېښه


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د جاپان په پلازمېنه توکیو کې د المپیک تنظیمونکو نن خبر ورکړ چې د اتلتیک لوبغاړو په منځ کې د کرونا لومړۍ مثبتې پېښه ثبت شوې ده.

د اتلتیک دوه لوبغاړي په توکیو کې د المپیک په سیمه کې او له دې سیمې بهر د یوه بل د کورونا نتیجه مثبت شوې ده.

تر دې وروسته د المپیک د نړیوالې کمېټې مشر توماس باښ په توکیو کې خبري کنفرانس ته وویل چې دا او تردې مخکې مثبتې پېښې د المپیک لپاره د ډېرې اندېښنې وړ نه دي.

باښ زیاته کړه: "یوازې ۱۵ تنه چې تراوسه را رسیدلي یا یې معاینه شوې ده نتیجې یې مثبتې ختلې دي. دا ډېره ټیټه فیصدي ده، یعنې صفر اعشاریه یو فیصد. کوم کسان چې نتیجه یې مثبته ثبت شوې ده، سمدستي قرنطین شوي دي نو په هېڅ ډول نورو ګډونوالو او د جاپان خلکو ته خطر نه شي جوړولی."

ټاکل شوې ده چې د المپیک لوبې په توکیو کې د جمعې په ورځ پیل شي او د اګسټ تر اتمې دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG