د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۱

افغان لوبغاړو ولې د توکیو د ۲۰۲۰ کال د پارا المپیک سیالیو کې ګډون ونه‌شو کړای؟


د توکیو د ۲۰۲۰ کال د پارا المپیک سیالۍ
د توکیو د ۲۰۲۰ کال د پارا المپیک سیالۍ

د توکیو د ۲۰۲۰ کال د پارا المپیک سیالیو کې د افغان معلولو ورزشکارانو نه‌ګډون د افغانستان د پارا المپیک کمېټه اندېښمنه کړې.

د دې کمېټې رئیس عبدالحسین حصاري وايي چې د نظام بدلون او له د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې له حده زیاته د خلکو ګڼه ګوڼه د دې لامل شوه چې افغان معلول ورزشکان د توکیو ۲۰۲۰د پارا المپیک سیالیو په پرانیسته کې ګډون ونه‌شي کړای.

ښاغلی حصاري د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وږې ۰۳» ازادي راډیو ته وویل: "د دغې برنامې د ګډوډۍ لامل د نظام ګډوډي، هغه ستونزې چې په هوايي ډګر کې رامنځته شوې، ورزشکاران ونه‌توانېدل چې دغو سیالیو ته ځان ورسوي، خو په ډېر زحمت سره موږ دوه ورزشکاران ذکیې خدادادي د پاراتکواندو ځانګې ورزشکار او حسین رسولي چې د اتلتیک برخه ورزشکار و، میدان ته انتقال کړل، خو له بده مرغه دوی ونه‌توانېدل چې د مراسمو په پرانیسته کې ګډون وکړي."

د کابل د حامد کرزي هوايي ډګر په یوه دروازه کې د خلکو ګڼه ګوڼه
د کابل د حامد کرزي هوايي ډګر په یوه دروازه کې د خلکو ګڼه ګوڼه

ښاغلي حصاري زیاته کړه، له دې سره په خوا کې د ورزشکارانو روغتیايي ستونزې هم وې، ځکه دوی د کرونا ټسټ لپاره افغان ورزشکاران په فرانسه کې قرنطین کړي دي.

نوموړی زیاتوي چې د پارا المپیک نړیوالې شورا له لوري په دغو لوبو کې د ورزشکارانو په ګډون د ۱۴ افغانانو ګډون منظور شوی و، خو د بدني روزنې ریاست په وینا د مالي منابعو نشتوالي له امله یوازې اتو تنو ته د ګډون امکانات چمتو شوي وو.

عبدالحسین حصاري ټینګار کوي چې هڅې روانې دي د روزونکو او څارونکو په ګډون لوبغاړي هم دغو لوبو کې ګډون وکړي.

د توکیو ۲۰۲۰ کال د پارا المپيک سیالۍ د تېرې سې شنبې په ورځ د ۲۰۴ هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون په توکیو کې پیل شوې او ۱۳ ورځې به دوام وکړي.

په خپرو شویو وېډیوګانو کې ښکاري چې د پارا المپیک د سیالیو په پرانیسته کې د افغانستان درې رنګه بیرغ د جاپانیانو له‌خوا رپول کېږي.

په جاپان کې د ۲۰۲۰ پارا المپيک لوبې
په جاپان کې د ۲۰۲۰ پارا المپيک لوبې

په جاپان کې د ۲۰۲۰ پارا المپيک لوبې داسې مهال له افغان ورزشکارانو پرته پېلېږي چې له تېرو ۱۰ ورځو راهیسې له پنجشېر پرته ټول افغانستان د طالبانو لاس ته لوېدلی.

د ځینو څانګو ورزشکاران وايي، د طالبانو په راتګ سره ټول ورزشي فعالیتونه په ټپه درېدلي دي.

د غزني ولایت د بدني روزنې مسؤل پادشاه خان هژبر په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "دمګړۍ ورزشي فعالیتونه بند دي، په ځانګړې توګه په غزني ولایت کې، موږ یو ورزشي کلپ درلود، په ډېری ځایونو کې کلبونه تړلي، هېڅ ورزشي فعالیت نه‌شته، زه تمه لرم، هر څومره چې ژر کېږي حکومت جوړ شي، څو موږ خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړو."

دا په داسې حال کې ده چې د ورزشي څانګو ډېری مسؤلین وايي، په تېرو ۲۰ کلونو کې افغان ورزشکارانو په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي او په نړیوالو ډګرونو کې ښه ځلېدلي دي.

اوس د ورزشي فدراسیونونو مسؤلین له طالب چارواکو غواړي چې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې لاپسې پياوړې کړي او د ورزشکارانو پرمختګ ته ځانګړی پام وکړي.

XS
SM
MD
LG