د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۹

د معلولینو د پاراتکواندو افغان ملي لوبډله ترکیې ته ورسیده


د افغانستان د معلولینو د پارا تکواندو څلور نفري ملي لوبډله
د افغانستان د معلولینو د پارا تکواندو څلور نفري ملي لوبډله

د افغانستان د معلولینو د پارا تکواندو څلور نفري ملي لوبډله د معلولینو د پاراتکوندو په اسیايي سیالیو کې د ګډون په موخه نن شنبه (د غبرګولي ۲۲مه) ترکیې ته ورسېده.

د افغانستان د بدني روزنې د ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په ۶۱ کیلو ګرام وزن کې به افغان لوبغاړي له خپلو سیالانو سره لوبې وکړې.

په خپره شوې اعلامیه کې د لوبو د پیل وخت نه دی په ډاګه شوی، خو په کې ویل شوي چې یادې سیالۍ ۵ ورځې دوام کوي.

په اعلامیه کې راغلي دي چې په دې څلور نفري لوبډله کې د معلولینو تکړه لوبغاړی عبدالمتين هوتک هم شته چې په ۲۰۱۹میلادي اسیايي سیالیو کې د سپینو زرو مډال ګټلی وو.

XS
SM
MD
LG