د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۱

د توکیو پارالمپیک سهمیه‌بندۍ سیالیو ته ۲ افغان لوبغاړي غوره شوي


ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.
ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

د افغانستان د پارا المپیک دوه لوبغاړي د توکیو ۲۰۲۰ میلادي کال د سهمیه‌بندۍ سیالیو ته غوره شول.

د افغانستان د پارا المپیک د کمېټې مطبوعاتي مسؤل کبیر خوشبین نن ازادي راډيو ته وویل چې په دغو دوو لوبغاړو کې یوه نجلۍ او یو هلک شامل دي.

هغه زیاتوي: "دغه لوبغاړي دبۍ ته سفر لري او فعلاً تمریناتو باندې بوخت دي، دوی له ښه چمتووالي برخه‌من دي."

په پارا المپیک لوبو کې تر ډېره معلول لوبغاړي لوبېږي.

ښاغلی خوشبین وايي، ټاکل شوې ده چې دغه لوبغاړي په نږدې راتلونکي کې دبۍ ته سفر وکړي.

ښاغلي خوشبین هیله وښوده څو یاد لوبغاړي وکولای شي چې افغانستان ته ښې لاسته راوړنې ولري.

XS
SM
MD
LG