د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

د شطرنج په نړیوالو سیالیو کې د روسي او بلاروسي لوبغالو حضور وغځول شو


د شطرنج لوبه
د شطرنج لوبه

د شطرنج نړیوال فدراسیون د تازه پرېکړې له مخې، د شطرنج روسي او بلاروسي لوبغاړي کولی شي د یاد فدراسیون د تازه پرېکړې له مخې د ۲۰۲۲ میلادي کال تر پایه په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي.

وړاندې تر دې تمه کېده چې د شطرنج روسي او بلاروسي لوبغاړي به د روان میلادي کال د مې میاشتې تر ۳۱ نېټې په نړیوالو ستيجونو کې د شطرنج سیالۍ کوي او له هغې وروسته به له دې سیالیو بې برخې کیږي، خو د شطرنج نړیوال فدراسیون دا موده د ۲۰۲۲ میلادي کال تر پایه وغځوله.

دا پرېکړه د المپیک نړیوالې کمېټې له هغې پرېکړې سره په ټکر کې ده چې له مخې یې ټول روسي او بلاروسي لوبغاړي له سیالیو راګرځول کیږي.

XS
SM
MD
LG