د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۹

تېره شپه په غازي سټډیوم کې څه تېر شول؟


احمد ولي هوتک
احمد ولي هوتک

د رزمي لوبو افغان لوبغاړي احمد ولي هوتک تېره شپه خپل برازیلي سیال ته ستره ماتې ورکړه.

له هغه ښاره چې هره ورځ ترې د تاوتریخوالي خبرونه ورکول کېږي ښايي د خوښۍ یو خبر دا وي چې تېره شپه دغلته د رزمي لوبو افغان لوبغاړي احمد ولي هوتک خپل برازیلي سیال لیونارډو باربوسیا ته په یوه جالبه لوبه کې ماتې ورکړه.

دغه سیالۍ تېره شپه د کابل ښار په غازي سټډیوم کې ترسره شوه.

که څه هم د لوبې په لومړي پړاو کې د ښاغلي هوتک سیال برلاسی معلومېده، خو د سیالۍ دوهم پړاو بیا د احمد ولي هوتک لپاره ښه وو او په درېیمه دقیقه کې يې د زنګون په یوې سختې ضربې خپل سیال له پښو وغورځاوه.

ښايي د ښاغلي هوتک مینه والو او افغانانو د همدې شېبې انتظار درلود، ځکه خو په سټډیوم کې د سلګونه افغان مینه والو د خوښۍ غږونه پورته، د رینګ پر لور منډې کړې او افغان لوبغاړی يې پر اوږدو پورته کړ.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ترڅنګ لسګونه افغان چارواکو او د احمد ولي هوتک ګڼو مینه والو د هغه په بري خوښي ښکاره کړې ده او د مبارکۍ پیغامونه يې خپاره کړي دي.

د ټي جي ایف سي په نوم د دې سیالیو جوړونکي سازمان د سیالۍ ټکټونه وړیا کړي وو او اعلان يې کړی و چې افغانان فکري ارامۍ ته اړتیا لري.

احمد ولي هوتک له بریا وروسته له خپلو مینه والو مننه وکړه او وې ویل، له تېرو پنځه میاشتو راهیسې يې د دې لوبې د ګټلو لپاره سخت تمرینونه کړي وو.

دا د ښاغلي هوتک د رزمي لوبو یویشتم بری و.

نوموړي تر دې دمه په بېلابېلو هيوادونو کې د بېلابېلو لوبغاړو سره دوه ویشت سیالۍ کې کړي چې یوشت يې ګټلي او یوه بایللې ده.

خو دا لومړی ځل دی چې ښاغلي هوتک په کور دننه له یو بهرني سیال سره مخامېږي.

د ده د تېرې شپې سیال لیونارډو باربوسیا د برازیل اوسېدونکی دی.

د راپورونو پر بنسټ ښاغلي باربوسیا ټولې دوه دېرش لوبې کړي چې نولس يې ګټلي او دیارلس يې بایللي دي.

نوموړی دغه شان د شیرډاک نړیوال ورزشي ویب سایټ کې د ازادو سیالیو ۲۴ ریکارډونه هم لري.

د افغانستان د المپیک ملي کمېټه وايي، د بهرنیو لوبغاړو راتګ افغانستان پر افغان ورزشکارانو مثبت اغېز لري او دوی به هڅه وکړي چې د افغانستان په کوربه توب نړیوالو سیالیو ته زمینه برابره کړي.

د دې کمېټې سکرتر جنرال یونس پوپلزي ازادي راډيو ته وویل: "د بهرنیو لوبغاړو راتګ افغانستان مثبت اغېز لري، موږ د دې سیالۍ د جوړونکو سره پوره همکاري کړې، موږ باور لرو چې په اوسنیو ناامنو شرایطو کې چې هر څومره ډېر بهرني لوبغاړي افغانستان ته راشي، نو دې سره به زموږ د لوبو کچه لوړه شي، کیفیت به لا ښه شي او مینه والو ته به لازمه تفریحې برابره شي."

تېره شپه د فري فایټ یا ازادو مبارزو ټولې اوه لوبې ترسره شوې چې دوه يې نړیوالې او پنځه يې کورنۍ سیالۍ وې.

ایراني حمید رضا قلیپور خپل پاکستانی سیال کامران جوت مات کړ.

په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، افغان امنیتي ځواکونه د دې توانايي لري چې په دې هېواد کې د هر ډول بهرنیو سیالیو امنیت خوندي کړي.

طارق ارین
طارق ارین

د دې وزارت ویاند طارق ارین ازادي راډيو ته وویل، په غازي سټډیوم کې د تېرې شپې د سیالیو لپاره هم پراخه امنیتي تدابیر نیول شوي وو.

XS
SM
MD
LG