د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

ملګرو ملتونو په افغانستان کې جسمي مجازات له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه وبلله


په غزني کې خلک د طالبانو د یوه علني اعدام د نندارې پر مهال
په غزني کې خلک د طالبانو د یوه علني اعدام د نندارې پر مهال

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر یا "یواین‌ایچ‌آر" جسمي مجازات د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې او په افغانستان کې یې د دې ډول مجازاتو د پراخې او دوامداره کارونې په اړه اندېښنه ښودلې ده.

په هغه اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځ د "یواین‌ایچ‌آر" له‌خوا خپره شوې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر ویاند جرمي لارنس له اوسني افغان چارواکو غوښتي چې سمدستي دې هر ډول جسمي مجازات ودروي او تورونو سره مخ کسانو ته د عادلانه لاسرسي او قانوني وکالت په تړاو د بشپړ درناوي ډاډ ترلاسه کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر په راپور کې یادونه شوې چې افغانستان د شکنجې او نورو ظالمانه او د سپکاوي چلند یا مجازاتو د منعې کنوانسیون غړیتوب لري او د نړیوالو قوانینو له مخې ټول خلک حق لري چې د دوی انساني کرامت او برابرۍ ته په درناوي چلند وشي.

د راپور په دوام کې راغلي هغه ښځې چې په عام محضر کې د زنا (له واده څخه بهر نامشروع اړیکو) او د نورو په اصطلاح اخلاقي جرمونو لپاره ورته سزا ورکول کېږي د دې ډول "منع شوي مجازاتو" له پلي کولو وروسته د خپلې کورنۍ او ټولنې له‌خوا د تاوتریخوالي د زیاتوالي له خطر سره هم مخ کېږي.

دا غبرګونونه وروسته له هغې څرګندېږي چې د سه شنبې په ورځ د طالبانو حکومت د سرپل ولایت په ورزشي لوبغالي کې د سلګونو کسانو په حضور کې ۶۳ نارینه او ښځې د بېلابېلو جرمونو په تور په درو ووهل.

د حقوقي چارو کارپوه او په اروپا کې د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنې مشر میرعبدالواحد سادات وايي، په عام محضر کې د مجازاتو پلي کول له ملي او نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي او په ټولنه کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل کېږي.

سادات وايي: "دا نه یوازې د افغانستان د قوانینو خلاف کار دی، بلکې د ټولو منل شویو نړیوالو نورمونو خلاف هم دی او له بلې خوا د افغانستان له تاوتریخوالي ډکې ټولنه کې تاوتریخوالی نور هم هڅوي."

په ورته وخت کې د دين عالم او د اسلامي فقهې متخصص استاد فضل من‌الله ممتاز وايي چې د اسلامي شريعت د حدودو د پلي کولو څرنګوالی، دقت او ځانګړو شرايطو ته اړتيا لري چې په ټکو یې پرته له هغه به ډېرې ټولنیزې ستونزې رامنځته کړي.

ممتاز وویل: "هغه کسان چې د قانون پلي کوونکي دي، بايد د حدودو په تطبيق کې پوره صلاحیت او وړتیا ولري، په تطبيق کې يې ډېر دقت په‌کار دی، که نه نو طبعاً په اوسنيو شرايطو کې به ټولنيزې ستونزې رامنځته شي."

د طالبانو حکومت سترې محکمې په سرپل ولایت کې د ۴٨ نارینه‌وو او ١۵ ښځو د تعزیري جزا د تطبیق په هکله ویلي چې دوی په خبره یې د "غلا، لواطت او نورو غیراخلاقي جرمونو" په تور محاکمه شوي دي.

په دې وروستیو کې یوناما او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینېټ هم په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا په عام محضر کې د ښځو او نارینه‌وو د وهلو لړۍ غندلې ده.

که څه هم د طالبانو حکومت تل ویلي چې اعدام کول د شرعي حکم پلي کول دي، خو ملګرو ملتونو او د بشري حقونو یو شمېر نړیوالو سازمانونو په وار وار له طالبانو غوښتي چې د درو وهلو او اعدامولو لړۍ ودروي.

د طالبانو حکومت په تېرو دوو کلنو کې، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پنځه کسان په عام محضر کې اعدام کړي او په سلګونو نور کسان یې د بېلابېلو جرمونو په تور په دورو وهلي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG