د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۲

ملګري ملتونه: بشري وضعیت لا هم کړکېچن دی او افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري


ارشیف: په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان
ارشیف: په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا "یواین‌ایچ‌سي‌آر" خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې بشري وضعیت لا هم کړکېچن دی او د دغه هېواد خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دغه سازمان ټینګار کړی چې د افغانستان خلک باید هېر نه‌کړل شي او دوی بېړنیو او دوامداره مرستو ته اړتیا لري.

"یواین‌ایچ‌سي‌آر" د شنبې په ورځ ناوخته پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي، پر افغان ښځو او نجونو د وضع شوي محدودیتونو له امله دوی خورا زیانمنونکې او مرستې ته اړمنې کړې دي.

د ملګرو ملتونو دغه اداره په داسې حال کې د ښځو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي چې طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو راهیسې پر افغان ښځو او نجونو ډېر محدودیتونه ولګول چې په ډېرو دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې یې پر کار کولو بندیز یوه له دغو محدودیتونو دی.

یو شمېر ښځې چې د خپلو کورنیو سرپرستي ور ترغاړې ده، وايي چې ښځو ته د کار زمینه برابره نه ده او په خبره یې دوی د مرستندویه موسسو له مرستو هم برخمن شوي نه دي.

ارشیف: په افغانستان کې مرستو ته د اړمنو مېرمنو یوه لیکه
ارشیف: په افغانستان کې مرستو ته د اړمنو مېرمنو یوه لیکه

د بلخ ولایت اوسېدونکې ذکیه چې د خپلو پنځو ماشومانو سرپرسته ده، ازادي راډیو ته یې وویل مخکې یې په یوه دفتر کې د اشپزې په توګه دنده درلوده، خو اوس هیڅ عاید نه لري.

دا وایي، شپه او ورځ د وچې ډوډۍ په خوراک تېروي.

هغې زیاته کړه: "یوه ښځه به څومره صبر او حوصله ولري چې نارینه ونه لري. زما روغتیایي حال هم خراب دی. ماشوم مې تازه عملیات شوی. زه شدیداً مرستې ته اړتیا لرم، خو هیڅوک راسره مرسته نه کوي."

د ننګرهار ولایت اوسېدونکې حمیدې هم ازادي راډیو ته وویل چې ژوند یې په ډېره سختۍ پر مخ ځي.

هغې وویل: "اقتصادي وضعیت مې ډېر خراب دی، خاوند (مېړه) مې سپین ږیری دی، کراچۍ چلوي، سهار ځي او ماښام راځي. دوه زامن لرم چې ناروغان دي، مشر زوی مې رواني ستونزه لري، په څه نه پوهېږي. زه خپله د کورنۍ سرپرسته یم، ښځه یم څه وکړم، چې کاروبار نه وي. که کوم چېرې د چا په کور کې راته کار پیدا شي، که څه هم ناروغه یم، خو دومره به وکړای شم چې خپله روزي وګټم."

د تخار ولایت اوسېدونکې شاهده، چې وړاندې د یوې دولتي ادارې کارکوونکې وه او د طالبانو د بیا واکمنۍ راهیسې بېکاره شوې، وایي، هره میاشت ۵زره افغانۍ د کور کرایه ورکوي او په ډېرې سختۍ یې ژوند پر مخ ځي.

هغه وايي: "له ډېرې اندېښنې دوه ځلې راباندې قلبي حمله راغلې، یو زوی او مور مې هم ناروغان دي. د کورنۍ یوازېنۍ نفقه ګټونکې زه خپله وم چې اوس بېکاره یم. یو یوولس کلن زوی مې پلاستیکونه خرڅوي، د ورځې سل تر دوه سوو افغانیو کار کوي، هغه مې له ښوونځي ایستلی دی."

ارشیف: په افغانستان کې د یوې بېوزله کورنۍ دسترخوان
ارشیف: په افغانستان کې د یوې بېوزله کورنۍ دسترخوان

د طالبانو حکومت په ډېرو دولتي ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز تر څنګ د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۴مه د ملګرو ملتونو د دفترونو په ګډون په ټولو نادولتي ادارو کې د دوی پر کار بندیز اعلان کړ.

د طالبانو دغه فرمان د هغو ښځو د ژوند وضعیت لا پسې کړکېچن کړی چې د خپلو کورنیو سرپرستانې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام د درېیو میاشتنیو راپورونو له مخې، په ۲۰۲۲م کال په ډسمبر میاشت کې د طالبانو د حکومت له لوري په ټولو غیردولتي ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز له لګېدو مخکې، ۱۳ سلنه کورنیو ښځینه کارکوونکې درلودې او د ۲۰۲۴م کال تر مارچ میاشتې پورې دا شمېر درې سلنې ښځینه کارکوونکو لرونکو کورنیو ته راټیټ شوی دی.

د دې راپور له مخې، د ۲۰۲۴م کال تر مارچ میاشتې پورې به د کورنیو ۸۶ سلنه ښځینه سرپرستانې کمزوري خواړه مصرف کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر د شمېرو له مخې، سږ کال په افغانستان کې ۲۳ اعشاریه ۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري چې له دې شمېر ۲۵ سلنه یې ښځې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG