د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۸

د چاپېریال ساتنې نړیواله ورځ؛ د افغانستان د چاپېریال ساتنې وضعیت اندېښنې رامنځته کړي


په هرات کې وروستیو بارانونو او سېلابونو له کبله یو کور نړېدلی چې زیانونه یې اړولي دي.
په هرات کې وروستیو بارانونو او سېلابونو له کبله یو کور نړېدلی چې زیانونه یې اړولي دي.

نن د چاپېریال ساتنې نړیواله ورځ ده.

دا ورځ په داسې حال کې رارسېږي چې بشر د اقلیم د بدلون له دردونکي حقیقت سره مخ دی چې پر چاپېریال یې پراخ اغېز کړی دی.

ملګري ملتونه وايي، ځنګلونه، وچې ځمکې، کرنیزې سیمې او سیندونه چې ټول د بشریت د بقا لپاره حیاتي سرچینې دي، د له منځه تلو په درشل کې دي.

د ځمکې د شاړه "وچېدو" پر وړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې کنوانسیون شمېرې ښیي چې تر اوسه ۴۰ سلنه ځکه ویجاړه شوې چې د نړۍ نیم نفوس په مستقیمه توګه تر اغېز لاندې راولي.

ملګري ملتونه د اندېښنې په څرګندولو سره راپور ورکړی چې د وچکالۍ موده او د وچکالۍ شمېره له ۲۰۰۰ کال راهیسې ۲۹ سلنه لوړه شوې ده.

که اوسني حالت دوام ومومي، اټکل کېږي چې تر ۲۰۲۵م پورې به د نړۍ درې پر څلورمه برخه نفوس له وچکالۍ اغېزمن شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د چاپېریال ساتنې نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله ایکسپاڼه کې په خپره کړې ویډیو کې د سرچینو او د ایکو سیستم د ښه مدیریت اقلیم غوښتنه کړې چې په خبره یې د اقلیم او اوبو هوا د بدلونونو د اغېزو د مخنیوي لامل ګرځي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزا اوتنبایوا
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزا اوتنبایوا

نوموړي په افغانستان کې د چاپېريال بدلون ته په اشارې وويل: "نن موږ د چاپېریال ساتنې نړیواله ورځ نمانځو، دا په نړۍ او افغانستان کې ډېره مهمه نېټه ده. موږ ولیدل چې څو ورځې مخکې د افغانستان په شمال او شمال ختيځ کې سېلابونو هر څه له ځانه سره يوړل، کلي، کورونه، سړکونه او پلونه يې ټول ويجاړ کړل، لږ تر لږه شل زره کسانو خپل کورونه له لاسه ورکړي دي."

له دې سره د طالبانو د حکومت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د دې ورځې د نمانځنې په غونډه کې وویل چې افغانستان په نړۍ کې د اقلیم د بدلون لامل نه دی، خو له دغو بدلونونو زیانمن شوی دی.

دغه اداره له نړیوالو سازمانونو او اړوندو بنسټونو نه د چاپېریال ساتنې اړوند په نړیوالو غونډو کې د طالبانو د ګډون د اجازې غوښتنه کړې ده.

عزیزالرحمن وايي: له بده مرغه د چاپېریال ساتنې نړیوالې پروژې چې د پخوانۍ ادارې پر مهال د پلي کېدو په حال کې وې، د اسلامي امارت په راتګ سره وځنډېدې.

د طالبانو د حکومت د چاپېريال ساتنې د ملي ادارې مشر حافظ عزيزالرحمن د چاپېريال د نړيوالې ورځې د نمانځنې په غونډه کې وويل: "له بده مرغه يوځل بيا وايم چې د چاپېريال ساتنې له ادارې سره سياسي چلند کېږي، په داسې حال کې چې دا بشري اداره ده او بايد له سياست سره هېڅ تړاو ورنه کړل شي. له بده مرغه د چاپېریال ساتنې نړیوالې پروژې چې د پخوانۍ ادارې پر مهال د پلي کېدو په حال کې وې، د اسلامي امارت په راتګ سره وځنډېدې."

دا په داسې حال کې ده چې د چاپېریال له بدلونونو اغېزمن شويیو کسانو ازادي راډيو ته وویل چې له سېلاب وروسته کرنه، د څښاک پاکې اوبه او ژوند یې اغېزمن شوی دی.

د ننګرهار ولايت اوسېدونکی وارث خان وايي، سږ کال له سېلابونو له امله د ځمکو حاصلات یې کم وه.

هغه وویل: "کله چې موږ غنم او نور شیان وکرل، لومړی وچکالي وه، بیا په دې وروستیو کې بارانونه پیل شول او حاصلات ښه وه، خو ږلۍ ووهل او کله چې موسمي بارانونه شروع شول هغه وخت نو د حاصلاتو وخت تېر شوی وه، وروسته بیا ځینو مرضونو ووهل او نور مو حاصلات تر لاسه نه کړل."

د اوبو او چاپېریال ساتنې چارو څېړونکي ډاکتر نجیب‌الله سدید ازادي راډيو سره خبرو کې د افغانستان د چاپېریال ساتنې د وضعیت په اړه اندېښنه وښوده.

هغه وايي: "په ټوله کې د چاپېريال له پلوه افغانستان له يو ډېر ښه هېواده د چاپېريال د تنوع لرلو سره سره په داسې هېواد بدل شوی چې هم یې د ژوو ژون تر فشار او ګواښ لاندې دی او هم یې د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ دی او نباتات او ځنګلونه له ګواښ سره مخ دي، همدارنګه له تېرو پنځو لسیزو راهیسې یې، یخچالونه لا هم تر ګواښ لاندې دي."

دی وايي، په افغانستان کې د چاپېريال دغه بدلونونه د اوبو او خاورو د سم مديريت د نشتوالي له امله رامنځته شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو هم ویلي وو چې افغانستان د اقلیمي بدلونو له امله تر ټولو زیات زیانمننونکو لسو هېوادونو په ډله کې دی چې ورسره د مقابلې توان هم نه لري.

ملګرو ملتونو د سږني کال د چاپېریال ساتنې نړیوالې ورځې سرلیک "زموږ ځمکه، زموږ راتلونکې" نومولی دی.

ملګري ملتونه وايي، تېر ته شا تګ ممکن نه دی، خو د ځمکې پر مخ د یوه سوله‌ییز راتلونکي لپاره د ځنګلونو د بیارغونې او د اوبو د سرچینو د ساتلو لپاره کار کولی شو.

د چاپېریال ساتنې نړیواله ورځ له ۱۹۷۳م کال راهیسې هر کال د جون په پنځمه په ټولو هېوادونو کې نمانځل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د اقلیم او هوا بدلونونه په نړۍ کې له سترو ننګونو دي چې ډېری هېوادونه هڅه کوي له دې بدلونونو سره د مبارزې لپاره حل لارې ومومي.

ټاکل شوې د دښتو رامنځته کیدو سره د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو کنوانسیون (COP 16) د غړو هېوادونو ۱۶مه غونډه د روان کال د ډسمبر په میاشت کې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې جوړه شي.

شاړه کېدل د ځمکې د تخریب یو ډول دی چې له امله ځمکه له کښته پاتې کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG