د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۷

یونېسف: وروستیو سېلابونو افغان ماشومان له بېړني حالت او دومداره ګواښونو سره مخ کړي


په بغلان کې وروستیو سېلابونو له کبله ماشومانو ته هم زیان اوښتی دی.
په بغلان کې وروستیو سېلابونو له کبله ماشومانو ته هم زیان اوښتی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف وايي، لسګونه زره ماشومان په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله له بېړني حالت او دومداره ګواښونو سره مخ کړي دي.

یونېسف په دې اړه په خپل تازه راپور کې چې د دوشنبې په ورځ د جون په ۳مه نېټه یې خپور کړی، ویلي چې دا شمېر ماشومان په ځانګړي ډول په شمالي ولایتونو بغلان او بدخشان او په لوېدیځ غور کې اغېزمن شوي دي.

یونېسف په خپل راپور کې ویلي چې نړیواله ټولنه باید په (افغانستان) کې پر ماشومانو د اقلیم د بدلون د اغېزو د کمولو او تطبیق په موخه د ټولنو د ملاتړ لپاره هڅې او پانګونه دوه چنده کړي او دغه شان یونېسف او بشردوستانه ټولنه باید د اقلیم اړوند راتلونکو ناورینونو ته ځان چمتو کړي.

په راپور کې په افغانستان کې د دغې ادارې د استازي تاج‌الدین‌ اوویواله په حواله راغلي: "د سختو موسمي پېښو مخ په زیاتېدونکی حالت او شدت به یونېسف او نور بشردوستانه فعالین د زیات او چټک بشري غبرګون په اړه اقدام ته اړ کړي، خو دا یوازې د قوي چمتووالي اقداماتو سره ممکن کېدای شي چې د بېړنيو مرستو رسولو لپاره له شریکانو سره له وړاندې همغږي وشي."

د غور سېلاب ځپلي. سېلابونو په دې ولایت خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.
د غور سېلاب ځپلي. سېلابونو په دې ولایت خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.

د ملګرو ملتونو د دغې ادارې په خبره، په افغانستان کې وروستۍ سخته هوا د اقلیم د کړکېچ د زیاتېدو ټولې نښې نښانې لري، په یاد هېواد کې د اقلیم پېښې په چټګه توګه مخ په ډېرېدو دي چې په پایله کې یې د خلکو ژوند او اسانتیاوې له لاسه وځي او زېربناوو ته د پام وړ زیان رسېږي.

بلخوا یو شمېر سېلاب ځپلي وایي، دوی او ماشومان یې له سختو ستونزو سره مخ دي او د ژوند هېڅ ډول لومړنیو اسانتیاوو ته په اسانه لاسرسی نه لري.

د بغلان اوسېدونکی محمدعالم وايي: کورونه مو ویجاړ شول. اوس دلته له همدې یوې وړې لور سره تر خېمو لاندې ژوند کوو.

د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د لقیو سیمې اوسېدونکي محمد عالم ازادي راډیو ته وویل : "کله سېلاب راباندې راغی، زه مېرمن مې، ورېندار ګانې مې، یو ۱۳ کلن وراره مې، یوه اته کلنه لور مې، یوه شپږ کلنه لور مې او ورور مې په موټر کې وو، نو اوبو راباندې راغالبه شوې، ما یوازې دومره وکړل چې ځان او یوه اته کلن لور مې را موټره وباسم، ورور مې هم ځان وویست، نور ټول اوبو یوړل او شهیدان شول، کورونه مو ویجاړ شول. اوس دلته له همدې یوې وړې لور سره تر خېمو لاندې ژوند کوو."

د دغه ولایت د نهرین ولسوالۍ یوه اوسېدونکي علي رضا بیا وايي: "موږ او ماشومان مو فعلاً تر خیمو لاندې اوسېږو. دلته دا ماشومان په یو ډېر بد وضعیت کې ژوند کوي. روغتیایي خدماتو ته مو اړتیا ده. ماشومان مو دلته ډېر تیز لمر لاندې دي. پاکې اوبه نه لرو. دا سیمې تر ۹۰ سلنه ټولې خرابې شوي. ښځې او ماشومان مو له ډېرو ستونزو سره مخ دي."

په بغلان کې د سېلابونو له کبله ډېری خلک له خپلو مېنو بېځایه شوي دي.
په بغلان کې د سېلابونو له کبله ډېری خلک له خپلو مېنو بېځایه شوي دي.

د یونېسف د شمېرو له مخې، وروستيو سېلابونو په بغلان، بدخشان او غور کې ۳۵۰ کسان مړه کړي چې ماشومان هم په کې شامل دي، دغه شان په دې ولایتونو کې یې ۷۸۰۰ کورونه ویجاړ او تر ۵زرو زیاتې کورنۍ له خپلو مېنو بېځایه کړي دي.

راپور کې راغلي، افغانستان د یونېسف د ۲۰۲۱م کال د اقلیمي ګواښ سره د ماشومانو په شاخص کې د ۱۶۳ هېوادونو په منځ کې ۱۵ ځای کی دی چې په خبره یې نه یوازې اقلیمي او چاپېریال بدلونونو له امله له ټکانونو سره مخ دي بلکې دلته (افغانستان) کې ماشومان د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله زیات د اقلیمي بدلونو د اغېزو له امله زیانمنونکي دي.

د یادونې ده چې د ماشومانو د ژغورنې صندوق یا "سېف د چلډرن" د تېرې د دوشنبې په ورځ د مي په ۲۷مه نېټه په یو راپور کې ویلي وو چې په روان ۲۰۲۴م میلادي کال کې به په ټول افغانستان کې شاوخوا ۶،۵ میلیونه یا په هرو لسو ماشومانو کې درې به یې د لوږې له ناورین سره مخ شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG