د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

يو شمېر افغان سېلاب ځپلي: روغتيايي خدمتونو او روغتیايي توکو ته لاسرسی نه‌لرو


د بغلان ولایت یو شمېر سېلاب ځپلې مېرمنې او ماشومان
د بغلان ولایت یو شمېر سېلاب ځپلې مېرمنې او ماشومان

يو شمېر سېلاب ځپلي وايي، سره له دې چې روغتيايي خدمتونو ته لاسرسي نه لري د مېرمنو او ماشومانو لپاره روغتیايي توکو ته هم اړتيا لري.

دوی وايي، درملنې او درملو ته له اړتیا سربېره د دوی د کورنیو مېرمنې او ماشومان په بېړني ډول ځینو روغتیايي توکو ته هم اړتیا لري.

د دوى په ټکو، د وروستيو سېلابونو له امله د ورپېښو اقتصادي ستونزو او د لارو د بندېدو له امله دوى نه شي کولى هغه روغتیايي توکي برابر کړي چې د مېرمنو د میاشتني عادت او د ماشومانو د نظافت لپاره اړين دي.

د بغلان ولايت اوسېدونکې شکېبا وايي چې له سېلابونو وروسته ښځې له ډېرو نسايي ستونزو سره مخ دي چې د درملنې توان یې نه‌لري.

هغې ازادي راډيو ته وویل: "ښځې همدا ستونزې لري، زه خپله امیندواره یم د سېلابونو را په‌دېخوا مې درې ځله خونریزي درلوده، پرون هم ناروغه شوم، یو سیروم مې واخیست. زما د پېغلو لوڼو میاشتنی عادت هم درېدلی. دا ستونزې لرو او غواړو ستونزو ته مو رسېدنه وشي."

د بغلان یوه څنډه کې سېلاب ځپلي. دوی هم له ګڼو ستونزو شکایت کوي.
د بغلان یوه څنډه کې سېلاب ځپلي. دوی هم له ګڼو ستونزو شکایت کوي.

د بغلان ولایت یوې بلې سېلاب ځپلې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، روغتیايي توکو ته د ښځو او ځوانو نجونو د اړتیا په اړه ازادي راډيو ته وویل: "له سېلابونو وروسته موږ توکي نه‌لرو. دلته یو دوه روغتیايي توکي موږ ته راکول شول هغه هم وکارول شول او خلاص شول. نور نو هیڅ توکي نه‌لرو او له ټوټې کار اخلو."

په هرات ولایت کې دوو سېلاب ځپلو هم خپل نظرونه شریک کړي دي.

صابره وايي: باید خلکو سره د نورو اړینو ټوکو تر څنګ د روغتیايي توکو مرستې هم وشي.

صابرې ازادي راډيو ته وویل: "موږ دوکان او درملتون ته لاسرسی نه‌لرو، ځکه لارې بندې دي، بیا له یوې نخي ټوټۍ کار اخلو، ډېر ستونزمن دی، دا اوس موږ خپله ستونزې لرو. دوه نجونې یو چې دې ته اړتیا لرو، دا ستونزې ټولې مېرمنې لري. باید خلکو سره د نورو اړینو ټوکو تر څنګ د روغتیايي توکو مرستې هم وشي."

د هرات سېلاب ځپلی اسد وايي: "اړ دي چې پرته له پمپر له لتې/ټوټۍ څخه کار واخلي. د پمپر د اخیستو لپاره پیسو ته اړتیا ده، که‌نه؟ روغتیايي توکو ته سل په سلو کې اړتیا ده."

د دغو سېلاب ځپلو په ټکو، په يادو برخو کې له دوى سره ډېره مرسته نه ده شوې.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت له ویاند شرافت زمان څخه مو د ښځو، نجونو او ماشومانو د روغتیايي ستونزو او روغتیايي توکو ته د هغوی د اړتیاوو په اړه وپوښتل، خو نوموړي د دې راپور تر خپرېدو پورې په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

د نسايي او ولادي برخې متخصصه ډاکتر عالمه فخري وايي چې د میاشتني عادت په وخت کې کې د کوتېکس په ځای د ټوټۍ کارولو لپاره باید لاندې پړاوونه مراعت شي.

مېرمن فخري وویل: "د ټوټۍ د کارولو طریقه داسې ده چې هغه دې پرېمینځل شي لکه څنګه چې جامۍ مینځل کېږي، وروسته دې په اوبو ومینځي او په تناب دې واچوي چې یوه ورځ یې لمر ووهي. وروسته له هغې دې اتو کړي او بیا دې وکاروي. دا د هماغه کوتېکس په شان دی چې دوی یې له بهر څخه پېري، د دواړو حفظ‌ الصحه یو شان ده."

نوموړې ټینګار وکړ چې د ماشومانو لپاره د حفظ الصحې نه مراعات کول د نجونو او هلکانو په وړاندې د جلدي ناروغیو لامل کېږي او ان د رامنځته شويو انتاناتو په پایله کې د نجونو ماشومانو د بکارت پردې د تخریب لامل کېدی شي.

د ډاکتر فخري په وينا، د هغو ټوټو کارول چې په سمه توګه نه مینځل کېږي، په ښځو او نجونو کې د ساري ناروغيو لامل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر سېلاب ځپلو له ازادي راډیو سره په خبرو کې څو څو ځلې ټینګار کړی چې ان د څښاک پاکو اوبه ته لاسرسی نه لري او سېلاب د دوی کورونه، وسایل او شتمنۍ ټول له منځه وړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG