د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۵

د افغانستان په سېلاب ځپلیو سیمو کې د ځینو ناروغیو زیاتېدو اندېښنې رامنځته کړي


په غور کې د وروستیو سېلابونو له کبله لارې کوڅې هم له اوبو ډنډې شوي او یو ماشوم د خپلې کور له مخې دغه اوبه لرې کوي.
په غور کې د وروستیو سېلابونو له کبله لارې کوڅې هم له اوبو ډنډې شوي او یو ماشوم د خپلې کور له مخې دغه اوبه لرې کوي.

د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې يو شمېر سېلاب ځپلي او روغتيايي چارواکي وايي، له سېلابونو وروسته د کورنيو په ځانګړي ډول د ماشومانو تر منځ یې ځينې ناروغۍ زياتې شوي دي.

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د هوا په ګرمېدو او له سېلابونو وروسته د پاتې شویو اوبو په ډنډېډو سره یو شمېر سېلاب ځپلي او روغتیايي چارواکي د ځینو ناروغیو د زیاتېدو په اړه اندېښه ښيي.

د میدان وردګو ولایت اوسېدونکی سیدګل پاچا له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې ماشومان یې ناروغه شوي دي.

هغه وايي: "سېلابونو یو لوی د اوبو دڼد جوړ کړی، موږ ډېر اندېښمن یو او زموږ ماشومان په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي؛ لکه ملاریا او جلدي ناروغۍ چې له میاشو پیدا کېږي. موږ یو کوچنی روغتیایی مرکز لرو چې موږ ته نه‌شي رسېدی. څو ادارې راغلي او موږ سره یې د میاشو د پشه‌خانو ورکولو ژمنې وکړې، خو له بده مرغه تر اوسه یې هېڅ نه دي کړي."

د بغلان ولایت د برکې ولسوالۍ یوې مېرمنې چې خپل ناروغ ماشوم یې روغتیايي مرکز ته راوړی، د نوم له ښودلو پرته ازادي راډیو ته وویل: "زما ماشوم نس‌ناستی لري، ډېر ژر ناروغېږي. میاشې ډېرې دي او د څښاک پاکې اوبه نه لرو. موږ له مرستندویه بنسټونو غواړو چې موږ ته پشه خانې او د څښاک پاکې اوبه چمتو کړي او موږ او ماشومانو سره مو مرسته وکړي."

په بغلان کې وروستیو سېلابونو د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.
په بغلان کې وروستیو سېلابونو د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.

دوی د طالبانو له حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې ستونزې یې ژړ تر ژړه هوارې کړي او د درملو په ګډون د میاشو د مخنيوي لپاره پر دوى پشه‌خانې وویشي.

د بغلان ولايت د بورکه ولسوالۍ د روغتيايي کلينيک مسوول ډاکتر ناصر هم دغه ستونزې مني او وايي چې هره ورځ د نس‌ناستي او جلدي ناروغيو له ١٠٠ څخه تر ١۵٠ ناروغان د دوى کلينيک ته مراجعه کوي.

نوموړي د ناروغيو د زياتوالي په اړه ازادي راډيو ته وويل: "له سېلابونو وروسته د نس‌ناستي پېښې زياتې شوې، ځکه د څښاک پاکې اوبه نه‌شته، ماشومان د رودونو او سيند اوبه کاروي چې صحي نه دي او د میاشو په ډېرېدو سره جلدي ناروغۍ هم ډېرې شوې دي."

خو نوموړي په دغه روغتيايي مرکز کې د ناروغانو د درملنې لپاره د شته اسانتياوو او امکاناتو په اړه څه ونه ويل.

ډاکتران خلکو سپارښتنه کوي، هغو سیمو ته نږدې نه‌شي چېرې چې د سېلابونو دنډ شوې او میاشو په کې هګۍ اچولې وي.

ډاکتر عمري وايي: په دې وروستیو کې د سېلابونو راوتلو له امله په یو شمېر کلیو او ولسوالیو کې اوبه ډنډې دي، موږ باید دغو اوبو ته نږدې نه شو، دا اوبه د انتاناتو لپاره مساعدې دي.

د ساري ناروغیو متخصص ډاکتر فریدالله عمري په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "په دې وروستیو کې د سېلابونو راوتلو له امله په یو شمېر کلیو او ولسوالیو کې اوبه ډنډې دي، موږ باید دغو اوبو ته نږدې نه شو، دا اوبه د انتاناتو لپاره مساعدې دي. انتانات او د ملاریا او ډینګې تبې مياشو لپاره، چې تبه ورکوونکې دي او خونریزي هم پیدا کوي د هګۍ اچولو لپاره مناسب ځاى دى."

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه څو په سېلاب ځپلو ولایتونو کې د خلکو د ستونزو د هواري په برخه کې د اقداماتو په اړه د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د ویاند شرافت زمان نظر هم واخلي، خو نوموړي د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د وروستیو سختو اورښتونو او توپانونو له امله سلګونه کسان مړه شوي، زرګونه بې کورونه شوي او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې ده.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ملي ادارې بیا د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو په اړه خبر دارى ورکړى.

دې ادارې د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې د پنجشنبې په ورځ په بدخشان، تخار، بغلان، سمنګان، بامیان، پروان، کاپیسا، پنجشېر، کونړ، نورستان، لغمان، ننګرهار ،کابل، لوګر ميدان وردګ ولایتونو کې د سختو ورښتونو احتمال شته او دغه شان يې په پکتیا او خوست ولایتونو کې د سېلابونو د راوتولو وړاندوینه کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG