د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۶

په ننګرهار ولایت کې د ۱۳۰ جوړو ډله‌ییز واده ترسره شو


په ننګرهار کې د ترسره شوي ډله ییز واده له مراسمو یو انځور
په ننګرهار کې د ترسره شوي ډله ییز واده له مراسمو یو انځور

په ننګرهار ولایت کې د شنبې په ورځ د ۱۳۰ جوړو ډله‌ییز واده ترسره شو.

په افغانستان کې د ډله‌ییزو ودونو پروګرام دا ځل ننګرهار ولایت کې ترسره شو.

د یوه خیریه بنسټ له لوري په جوړ شوي دې پروګرام کې د ۱۳۰ جوړو هغو ځوانانو ودونه وشول چې د اقتصادي ستونزو له امله په کلونو کلونو کوژدن پاتې شوي وه.

ځینو زومانو ازادي راډیو سره خبرو کې د خوښۍ په څرګندولو سره وویل چې ولورونه یې معاف او له اقتصادي پلوه د واده له درنو مصارفو بچ شول.

له دې ډلې د ننګرهار ولایت اوسېدونکي جهانزېب ازادي راډیو ته وویل: "له اقتصادي اړخه وضع ښه نه وه، د ورځې به مې دوه درې سوه (افغانۍ) ګټلې چې په هغې به مې یوازې د کورنۍ ورځنۍ نفقه کېدله، دومره بودیجه مې نه درلودله چې ولور مې پرې کړی وای، څلورنیم لکه افغانۍ مې ولور وه چې خسرخېلو مې راته معاف کړ. دا ډول اقدامات زموږ په څېر ځوانان چې اقتصادي ستونزې لري ډېره ورسره مرسته کولای شي."

د کونړ ولایت اوسېدونکي عبدالوهاب وویل: "شپږ کاله مې له کوژدې کېږي. داسې وه چې ما به دوه دوه نیم سوه افغانۍ روزانه کوله، هغه به مې د کورنۍ خرچه کېدله، د واده وسه مې نه وه، زما درې لکه افغانۍ او دوه تولې مې سره زر ولور وه نو خسر مې راته دا هر څه معاف کړل، په دې سره د ځوانانو ستونزې حلېږي."

دا ډله‌ییز واده د سېلاب خیریه بنسټ له‌خوا جوړ شوی و.

په ننګرهار کې دغه مراسم د سېلاب خیریه بنسټ له لوري تنظیم شوي وو.
په ننګرهار کې دغه مراسم د سېلاب خیریه بنسټ له لوري تنظیم شوي وو.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د دې بنسټ مشر سیداحمد سېلاب نه د دې ډله‌ییز واده د مجموعي لګښت په اړه معلومات واخلي، خو له زیاتو هڅو سره سره ونه توانېد.

د دغه پروګرام یوه ګډوانوال او له یاد خیریه بنسټ سره مرسته کوونکي او د ننګرهار ولایت د کسبګرو او هټیوالو خونې مشر باز محمد ځوانمل په افغانستان کې د موجودو درانه او د ځوانانو له وس پورته دودونو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "دا ډېر نېک اقدام بولم، ځکه زموږ په ټولنه کې یو بد او دروند دود چې هغه د لوړ ولور اخیستل دي، په دې ډول اقداماتو به ورو ورو دا دود مخ په کمېدو شي، ځکه دا ډول دودونه زموږ ځوانانو ته چې اوس له بې روزګارۍ او بېوزلۍ سره مخ دي او دا لوړ ولورونه او د واده درانه لګښتونه نه شي پرې کولای مرسته به ورسره وکړي."

له دې مراسمو ازادي راډیو ته استولو وېډیوګانو او عکسونه کې ښکاري چې دغو ۱۳۰ واده شویو جوړو ته د کور ځینې وسایل هم اخیستل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په اکثرو ولایتو په ځانګړې توګه لرې پرتو سیمو کې د لوړ ولور او واده درانو لګښتونو دود د اکثرو کورنیو پر اوږو دروند بار وي او ټول خلک یې د پوره کولو وس نه لري چې اکثراً کوژدن شوې جوړې په کلونو کلونو همداسې کوژدنې ناستې وي.

XS
SM
MD
LG